سناتور جیم بنکس: که تهران د هوکړې ژمنو ته غاړه کېنږدي بمباري به دوام ومومي

د امریکا د سنا جرګې جمهوريپال غړي سناتور جیم بنکس له فاکسنیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي، د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تګلاره چې له پوځي فشار سره ډیپلوماسي یوځای کوي، د هُرمز تنګي له وروستیو بریدونو وروسته له تهران سره په چلند کې اغېزناکه تمامه شوې ده.
