• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: درېیو میاشتو کې افغانستان ته تر ۸ زرو د ډیر بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۳۹ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لومړۍ ربعې (وری، غویی او غبرګولي میاشتو) په موده کې د هېواد له هوايي ډګرونو او سرحدي دروازو څخه د بهرنیو وګړو د تګ راتګ ټول ۸ زره او ۵۶۰ تګ راتګ ثبت شوی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې ۴ زره او ۵۶۸ بهرني وګړي چې ۱۹۱یې ښځې دي، افغانستان ته دننه شوي، او ۳ زره او ۹۹۲ نور بهرني وګړي چې ۱۲۱یې ښځې دي، له دغه هېواد څخه وتلي دي.

راپور زیاتوي چې د ثبت شویو ارقامو له مخې ۴ زره او ۵۰۳ کسان د ځمکنیو سرحدي دروازو او ۶۵ نور له هوايي لارو هېواد ته دننه شوي دي. له دې ډلې ۶۰۹ تنه د افغانستان د تاریخي او لرغونو ځایونو د لیدنې لپاره راغلي، او پاتې نور د کار او بېلابېلو نورو موخو لپاره هېواد ته داخل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو اداره وایي، تر ټولو ډېر بهرني وګړي چې شمېر یې ۲ زره او ۷۱۸ کسانو ته رسېږي، د نیمروز له سرحدي دروازې افغانستان ته دننه شوي دي. همدارنګه یو زر او ۴۶۲ تنه د هرات د ځمکنیو او هوايي دروازو له لارې، ۲۶۴ تنه د فاریاب د اقینې بندر، ۶۲ تنه د بدخشان د اشکاشم او پاتې نور د حیرتان بندر او د بلخ له هوايي ډګر څخه افغانستان ته دننه شوي دي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۳

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۴

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۵

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو زابل کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو سرشمېرنې بهیر پیل کړی

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۱
طالبانو زابل کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو سرشمېرنې بهیر پیل کړی
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په زابل ولایت کې یې د کلیو، کورنیو او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د سرشمېرنې بهیر پیل کړی دی.

د یادې ادارې د احصایې چارو مرستیال عبدالمجید قیام ویلي، چې دغه سروې د هېواد د نفوس او ټولنیز وضعیت د کره معلوماتو د راټولولو په موخه ترسره کېږي.

د هغه په وینا، په دې سروې کې به د کورنیو او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د شمېر ترڅنګ، د ښوونځیو، مدرسو، روغتیايي مرکزونو، د پاکو اوبو سرچینو، مخابراتي خدمتونو، کرنې او مالدارۍ په اړه هم معلومات راټول شي، څو د راتلونکو پراختیایي پروګرامونو په پلان جوړونه کې ترې ګټه واخیستل شي.

قیام زیاته کړې، چې ټاکل شوې د سرشمېرنې دغه بهیر د شاوخوا ۳۰۰ سروې کوونکو له لوري د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.

طالبان وایي هرات کې یې درې تنه د موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۱ GMT+۱
طالبان وایي هرات کې یې درې تنه د موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي دي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هرات ښار د اوومې امنیتي حوزې امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو پر مهال درې تنه د شپږو موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو له غلا وروسته د موټرسایکلونو اسناد او شاسي نمبرونه بدلول او بیا یې پلورل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د خپلو دوامداره هڅو په ترڅ کې د هرات ښار د اوومې حوزې له بېلابېلو سیمو څخه لس نور غلا شوي موټرسایکلونه هم موندلي او ضبط کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، یاد موټرسایکلونه به د مالکیت له تثبیت او د قانوني اسنادو له ارزونې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.

وزارت زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې د نورو اجراتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان:د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکۍ پېښې ۳۰سلنه زیاتې شوې دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۱
د بې پولې ډاکټرانو سازمان:د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکۍ پېښې ۳۰سلنه زیاتې شوې دي
100%

د بې‌پولې ډاکټرانو (MSF) سازمان ویلي، د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر په څرګند ډول لوړ شوی دی. دوی وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د دوی تر ملاتړ لاندې د تغذیې مرکزونو ته د بستر شويو خوارځواکو ماشومانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

د سازمان په وینا، ډېری ماشومان هغه مهال روغتیايي مرکزونو ته رسېږي چې روغتیايي وضعیت یې ډېر خراب شوی وي او تر ډیره یې له یو کال څخه کم عمر لري.

بې‌پولې ډاکټران وایي، افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو کمښت د دې بحران یو مهم لامل دی. د مرستو د کمېدو له امله ګڼ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له کبله یې د خوارځواکۍ ژر تشخیص او درملنه ستونزمنه شوې ده. سازمان زیاتوي چې پرله‌پسې وچکالۍ هم وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که نړیوالې بشري مرستې همداسې کمې پاتې شي، په افغانستان کې به د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لا ژور شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مبارزه کوي.

د دغه راپور له مخې، چې د ژنیو له موندنو وروسته خپور شوی، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۳،۷میلیونه ماشومان په افغانستان کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ وي.

