• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بنو کې په مرمۍ لګېدلو څلورو کسانو مړي د امبولانس دننه موندل شوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۱

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې پولیسو ویلي، د جمعې په ورځ یې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز پر حلقوي سړک د یوه امبولانس له دننه د څلورو کسانو مړي موندلي، چې د مرمۍ نښې پرې لیدل کېږي.

د پولیسو په وینا، لومړنۍ پلټنې ښيي چې ناپېژاندو وسله‌والو د امبولانس پر سپرلیو ډزې کړې او څلور واړه کسان یې وژلي دي. چارواکي اټکل کوي چې برید د پنجشنبې شپې ترسره شوی دی.
پولیسو سیمه کلابنده کړې، شواهد یې راټول کړي او مړي یې د عدلي معایناتو لپاره د بنو ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.
چارواکو ویلي، د ناپېژاندو بریدګرو پر ضد یې دوسیه ثبت کړې او د برید د انګېزې د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
بنو په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ د پرله‌پسې پېښو شاهد پاتې شوې ده. تېره اوونۍ هم د بنو د وزیر فرعي سیمې په مارکه بېړه کې په دوو چاودنو کې اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی

۵

ملګري ملتونه: وروستي ورښتونه د افغانستان د اوبو ژور بحران د جبران لپاره بسنه نه‌کوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني امنیتي ځواکونه د بنو په عملیاتو کې د اووه وسله‌والو د وژلو ادعا کوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱
پاکستاني امنیتي ځواکونه د بنو په عملیاتو کې د اووه وسله‌والو د وژلو ادعا کوي
100%

پاکستاني امنیتي ځواکونو ادعا کړې، چې د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۷ وسله وال وژلي دي. دا ادعا داسې مهال کېږي چې نن د بنو په خوجړي سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د یوې سیمه‌ییزې خیریه موسسې پر امبولانس ډزې کړي، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنۍ «ډان» د خبر له مخې، امنيتي سرچينو ادعا کړې، چې ځواکونو یې د باکا خېل علاقدارۍ په غوړه باکا خېل سیمه کې عملیات ترسره کړي او یو شکمن موټر یې په نښه کړی چې ویل کېږي له وسلو او چاودېدونکو توکو ډک و.

د سرچینو په وینا، ځواکونو ته د وسله والو د شکمن حرکت په اړه د باور وړ معلومات ترلاسه شوي وو دوی د استخباراتي معلوماتو له مخې په چټکۍ سره اقدام وکړ او یاد شکمن موټر یې چې یوه دولتي ښوونځي ته نږدې ولاړ و، د کواډکوپټر په وسیله په نښه کړ.

امنیتي سرچینو زیاته کړې چې چاودنې موټر په بشپړ ډول ویجاړ کړ او لومړني راپورونه ښيي چې په موټر کې سپاره ټول له «اوو څخه تر اتو» پورې وسله وال ځای پر ځای وژل شوي دي، سيمه کلابنده کړل شوې او د لټون عمليات هم پيل کړل شوي دي.

پاکستاني طالبانو په جنوبي وزیرستان کې اووه برمته شوي پولیس خوشي کړل

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۱
پاکستاني طالبانو په جنوبي وزیرستان کې اووه برمته شوي پولیس خوشي کړل
100%

پاکستان طالبانو د یوې جرګې په منځګړتوب د جنوبي وزیرستان له سراروغه تحصیل څخه تښتول شوي اووه پولیس خوشې کړي دي.

د پولیسو د سرچینو په وینا، له پېښې وروسته سیمه‌ییزو مشرانو سملاسي هڅې پیل کړې او د تښتول شویو سرتېرو د خوشې کېدو لپاره یې له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې وکړې، چې وروسته بریالۍ شوې.

سرچینې زیاتوي چې د دغو خبرو اترو په پایله کې ټول یرغمل شوي کسان په خوندي ډول خپلو سیمو ته ورسېدل، خو د خوشې کېدو د هوکړې د شرطونو په اړه جزئیات تر اوسه نه دي څرګند شوي.

د رپوټونو له مخې، د سراروغې د پولیسو افسر احمد شاه د بم شنډولو ډلې سره یوځای پړتګي سیمې ته د چاودېدونکو توکو د شنډولو لپاره تللی و، خو د بېرته ستنېدو پر مهال په بنګي ووله سیمه کې وسله‌والو کسانو وتښتول.

یو شمېر سرچینې وايي، چې پاکستاني طالبانو دغه پولیس د خپلو جنګیالیو د خوشې کېدو په بدل کې خوشي کړي دي، خو رسمي دغه ادعا نه ده تایید شوې.

