په لومړي ګام کې له ټولو کارمندانو غوښتل شوي چې خپل ساده تلیفونونه په دوامداره توګه فعال وساتي او د مرکز او ولایتونو رییسان باید خپل تر لاس لاندې کارمندانو د ساده مبایلونه شمېرې له مرکز سره شریکې کړي.
همدارنګه په مکتوب کې ټینګار شوی چې د مرکز او ولایتونو ترمنځ ټولې لیکلې لارښوونې او وړاندیزونه باید د برښنالیک له لارې تبادله شي.
دغه راز ویل شوي، هغه کسان چې برښنالیک ته لاسرسی نه لري، باید د ساده مبایلونو د لیکلي پیغام له لارې اړیکه ونیسي او کارمندان مکلف دي چې پیغامونو ته سمدستي ځواب ووایي.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو لومړی ځل د طالبانو د عدلیې وزارت د یو سند خپور کړ، چې د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده په یوه نوي شفاهي حکم کې پر ټولو طالبانو او دولتي کارکوونکو د ځیرک موبایل کارول بند کړي. په سند کې سرغړوونکي کسان مجرمان یاد شوي او وايي، نظامي محکمو ته به معرفي شي.