• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: د امریکا بنسټ د ایمان پر ارزښتونو ولاړ دی

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د متحده ایالاتو د جوړېدو، د لوېدیځو سیمو د پراختیا او د غلامۍ د ختمېدو تر شا د خلکو مذهبي باورونو مهم رول لوبولی او امریکا یې د نړۍ په تاریخ کې په یوه استثنايي هېواد بدله کړې ده.

ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد د خپلواکۍ د اعلامیې د ۲۵۰مې کلیزې د رانږدې کېدو په مناسبت ویلي، د امریکا بنسټ اېښودونکو د خپلواکۍ په اعلامیه کې څلور ځله د خدای یادونه کړې او د هېواد د پرمختګ په بېلابېلو پړاوونو کې ایمان او عقیدې مهم رول لوبولی دی.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ له‌خوا په ایکس پوسټ کې ویلي: «راتلونکې اوونۍ د امریکا د خپلواکۍ د اعلامیې له تصویب څخه ۲۵۰ کاله پوره کېږي. زموږ بنسټ اېښودونکو په دې اعلامیه کې څلور ځله د خالق یادونه کړې ده.»

هغه زیاته کړې: «ایمان و چې مخکښان یې د لوېدیځ پر لور سفر ته وهڅول، ایمان و چې امریکایان یې د غلامۍ ختمولو ته راوبلل، او ایمان و چې امریکا یې د نړۍ په تاریخ کې په تر ټولو استثنايي ملت بدله کړه.»

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې دغه هېواد د ۱۷۷۶ کال د جولای د څلورمې نېټې د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځنې لپاره چمتووالی نیسي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د امریکا په تاریخ، هویت او سیاسي پرمختګ کې د مذهبي ارزښتونو پر رول ټینګار کړی دی.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري