• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له عربستان څخه د افغان حاجیانو راستنېدنه؛ طالبان وایي دا بهیر د بشپړېدو په حال کې دی

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې له سعودي عربستان څخه هېواد ته د افغان حاجیانو د راستنېدو بهیر د بشپړېدو په حال کې دی. دغه وزارت ویلي، چې د افغان حاجیانو د لېږدولو دغه لړۍ له پلان سره سم په منظم ډول پر مخ روانه ده او ډېر ژر به پای ته ورسېږي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تر اوسه د اریانا افغان او کام‌اېر هوايي شرکتونو د ۸۶ الوتنو له لارې په ټولیزه توګه ۲۶ زره او ۸۷۲ افغان حاجیان په خوندي او منظم ډول د هېواد څلورو زونونو کابل، مزارشریف، هرات او کندهار ته لېږدول شوي دي.

په دغو لېږدول شویو کسانو کې ۱۴ زره او ۹۸۹ حاجیان د جدې له هوايي ډګر څخه د ۴۸ الوتنو او ۱۱ زره او ۸۸۳ نور حاجیان د مدینې منورې له هوايي ډګر څخه د ۳۸ الوتنو په وسیله افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت زیاته کړې، چې اوسمهال په مدینه منوره کې شاوخوا ۳ زره او ۱۲۸ افغان حاجیان پاتې دي، چې هېواد ته د هغوی د لېږدولو لړۍ هم پیل شوې ده. د طالبانو د دغه وزارت د پلان له مخې، تمه کېږي چې د دغو پاتې حاجیانو د لېږدولو پروسه تر راتلونکې چهارشنبې پورې په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.

د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو دغه بهیر د تېرې ذوالحجې میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شوی وو، چې د روان هجري قمري کال د حج د مناسکو له ادا کولو وروسته ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې سږکال شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان د حج مناسکو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

ترویج لرونکی

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی
۱

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۲

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۳

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۴

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۵

۴۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه وغندل

•
•
•

نور کیسې

مقاومت جبهې تاجکستان ته د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې مبارکي وویله

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱
مقاومت جبهې تاجکستان ته د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې مبارکي وویله
100%

د مقاومت جبهې د تاجکستان د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې په مناسبت د دې هېواد ولسمشر امام‌علي رحمان او ملت ته یې مبارکي ویلې ده. دغې جبهې په همدې تړاو په یوې اعلامیې کې دغه ورځ په تاجکستان کې د یوې تاریخي روغې جوړې او د تلپاتې ثبات، امنیت او بې‌ساري پرمختګ پیل بللی دی.

دغې جبهې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په همدې تړاو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د تاجکستان د تلپاتې سولې او ملي یووالي ۲۹ کلن دوام د دغه هېواد د رهبرۍ او ملت د لر لید، ګډ تدبیر او بې‌دریغه سرښندنو روښانه ثبوت دی. د مقاومت جبهې زیاته کړې، چې د تاجکستان خلکو او مشرتابه ثبات د تر ټولو لوړ ارزښت په توګه ساتلی دی.

د مقاومت جبهې په دغې اعلامیه کې د افغانستان د پخواني اسلامي دولت د مشر برهان‌الدین رباني او احمدشاه مسعود یادونه کړې، چې د تاجکستان له ولسمشر امام‌علي رحمان سره یې د سولې په ټینګښت کې مرسته او همکاري کړې وه.

په اعلامیه کې راغلي: «دغو مشرانو د خپلو ملتونو او سیمې د لوړو ګټو په ژور درک کولو سره جګړې ته د پای ټکي اېښودلو لپاره د روغې جوړې او ورورولۍ لاره غوره کړه او نړۍ ته یې د سولې ډیپلوماسۍ یوه تلپاتې بېلګه وړاندې کړه».

دغې جبهې ټینګار کړی، چې په تاجکستان کې سوله، ثبات او پرمختګ د افغانستان د خلکو پر برخلیک او هیلو مستقیم او حیاتي اغېز لري. د مقاومت جبهې د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې د تاجکستان د اصولي دریځ، مرستو او همدردۍ له امله د دغه هېواد له مشرتابه او ملت څخه مننه کړې ده.

د هبت‌الله د فرمانونو تبلیغ؛ طالبانو ننګرهار کې د جوماتونو له امامانو څخه لاسلیکونه اخیستي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱
د هبت‌الله د فرمانونو تبلیغ؛ طالبانو ننګرهار کې د جوماتونو له امامانو څخه لاسلیکونه اخیستي
100%

په ننګرهار کې د طالبانو د حج او اوقافو ریاست په دغه ولایت کې له ملا امامانو، خطیبانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او له ګذر وکیلانو غوښتي، چې د دغې ډلې د مشر د فرمانونو د عملي کولو لپاره هڅې وکړي. یاد ریاست له دیني عالمانو او امامانو په همدې موخه د ژمنې لاسلیکونه هم اخیستي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري د جلال‌اباد ښار په اتو حوزو کې له یادو کسانو سره اصلاحي غونډې ترسره شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو غونډو کې ګډونوالو ته د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د طالبانو د مشر د فرامینو د عملي کېدو، د لمانځه د اقامې، د ناسمو رواجونو، انساني قاچاق او د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو د مخنیوي په اړه لازمې سپارښتنې وشوې. دغه راز په غونډو کې د ښځو د شرعي حقونو د تامین په اړه هم خبرې شوې دي.

په دغو غونډو کې پر ګډونوالو غږ شوی، چې یادې سپارښتنې له عامو خلکو سره شریکې کړي او د عملي کېدو لپاره یې جدي هڅې وکړي. د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دغو لارښوونو د پلي کولو او د دغې ډلې د مشر د احکامو د تعقیب په موخه له ملا امامانو، خطیبانو او له ګذر وکیلانو څخه د ژمنتیا لاسلیکونه هم اخیستي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د جوماتونو له امامانو او قومي مشرانو غوښتي وو، چې د هغوی د حکومت د تګلارو او په ځانګړې توګه د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د پلي کولو لپاره تبلیغ وکړي او له سرغړونکو سره د حساب کتاب خبرداری یې هم ورکړی وو.

په افغانستان کې د برېتانیا پخوانی سفیر: لندن باید طالبان په رسمیت ونه‌پېژني

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
په افغانستان کې د برېتانیا پخوانی سفیر: لندن باید طالبان په رسمیت ونه‌پېژني
100%

افغانستان کې د برېتانیا پخوانی سفیر لوري برېسټو وایي، چې لندن باید طالبان په رسمیت ونه‌پېژني، خو د دې ډلې د لیدلورو د درک کولو لپاره باید ورسره په اړيکه کې وي. هغه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې خبرداری ورکړ، چې له زده کړو څخه د ښځو او نجونو محرومول به بنسټیزې پایلې ولري.

د افغانستان لپاره د برېتانیا پخواني سفیر د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د افغانستان انټرنشنل له خبریالې سمیرا رسا سره له طالبانو سره د برېتانیا د تعامل، د دې ډلې د په رسمیت نه پېژندلو او پر ښځو او نجونو د زده کړو د محدودیتونو د پایلو په اړه مرکه کړې ده.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا برېتانیا له طالبانو سره د تعامل اراده لري که نه، روښانه کړه، چې لندن باید طالبان په رسمیت ونه پېژني، خو په ورته وخت کې د دې ډلې د لیدلورو او تګلارو د ښه درک لپاره باید له هغو سره په اړیکه کې پاتې شي.

برېسټو ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره تعامل د هغوی له سیاستونو سره د موافقې په معنا نه‌دی او زیاته یې کړه: «د برېتانیا حکومت له ډېرو داسې کسانو سره کار کړی چې ورسره موافق نه وو. ځینې یې حکومتونه وو او ځینې یې حکومتونه نه وو. موږ له هغو ټولو کارونو سره چې طالبان یې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې ترسره کوي، موافق نه یو او باید روښانه کړو چې دا اقدامات څه پایلې لري».

دغه پخواني برېتانوي چارواکي همداراز په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، طالبانو په دې کار سره د ټولنې نیمایي کاري ځواک له زده کړو بې برخې کړی دی.

هغه د جنسیتي محدودیتونو پر لرې کولو او د افغان ښځو پر ځواکمنولو د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړه: «موږ باید طالبان قانع کړو، که غواړي هېواد اداره کړي، د ټولنې نیمایي برخه له پامه نشي غورځولی».

لوري برېسټو د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې د الیسن بلیک پر ځای په افغانستان کې د برېتانیا د سفیر په توګه وټاکل شو او د همدې کال د اګسټ په ۲۹مه، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ لږ وروسته بېرته برېتانیا ته ستون شو.

