د نورستانیانو قومي شورا مسوولانو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۷مه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د نورستان سیمهییز مسوولان دې د دغه ولایت د سیاحت لپاره یو منظم، روښانه او قانوني میکانیزم جوړ کړي، څو د سیلانیانو تګ راتګ د امنیتي، اداري او کلتوري معیارونو له مخې تنظیم شي.
د قومي شورا غړو ټینګار کړی چې نورستان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې ځانګړی طبیعي جوړښت، لرغونی کلتور او حساس ټولنیز ارزښتونه لري، له همدې امله د سیاحت پراختیا باید د داسې اصولو پر بنسټ وي چې هم د ځايي خلکو عزت، دودونه او کلتوري حریم خوندي کړي او هم د راغلو سیلانیانو لپاره روښانه لارښوونې او مسوولیتونه مشخص کړي.
د دوی په وینا، سیاحت د کلتوري تبادلې بهیر دی او سیلانیان باید د سیمې د دودونو، ټولنیزو ارزښتونو، حساسیتونو او محلي قواعدو په اړه مخکې له مخکې عامه پوهاوی ترلاسه کړي.
هغوی زیاتوي چې د کلتوري پوهاوي نشتوالی ځینې وخت د ناسمو چلندونو، شخړو او امنیتي پېښو لامل ګرځي.
قومي مشرانو دغه راز غوښتنه کړې چې طالبان باید د سیاحت د تنظیم لپاره داسې چوکاټ رامنځته کړي چې د جواز ورکولو سیستم، د وسلو کنټرول، د سیلانیانو ثبت او د هغوی د تګ راتګ نظارت پکې شامل وي، څو د احتمالي امنیتي پېښو مخه ونیول شي.
د دوی په باور، د سیلانیانو او ځايي اوسېدونکو دواړو د حقونو او شتمنیو خوندي کول اساسي اړتیا ده.
قومي مشران ټینګار کوي چې د سیاحتي فعالیتونو پر مهال باید د عامه نظم ساتنه، د شخصي ملکیتونو درناوی او د چاپېریالي زیانونو مخنیوی تضمین شي، ځکه د بېنظمۍ په صورت کې نه یوازې د خلکو ژوند او مال ته خطر پېښېږي، بلکې د نورستان د سیاحت اوږدمهاله اعتبار هم زیانمنوي.
دغه غوښتنې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د تېر لوی اختر په ورځو کې د نورستان په مرکز پارون اړوند اشټیوي کلي کې د سیلانیانو د هوایي ډزو له امله یو کس وژل شوی و.
د راپورونو له مخې، هغه مهال په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو ښودله، چې ځینې سیلانیان په پارون کې هوايي ډزې کوي او د ډزو غږونه له بېلابېلو سیمو اورېدل کېږي.
که څه هم د طالبانو سیمهییزو مسوولانو په تېر اختر کې ویلي وو چې سیلانیان باید د داخلېدو پر مهال خپلې وسلې وسپاري، خو د راپورونو له مخې دغه شرط په بشپړ ډول عملي نه شو، چې له امله یې د قومي شورا اندېښنې لا زیاتې شوې دي.