د محرم الحرام ورځې؛ پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ د دوو ورځو لپاره تړي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
د محرم الحرام ورځې؛ پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ د دوو ورځو لپاره تړي
100%

په تورخم کې د پاکستان دولتي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د محرم الحرام د رخصتیو له امله د تورخم دروازه د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.

د دغه پرېکړې له امله به افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ او عادي تګ راتګ هم د دوو ورځو لپاره ودرول شي او د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به بېرته پیل شي.

د تورخم پولې تر څنګ، د حمزه بابا د افغان کډوالو کمپ هم د دغو دوو ورځو لپاره د مراجعینو پر مخ تړل شوی دی. لنډي کوتل کې مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر په دې اړه ویلي، چې د جون په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه به په یاد کمپ کې ټول اداري او دفتري فعالیتونه په ټپه ولاړ وي او له افغان کډوالو یې غوښتي چې په دې موده کې دغه مرکز ته له ورتګ څخه ډډه وکړي څو له احتمالي ستونزو او بې‌ځایه انتظار سره مخ نه شي.

پاکستاني چارواکو له کډوالو غوښتنه کړې چې د حکومتي لارښوونو او ټاکل شوي مهالویش پابندي وکړي او د نویو بدلونونو لپاره د چارواکو لخوا خپرېدونکو خبرتیاوو ته پام وکړي. د دغه کمپ د چارواکو په وینا، د محرم الحرام د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته به د حمزه بابا کمپ خپل عادي فعالیتونه بېرته پیل کړي او ټول خدمات به د پخوا په څېر وړاندې شي.

د حمزه بابا کمپ په پاکستان کې د مېشتو افغان وګړو د ثبت، د اسنادو د پروسس او نورو اړوندو اداري چارو د ترسره کولو لپاره یو له مهمو مرکزونو څخه دی چې هره ورځ ورته ګڼ شمېر کسان مراجعه کوي. د پولې د بندېدو پر مهال به د کډوالو د ستنېدو بهیر په بشپړ ډول ځنډېدلی وي او د رخصتیو له پای وروسته به بېرته پیل شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم په شدت سره دوام لري او د راپورونو له مخې، تېر کال شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په زوره یا خپله خوښه هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې پر افغان کډوالو د پولیسو چاپې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي او یوازې له پنجاب ایالت څخه تر ۳۴ زره ډېر کډوال اېستل شوي دي، چې له امله یې په تورخم کې د کډوالو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.

تړلو لارو او اقلیمي بدلونونو په پاکستان کې د افغان کوچیانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
تړلو لارو او اقلیمي بدلونونو په پاکستان کې د افغان کوچیانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لویو لارو بندښت او اقلیمي بدلون د افغان کوچیانو دودیز ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی. د څړځایونو کمښت، د څارویو ناروغۍ، د ماشومانو د زده‌کړو خنډونه او د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي د دوی ژوند لا خورا سخت کړی دی.

د افغانستان د لوګر ولایت ۴۸ کلن نور محمد له خپلې کورنۍ او د شاوخوا څلور سوه وزو او نورو څارویو له رمې سره ټول کال بېلابېلو سیمو ته سفر کوي. د دوی د ژوند اساس هغه څړځایونه دي چې تازه واښه او د څارویو لپاره مناسب خوراک پکې پیدا کېږي.

نور محمد دا مهال د سوات په یوه غرنۍ سیمه کې خېمه وهلې او له خپلې کورنۍ او څارویو سره دلته څلورم پرله‌پسې اوړی تېروي. هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي: «پخوا به موږ هر کال د موسمونو له بدلون سره سم د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کاوه، خو اوس د لارو د بندېدو او د سفر د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله مو ژوند سخت شوی دی.»

هغه زیاتوي: «موږ غواړو خپل هېواد افغانستان ته ستانه شو، خو د کورنۍ له هېڅ غړي سره پاسپورټ نشته. د غرنیو او سختو لارو له لارې تګ، که ناممکن نه وي، نو ډېر ګواښونکی او خورا ستونزمن دی.»

د پاکستان په ځینو سیمو کې مېشت افغان کوچیان د پسونو، وزو او نورو څارویو روزنه کوي او د خپلو ورځنیو اړتیاوو د لېږد لپاره له اوښانو او خرو کار اخلي. د ښه موسم او تازه څړځایونو د موندلو لپاره د دوی ژوند له پرله‌پسې کوچ او سفر سره تړلی وي. د اوړي په موسم کې د کوچیانو کورنۍ د سوات، کالام، چترال او نورو غرنیو سیمو ته سفر کوي، په داسې حال کې چې د ژمي په موسم کې بیا په بلوچستان، خیبر ولسوالۍ، پېښور، اټک، پنجاب او نورو نسبتاً تودو سیمو کې مېشتېږي.