لندن کې د افغان کرېکټ ښځینه لوبډلې سیالۍ؛ تاجکستان کې د افغانستان سفیر دا لوبې ستایلې دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱
لندن کې د افغان کرېکټ ښځینه لوبډلې سیالۍ؛ تاجکستان کې د افغانستان سفیر دا لوبې ستایلې دي
100%

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر د افغان پناه غوښتونکو ښځو د کرېکټ لوبډلې لوبې ستایلي دي. اغبر زیاته کړې، چې د بریتانیا د وسله‌والو ځواکونو له لوبډلې سره په سیالۍ کې د دې لوبډلې هڅې د ستاینې وړ دي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په خبله اېکس‌پاڼه د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې دا لاسته راوړنه په سختو شرایطو او د کډوالۍ په دوران کې د هغوی د قوي ارادې، پرله پسې هڅو او ځلانده استعداد ښکارندی وباله. هغه زیاته کړه، چې دغه بریا او هڅې د هېواد دننه او بهر د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ او سرلوړۍ لامل ګرځي.

اغبر هیله څرګنده کړې، چې دا بریا به په نړیوالو ورزشي ډګرونو کې د افغان ښځو د لا زیات او رنګین حضور لپاره یو پیل او انګېزه شي. هغه د دې هڅاندې لوبډلې غړو ته په خپلو راتلونکو ورزشي سیالیو کې د لا زیاتو بریاوو، عزت او سرلوړۍ هیله وکړه.

د افغان پناه غوښتونکو نجونو د کرېکټ دغه لوبډله د طالبانو له واکمنېدو او د ښځو پر وړاندې له محدودیتونو وروسته له هېواده وتلې وه. اغبر په داسې حال کې د دې لوبډلې ستاینه کوي، چې په هېواد کې د ننه پر ښځو د ورزش په ګډون ډېر نور بندیزونه لګول شوي دي.

د میلیونونو محرومو ښځ غږ؛ لوبغالي ته د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبډلې تاریخي ستنېدل | افغانستان انټرنشنل پښتو

د راپورونو له مخې، د افغان پناه غوښتونکو ښځینه کرېکټ لوبډلې بریتانیا ته د خپل تاریخي سفر په ترڅ کې له پاچا چارلز درېیم سره وکتل او په کمبرېج کې یې دوه نمایشي لوبې ترسره کړې. په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې د بریتانیا د وسله والو ځواکونو له ښځینه لوبډلې سره لوبه وکړه، چې په کې د بریتانیا لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان ۱۴۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې د ۵۲ منډو په توپیر دا لوبه وبایلله.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان دې د تمدن ټلوېزیون نیول شوي کارکوونکي خوشې کړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱
د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان دې د تمدن ټلوېزیون نیول شوي کارکوونکي خوشې کړي
100%

د افغانستان د خبریالانو مرکز د تمدن خصوصي ټلوېزیون د مسوول مدیر محمد رحمتي او کارکوونکي محمدرضا احسان نیول کېدل غندلي دي. دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې نیول شوي کسان بې له کوم شرطه خوشې کړي او د دغې رسنۍ د بیا پرانیستلو اجازه ورکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن شنبه، د جنګاښ پر ۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې محمد رحمتي او محمدرضا احساني د محکمې له حکم او د تورونو له اعلان پرته د طالبانو د عدلیې وزارت په امر نیول شوي او اوس په انفرادي بند کې ساتل کېږي.

د تمدن ټلوېزیون یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې دغه دوه کارکوونکي وروسته له هغې ونیول شول چې په ټولنیزو پاڼو کې د رسنۍ د تړلو خبر خپور شو.

تمدن ټلوېزیون د جنګاښ په دویمه نېټه د طالبانو د عدلیې وزارت د وسلوالو له لوري وتړل شو او د دغې رسنۍ د مشر محمد جواد محسني په وینا، وسله والو کسانو د هغوی تخنیکي وسایل هم ضبط کړي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د تمدن ټلوېزیون د تړلو او د هغوی د کارکوونکو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي. د یادولو وړ ده چې د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې هم د طالبانو امنیتي ځواکونو پر دغه ټلوېزیون برید کړی و او د کارکوونکو له سپکاوي وروسته یې ځینې وسایط هم له ځان سره وړي وو.

طالبانو وړاندې ادعا کړې وه چې تمدن ټلوېزیون د «افغانستان د اسلامي حرکت» په نوم د لغوه شوي ګوند پورې تړاو لري او د دغه هېواد د قوانینو له مخې د سیاسي ګوندونو رسنۍ د فعالیت حق نه لري.

خو د تمدن ټلوېزیون مشر محمد جواد محسني دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دغې رسنۍ بنسټ اېښودونکی محمد اصف محسني د طالبانو تر واکمنۍ دوه کاله وړاندې مړ شوی و او له سیاسي فعالیتونو یې لاس اخیستی و. هغه زیاته کړې چې د ځمکې د ملکیت په اړه د هغوی حقوقي دعوه لا هم په ځانګړې محکمه کې تر څېړنې لاندې ده او وروستۍ پرېکړه یې نه ده شوې.