شهرزاد اکبر: د طالبانو په بند‌خونو او استخباراتي زندانونو کې شکنجه عامه ده

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱
شهرزاد اکبر: د طالبانو په بند‌خونو او استخباراتي زندانونو کې شکنجه عامه ده
100%

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، د طالبانو تر ادارې لاندې د ازادۍ د سلب په مرکزونو او د استخباراتو تر څار لاندې زندانونو کې شکنجه یوه عامه پدیده ده او قربانیان د خپلو شکایتونو د ثبت او خوندیتوب لپاره اغېزمنو میکانیزمونو ته لاسرسی نه لري.

شهرزاد اکبر په ایکس لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بندیانو او توقیف شویو کسانو پر وړاندې د شکنجې موارد پراخ دي او قربانیان د عدالت غوښتنې له جدي خنډونو سره مخ دي.

هغې لیکلي چې د ازادۍ د سلب په مرکزونو، په ځانګړي ډول توقیف‌خونو او د استخباراتو تر نظارت لاندې زندانونو کې شکنجه عامه ده.

اکبر زیاته کړې چې د شکنجې قربانیان د خپلو حقونو د خوندي کولو، شکایتونو ته د رسېدنې او د ساتنې له اغېزمنو میکانیزمونو بې‌برخې دي.

هغې همداراز ادعا کړې چې ډېری هغه کسان چې له بند څخه ازادېږي، د طالبانو له‌خوا له دوامدارو ګواښونو او څارنې سره مخامخ وي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې له دې څرګندونو وړاندې هم یو شمېر نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د بندیانو د وضعیت او د شکنجې د ادعاوو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

له افغانستانه تر ایورسټ پورې؛ ذکیه احمد د ښځو د زده‌کړو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۲ GMT+۱
له افغانستانه تر ایورسټ پورې؛ ذکیه احمد د ښځو د زده‌کړو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه
100%

افغانه غر ختونکې زکیه احمد، د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې «ماونټ ایورسټ» ته له ختلو وروسته ویلي چې د دې تاریخي بریا تر شا یې اصلي انګېزه د افغانستان هغو ښځو او نجونو ته غږ پورته کول وو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له زده‌کړو، کار او بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوې دي.

زکیه احمد، چې د «ریور» په نوم هم پېژندل کېږي، لومړنۍ افغانه مېرمن بلل کېږي چې د ایورسټ څوکې ته رسېدلې ده. د هغې دغه لاسته راوړنه د افغانانو په کډواله ټولنه کې له پراخ هرکلي سره مخ شوې او په اسټرالیا کې یې د ستاینې ځانګړي مراسم هم جوړ شوي وو.

نوموړې ویلي، د ایورسټ د سختو شرایطو پر مهال به یې بدن ورته ویل چې نور دوام نه شي ورکولی، خو د افغانستان د ښځو وضعیت به یې په ذهن کې راګرځېده او هم هغې ورته د مبارزې او دوام ځواک ورکاوه.

هغې ویلي: «کله چې به ډېره ستړې وم، یخنۍ به وه او بدن به راته ویل چې نور نه شې کولی، ما به ځان ته ویل چې ته لږ تر لږه د هڅې فرصت لرې، خو په افغانستان کې ښځې او نجونې له همدې فرصته هم محرومې دي.»

زکیې خپله دغه بریا د رواني روغتیا د ملاتړ او د افغانستان د بې‌غږه ښځو د استازیتوب لپاره وقف کړې ده. هغې ویلي، د خپل ورور له ځان‌وژنې وروسته یې د رواني روغتیا موضوع ته ځانګړې پاملرنه زیاته شوه او غوښتل یې چې د هغو ښځو غږ شي چې د خپلو حقونو لپاره د خبرو فرصت نه لري.

زکیه د افغانستان د غزني ولایت کې لویه شوې ده. هغې ویلي، له کوچنیوالي راهیسې یې له زده‌کړو او کتابونو سره ځانګړې مینه لرله او د ښوونځي لپاره به یې هره ورځ اوږده او ستونزمنه لاره وهله.

نوموړې زیاته کړې: «زما تل ښوونځی خوښ وو، ځکه له زده‌کړو او کتابونو سره مې مینه لرله. غوښتل مې ډېر څه ولولم او بېلابېل کارونه ترسره کړم.»

ایورسټ د پورته کېدو لپاره زکیې کلونه سخت تمرینونه کړي دي. نوموړې به په اوونۍ کې پنځه ورځې تمرین کاوه او د سهار له څلورو بجو څخه به یې د اوږدو واټنونو منډې وهلې.

د راپور له مخې، د ایورسټ د ختنې ټول لګښت شاوخوا ۱۱۰ زره امریکايي ډالره و، چې یوه برخه یې د بسپنو، ملاتړو بنسټونو او د افغانانو د ټولنیزو سازمانونو له لارې برابره شوې ده.

زکیه احمد وايي، سره له دې چې افغان ښځې او نجونې له ډېرو حقونو محرومې شوې دي، خو لا هم یې هیلې، خوبونه او د مقاومت روحیه ژوندۍ ده.

نوموړې اوس د نړۍ د غره‌ختنې تر ټولو ستر هدف ته د پورته کېدو کولو لپاره چمتووالی نیسي؛ هغه خطرناک ماموریت چې د تاریخ په اوږدو کې تر اوسه له سلو کم کسانو بشپړ کړی دی.