• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۲ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، چې محتسبینو یې په ننګرهار، لغمان، میدان وردګ او بلخ ولایتونو کې ۱۲ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي.

د یاد وزارت په وینا، دغه ښځې له خپلو مېړونو او د کورنیو د غړو له لوري له ناوړه چلند سره مخ وې، چې ځینې یې د اوږدې مودې لپاره د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدې.

د دغه ریاست د ادعا پر بنسټ چې د محتسبینو په هڅو دا مېرمنې بېرته له کورنیو سره یوځای شوې او په وینا یې خپلو حقونو ته یې لاس رسی موندلی.

دغه وزارت زیاتوي چې په تېرو کلونو کې زرګونه ښځې د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او نورو ستونزو څخه ژغورل شوې او ورته د میراث، نفقې، ولور او د خپلې خوښې د نکاح حقوق ورکړل شوي دي.

خو دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بشري حقونو ګڼې ادارې او د مدني ټولنې فعالان د طالبانو د تګلارو په اړه اندېښنه لري. د دوی په وینا، د طالبانو له خوا د ښځو پر کار، تعلیم او عامه حضور سخت محدودیتونو هغوی له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي فرصتونو بې برخې کړي دي.

ځیني منتقدین وایي چې د طالبانو لخوا د ښځو د حقونو خوندیتوب دعوې د پراخو محدودوونکو سیاستونو تر سیوري لاندې د ښځو د ښه وضعیت استازیتوب نشي کولی، بلکه د افغان ښځو د وضعیت په اړه لا هم جدي اندیښنې موجودې دي.

خو طالبان بیا ټینګار کوي چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تضمین کړي دي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۳

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۴

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۵

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د سمنګان له شباشک کانونو هره ورځ تر ۳۰۰ ټنه د ډبرو سکاره ترلاسه کیږي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۱
طالبان وایي د سمنګان له شباشک کانونو هره ورځ تر ۳۰۰ ټنه د ډبرو سکاره ترلاسه کیږي
100%

د طالبانو تر واک د دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، چې د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت اړوند د شباشک له کانونو څخه هره ورځ له ۲۰۰څخه تر ۳۰۰ټنو پورې لوړ کیفیت لرونکي د ډبرو سکاره را ایستل کیږي.

یاد ریاست زیاتوي، چې د شباشک معدني سیمه د «شاکول، جیحون او قرمقل» کانونو یوه برخه ده.

د یاد شرکت په وینا له دې سیمو استخراج شوي سکاره د ۶۰۰۰ تر ۶۵۰۰ کالوري حرارتي ارزښت لري، چې د لوړ کیفیت لرونکي بلل کېږي.

د دغه شرکت مسولین وایي چې دغه سکاره د قوي حرارت تولید او دوامداره سوځېدو له امله د بازار د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.

دغه ریاست ټینګار کړی چې د کانونو د استخراج بهیر په منظم ډول روان دی او هڅه کېږي چې د تولید کچه یې نوره هم لوړه شي.

طالبان: درېیو میاشتو کې افغانستان ته تر ۸ زرو د ډیر بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۴۶ GMT+۱
طالبان: درېیو میاشتو کې افغانستان ته تر ۸ زرو د ډیر بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لومړۍ ربعې (وری، غویی او غبرګولي میاشتو) په موده کې د هېواد له هوايي ډګرونو او سرحدي دروازو څخه د بهرنیو وګړو د تګ راتګ ټول ۸ زره او ۵۶۰ تګ راتګ ثبت شوی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې ۴ زره او ۵۶۸ بهرني وګړي چې ۱۹۱یې ښځې دي، افغانستان ته دننه شوي، او ۳ زره او ۹۹۲ نور بهرني وګړي چې ۱۲۱یې ښځې دي، له دغه هېواد څخه وتلي دي.

راپور زیاتوي چې د ثبت شویو ارقامو له مخې ۴ زره او ۵۰۳ کسان د ځمکنیو سرحدي دروازو او ۶۵ نور له هوايي لارو هېواد ته دننه شوي دي. له دې ډلې ۶۰۹ تنه د افغانستان د تاریخي او لرغونو ځایونو د لیدنې لپاره راغلي، او پاتې نور د کار او بېلابېلو نورو موخو لپاره هېواد ته داخل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو اداره وایي، تر ټولو ډېر بهرني وګړي چې شمېر یې ۲ زره او ۷۱۸ کسانو ته رسېږي، د نیمروز له سرحدي دروازې افغانستان ته دننه شوي دي. همدارنګه یو زر او ۴۶۲ تنه د هرات د ځمکنیو او هوايي دروازو له لارې، ۲۶۴ تنه د فاریاب د اقینې بندر، ۶۲ تنه د بدخشان د اشکاشم او پاتې نور د حیرتان بندر او د بلخ له هوايي ډګر څخه افغانستان ته دننه شوي دي.

طالبانو زابل کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو سرشمېرنې بهیر پیل کړی

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۱
طالبانو زابل کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو سرشمېرنې بهیر پیل کړی
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په زابل ولایت کې یې د کلیو، کورنیو او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د سرشمېرنې بهیر پیل کړی دی.

د یادې ادارې د احصایې چارو مرستیال عبدالمجید قیام ویلي، چې دغه سروې د هېواد د نفوس او ټولنیز وضعیت د کره معلوماتو د راټولولو په موخه ترسره کېږي.

د هغه په وینا، په دې سروې کې به د کورنیو او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د شمېر ترڅنګ، د ښوونځیو، مدرسو، روغتیايي مرکزونو، د پاکو اوبو سرچینو، مخابراتي خدمتونو، کرنې او مالدارۍ په اړه هم معلومات راټول شي، څو د راتلونکو پراختیایي پروګرامونو په پلان جوړونه کې ترې ګټه واخیستل شي.

قیام زیاته کړې، چې ټاکل شوې د سرشمېرنې دغه بهیر د شاوخوا ۳۰۰ سروې کوونکو له لوري د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.

طالبان وایي هرات کې یې درې تنه د موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۱ GMT+۱
طالبان وایي هرات کې یې درې تنه د موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي دي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هرات ښار د اوومې امنیتي حوزې امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو پر مهال درې تنه د شپږو موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو له غلا وروسته د موټرسایکلونو اسناد او شاسي نمبرونه بدلول او بیا یې پلورل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د خپلو دوامداره هڅو په ترڅ کې د هرات ښار د اوومې حوزې له بېلابېلو سیمو څخه لس نور غلا شوي موټرسایکلونه هم موندلي او ضبط کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، یاد موټرسایکلونه به د مالکیت له تثبیت او د قانوني اسنادو له ارزونې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.

وزارت زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې د نورو اجراتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان:د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکۍ پېښې ۳۰سلنه زیاتې شوې دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۱
د بې پولې ډاکټرانو سازمان:د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکۍ پېښې ۳۰سلنه زیاتې شوې دي
100%

د بې‌پولې ډاکټرانو (MSF) سازمان ویلي، د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر په څرګند ډول لوړ شوی دی. دوی وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د دوی تر ملاتړ لاندې د تغذیې مرکزونو ته د بستر شويو خوارځواکو ماشومانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

د سازمان په وینا، ډېری ماشومان هغه مهال روغتیايي مرکزونو ته رسېږي چې روغتیايي وضعیت یې ډېر خراب شوی وي او تر ډیره یې له یو کال څخه کم عمر لري.

بې‌پولې ډاکټران وایي، افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو کمښت د دې بحران یو مهم لامل دی. د مرستو د کمېدو له امله ګڼ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له کبله یې د خوارځواکۍ ژر تشخیص او درملنه ستونزمنه شوې ده. سازمان زیاتوي چې پرله‌پسې وچکالۍ هم وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که نړیوالې بشري مرستې همداسې کمې پاتې شي، په افغانستان کې به د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لا ژور شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مبارزه کوي.

د دغه راپور له مخې، چې د ژنیو له موندنو وروسته خپور شوی، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۳،۷میلیونه ماشومان په افغانستان کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ وي.