• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین په دوو سیمو کې د روسي ډرون بریدونه؛ درې کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۰ GMT+۱

د اوکرایني چارواکو په وینا، د روسیې د ډرون بریدونو په ترڅ کې د دغه هېواد په دنیپروپېتروفسک او سومي سیمو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د اوکراین سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ د روسیې ډرون بریدونو په پایله کې د دغه هېواد په جنوب ختیځ دنیپروپېتروفسک سیمه او د شمال ختیځ سومي سیمه کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د دنیپروپېتروفسک سیمه‌ییز والي اولېکساندر هانژا په ټیلیګرام کې ویلي چې په نیکوپول ښار کې د روسي ډرون برید پر مهال د یوه کوچني بس سپرلۍ دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

نیکوپول ښار، چې د دنیپرو سیند پر غاړه د روسیې تر ولکې لاندې د زاپروژیا اټومي بټۍ په مقابل لوري کې موقعیت لري، د چارواکو په وینا په پرله‌پسې ډول د روسي بریدونو هدف ګرځي.

په همدې حال کې د سومي سیمه‌ییز والي اولېه هریهوروف ویلي چې د روسي ډرون یو برید د دې سیمې په یوه کلي کې یو سړی وژلی دی. دغه سیمه د روسیې له پولو سره پرته ده او نږدې هره ورځ د بریدونو هدف ګرځي.

د زاپروژیا په جنوب ختیځه سیمه کې بیا والي میخایل فېدوروف ویلي چې د ورځې په اوږدو کې د روسي بریدونو له امله دوه کسان ټپیان شوي او اپارتمانونه هم زیانمن شوي دي.

اوکرایني چارواکي وایي چې دا بریدونه ملکي سیمې په نښه کوي، خو د روسیې له لوري د دغو پېښو په اړه تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري