زکیه احمد، چې د «ریور» په نوم هم پېژندل کېږي، لومړنۍ افغانه مېرمن بلل کېږي چې د ایورسټ څوکې ته رسېدلې ده. د هغې دغه لاسته راوړنه د افغانانو په کډواله ټولنه کې له پراخ هرکلي سره مخ شوې او په اسټرالیا کې یې د ستاینې ځانګړي مراسم هم جوړ شوي وو.
نوموړې ویلي، د ایورسټ د سختو شرایطو پر مهال به یې بدن ورته ویل چې نور دوام نه شي ورکولی، خو د افغانستان د ښځو وضعیت به یې په ذهن کې راګرځېده او هم هغې ورته د مبارزې او دوام ځواک ورکاوه.
هغې ویلي: «کله چې به ډېره ستړې وم، یخنۍ به وه او بدن به راته ویل چې نور نه شې کولی، ما به ځان ته ویل چې ته لږ تر لږه د هڅې فرصت لرې، خو په افغانستان کې ښځې او نجونې له همدې فرصته هم محرومې دي.»
زکیې خپله دغه بریا د رواني روغتیا د ملاتړ او د افغانستان د بېغږه ښځو د استازیتوب لپاره وقف کړې ده. هغې ویلي، د خپل ورور له ځانوژنې وروسته یې د رواني روغتیا موضوع ته ځانګړې پاملرنه زیاته شوه او غوښتل یې چې د هغو ښځو غږ شي چې د خپلو حقونو لپاره د خبرو فرصت نه لري.
زکیه د افغانستان د غزني ولایت کې لویه شوې ده. هغې ویلي، له کوچنیوالي راهیسې یې له زدهکړو او کتابونو سره ځانګړې مینه لرله او د ښوونځي لپاره به یې هره ورځ اوږده او ستونزمنه لاره وهله.
نوموړې زیاته کړې: «زما تل ښوونځی خوښ وو، ځکه له زدهکړو او کتابونو سره مې مینه لرله. غوښتل مې ډېر څه ولولم او بېلابېل کارونه ترسره کړم.»
ایورسټ د پورته کېدو لپاره زکیې کلونه سخت تمرینونه کړي دي. نوموړې به په اوونۍ کې پنځه ورځې تمرین کاوه او د سهار له څلورو بجو څخه به یې د اوږدو واټنونو منډې وهلې.
د راپور له مخې، د ایورسټ د ختنې ټول لګښت شاوخوا ۱۱۰ زره امریکايي ډالره و، چې یوه برخه یې د بسپنو، ملاتړو بنسټونو او د افغانانو د ټولنیزو سازمانونو له لارې برابره شوې ده.
زکیه احمد وايي، سره له دې چې افغان ښځې او نجونې له ډېرو حقونو محرومې شوې دي، خو لا هم یې هیلې، خوبونه او د مقاومت روحیه ژوندۍ ده.
نوموړې اوس د نړۍ د غرهختنې تر ټولو ستر هدف ته د پورته کېدو کولو لپاره چمتووالی نیسي؛ هغه خطرناک ماموریت چې د تاریخ په اوږدو کې تر اوسه له سلو کم کسانو بشپړ کړی دی.