نور محمد وایي چې د دوی اصلي تړاو له افغانستان سره دی، خو د دوامدارې کډوالۍ له امله په دواړو هېوادونو کې د هویت او اساسي اسانتیاوو له ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، د دوی لپاره کومه دایمي استوګنه نشته او کوچیان عموماً په پرانیستو میدانونو کې خېمې دروي او خپل ژوند پر همدې طرز تنظیموي.

د نور محمد ماشومان هم له خپل مور او پلار سره د څارویو په ساتنه کې مرسته کوي. دوی د خېمو شاوخوا د پسونو او وزو د بچیانو څارنه کوي، په داسې حال کې چې لوی څاروي د څړځایونو پر لور بیول کېږي.

100%

له مالدارۍ سره تړلی سخت ژوند:

بل لور ته، د افغانستان د لغمان ولایت اوسېدونکی ځوان خان آغا له خپلو نورو ملګرو سره هره ورځ سهار وختي شاوخوا څلور سوه پسونه او وزې د څړځایونو پر لور بیایي. دوی ټوله ورځ د مالونو ساتنه او څرونه کوي او د ماښام پر مهال بېرته د خپل مالک خېمې ته ستنېږي او شپه هلته تېروي.

خان آغا او د هغه ملګرو ته د دې سخت کار په بدل کې هر یوه ته میاشتنۍ ۲۵ زره پاکستانۍ کلدارې مزدوري ورکول کېږي. خان آغا وایي چې د مالدارۍ مسلک د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی دی. هغه زیاتوي چې ټوله ورځ له څارویو سره په څړځایونو کې تېروي او له هغوی سره یو ځای وي.

د هغه په وینا، څاروي د انسانانو په څېر یوازې هغه وخت ارام کوي چې نس یې په بشپړه توګه مړ وي؛ نو له همدې امله دوی اړ دي چې په دوامداره توګه له مالونو سره پاتې شي.

له خېمو سره تړلی ژوند؛ د افغان کوچیانو ټولنیز حقیقت

د نور محمد دوه زامن او درې لوڼې له خپلو مور او پلار سره په خېمو کې ژوند کوي. د دوی مشر زوی، سید محمد، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې په افغانستان کې یې د خپل کلي په ښوونځي کې درې کاله زده‌کړې کړې وې، خو درې ـ څلور کاله وړاندې پاکستان ته له کډوالۍ وروسته یې د زده‌کړو لړۍ پرې شوې وه، ځکه دلته ورته منظمې تعلیمي اسانتیاوې نه وې برابرې شوې.

سید محمد وایي چې اوس مهال دیني زده‌کړې کوي، خو د هغه کشر ورور ګل محمد لا هم د ښوونځي د لوستلو هیله لري. نوموړی زیاتوي چې پرله‌پسې کډوالي، اقتصادي ستونزې او د دایمي استوګنې نشتوالي د دې لامل شوي چې دغه هیله یې تر اوسه پوره نه شي.

د نور محمد څلوېښت کلنه مېرمن، مریم بي‌بي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې کله به دوی په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره اوسېدل، د ماشومانو زده‌کړې به منظمې وې او ښوونځي ته به یې لېږل؛ خو په پاکستان، په ځانګړي ډول سوات کې د موسمي استوګنې پر مهال، د ماشومانو تعلیمي بهیر اغېزمن شو او نیمګړی پاتې شو.

د کوچیانو ژوند د ښځو او ماشومانو لپاره نورې جدي ستونزې هم رامنځته کوي. مریم بي‌بي وایي چې د دوامدار سفر او ناڅرګندو حالاتو له امله ډېری وخت نجونې په کم عمر کې ودېږي او د زېږون او نورو طبي اړتیاوو پر مهال لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه وي موجودې.

هغې وویل: «په خېمو کې ژوند د روغتیا، زده‌کړو او لومړنیو بشري اړتیاوو ته لاسرسی په یوه دوامداره او سخته ستونزه بدل کړی دی.»

100%

اقلیمي بدلون او د کوچیانو ستونزې:

د خیبر پښتونخوا د څارویو پالنې او وترنرۍ څانګې د معلوماتو له مخې، په پاکستان او افغانستان کې مېشت افغان کوچیان د اقلیمي بدلون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د هغوی لنډمهالي استوګنځي نور خوندي نه دي او د څارویو لپاره مناسب چاپېریال او طبیعي څړځایونه په څرګند ډول کم شوي دي.

د کارپوهانو په وینا، له ۲۰۰۵ کال وروسته په ورښتونو کې غیرمعمولي بدلون راغلی؛ کله زورور بارانونه کېږي او کله اوږدې وچکالۍ رامنځته کېږي. د همدې وضعیت له امله د څارویو لپاره د خوراکي واښو تولید اغېزمن شوی دی.

د واښو کمښت، شدیدې تودوخې او د اوبو نشتوالي د څارویو تولیدي وړتیا راکمه کړې، د ناروغیو کچه یې لوړه کړې او د کوچیانو دودیز ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د تړلو لارو او اقلیمي بدلون اغېزې:

پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو څخه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

۴۱کلن افغان کوچی، ګل رحمان، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي چې په تېرو څو کلونو کې د اقلیمي بدلون اغېزې په څرګند ډول زیاتې شوې دي، چې له امله یې په څارویو کې د بېلابېلو ناروغیو کچه هم لوړه شوې ده.

هغه وایي چې تېر کال د یوې ناڅرګندې ناروغۍ له امله له سلو څخه ډېر څاروي ترې مړه شول، چې درانه مالي زیانونه یې ورته واړول. د هغه په خبره، دا ستونزه له څو کلونو راهیسې روانه ده او هر کال څاروي په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

ګل رحمان شکایت کوي چې حکومت د کوچیانو لپاره د وترنرۍ اسانتیاوو یا طبي مرستو کوم ځانګړی نظام نه لري. له همدې امله دوی اړ کېږي چې د څارویو د درملنې لپاره له خپلو امکاناتو کار واخلي او له بازارونو درمل واخلي. ځینې وختونه بیا له دودیزو او کورنیو طریقو هم ګټه اخلي.

د هغه په وینا، د څارویو د ناروغیو یوه لویه وجه ککړې او غیر صحي اوبه دي، ځکه د کوچیانو د تګ راتګ پر مهال څاروي له لارو سره نږدې له ولاړو حوضونو او ناامنه اوبو څخه استفاده کوي، چې دا د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو سبب ګرځي.

100%

ایا دودیزه کوچېدنه د اقلیم په بدلون کې مرسته کولی شي؟

د کارپوهانو په وینا، که کوچیانو ته له خپلو څارویو سره د دودیز سفر اجازه ورکړل شي، نو د اقلیمي بدلون منفي اغېزې تر ډېره کمېدای شي.

د موسمونو له بدلون سره سم د بېلابېلو سیمو پر لور کوچېدنه د کوچیانو له پېړیو پخوانی دود دی، چې د څړځایونو د اغېزمن استعمال او د څارویو د بقا لپاره مهم رول لري.

د کوچیانو ټولنې ته د غوره اسانتیاوو د برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د خیبر پښتونخوا د څارویو پالنې ادارې څه موده وړاندې یو جامع څېړنیز راپور بشپړ کړی و. په دې څېړنه کې د څارویو شمېر، د شپنو او د هغوی د کورنیو نفوس، د موسمي سفر وختونه، د استوګنې ځایونه، څړځایونه او د دودیزې کوچېدنې لارې په نښه شوې وې.

خو د دې څېړنې سره سره عملي ګامونه محدود پاتې شوي دي. په شمالي سیمو کې یوازې په څو ځایونو کې ګرځنده وترنري خدمتونه او د درملو رسونه ترسره شوې، په داسې حال کې چې نورې سپارښتنې تر اوسه نه دي عملي شوې.

کارپوهان او سیمه‌ییز استازي وایي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي وضعیت له امله کوچیان له لا زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي. د هغوی په وینا، له یوې سیمې بلې ته او یا هم د ډیورند کرښې هاخوا تګ راتګ د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی، چې له امله یې د دې دودیز ژوند له طرز سره تړلي خلک ورو ورو کمېږي.

د کوچیانو د ستونزو د حل او د هغوی د هوساینې لپاره کارکوونکو ملي او نړیوالو ادارو، لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او شارپ، ته پکار ده چې لا اغېزمن او عملي رول ولوبوي.

په جنوبي وزیرستان کې د پولیسو د حوزې د مشر په ګډون ۶ پولیس تښتول شوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۴ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۱
په جنوبي وزیرستان کې د پولیسو د حوزې د مشر په ګډون ۶ پولیس تښتول شوي
100%

د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ په سراروغه علاقدارۍ کې نامعلومو وسله‌والو د پولیسو د یوه افسر (ایس ایچ او) احمد شاه په ګډون شپږ پولیس سرتېري تښتولي دي.

د ولسوالۍ د امنیه قوماندان په وینا، دغه پولیس د یوې چاودنې له سیمې څخه تر لیدنې وروسته د ستنېدو پرمهال تښتول شوي دي.

د پولیسو سرچینو ویلي چې په لاره کې وسله‌والو مخکې له مخکې سړک تړلی و. وسله‌والو د پولیسو موټر درولی او وروسته یې ایس ایچ او او د هغه نور ملګري تښتولي دي.

پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د تښتول شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

تر اوسه د تښتول شویو پولیسو د تښتونې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.