سېنټکام: د ایران د پوځي څار، مخابراتي او بېپیلوټه الوتکو اړوند تاسیسات مو په نښه کړي

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو «د اعلی سرقوماندان په امر په ایران کې پر څو هدفونو نور بریدونه هم ترسره کړي دي».

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو «د اعلی سرقوماندان په امر په ایران کې پر څو هدفونو نور بریدونه هم ترسره کړي دي».
دغې قوماندانۍ د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، وروسته له هغې چې متحده ایالاتو پرون (جمعه) د ایران لهخوا پر اېم/وي اور لاولي (MV Our Lovely) بېړۍ د برید په غبرګون کې عملیات ترسره کړل، ایران ته فرصت ورکړل شو چې د اوربند هوکړې ته ژمن پاتې شي. خو کله چې د امریکا په ختیځ وخت سهار ۴:۳۰ بجې ځواکونو یې د اېم/ټي کیکو (MT Kiko) نفتلېږدوونکې بېړۍ پر لور یوه ځانمرګۍ بېپیلوټه الوتکه وتوغوله، نو دغه فرصت یې له لاسه ورکړ.
په اعلامیه کې راغلي، دغه بېړۍ چې د پاناما بیرغ یې په سر نصب وو، هرمز تنګي ته نږدې د څه باندې دوه میلیونه بېرلو خامو تېلو په لېږد بوخته وه.
سېنټکام زیاته کړې: «د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو نن د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د دوامداره بریدونو په مستقیم غبرګون کې عملیات ترسره کړل. امریکایي جنګي الوتکو د ایران د پوځي څار بنسټونه، مخابراتي سیسټمونه، د هوايي دفاع مرکزونه، د بېپیلوټه الوتکو د زېرمه کولو تاسیسات او د سمندري ماینونو د اېښودلو وړتیاوې په نښه کړې دي».
سېنټکام ټینګار کړی، چې «د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ دوام لري» او زیاته کړې یې ده: «امریکایي ځواکونه هوښیار، ځواکمن او هر ډول اقدام ته بشپړ چمتو دي».