• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فاکس نیوز: شپږو امریکایي الوتکو د ایران څلور هدفونه په نښه کړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱

امریکايي خبري شبکې «فاکس نیوز» د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا پوځ د جمعې په ورځ د شپږو پوځي الوتکو په کارولو سره د ایران پر څلورو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې، دغه چارواکي ویلي چې د امریکا د بریدونو هدفونه د ایران د سواحلو په اوږدو کې، هرمز تنګي ته نږدې سیمو او همدارنګه د قشم ستراتیژیکې ټاپو کې موقعیت درلود.

د نوموړي په وینا، قشم ټاپو د هرمز تنګي ته څېرمه د ایران تر کنټرول لاندې یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه ده او د نړیوالو سمندري لارو له مهمو نقطو څخه ګڼل کېږي.

تر اوسه امریکايي چارواکو د دغو بریدونو د پایلو، د احتمالي تلفاتو او یا هم د هدف ګرځول شویو تاسیساتو د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

ایراني چارواکو هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د فاکس نیوز د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو اوونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او د هرمز تنګي شاوخوا امنیتي وضعیت د نړیوالو اندېښنې راپارولې دي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري