د جوزجان – فاریاب پر لویه لاره ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

د طالبانو د جوزجان ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د جوزجان–فاریاب پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د طالبانو د جوزجان ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د جوزجان–فاریاب پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د طالبانو د جوزجان ولایت امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په اوومه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د «لوکسل» او «سراچه» ډوله دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
طالبانو د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او له ټاکلي حد څخه زیات سرعت بللی دی.
په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړوي. د سړکونو خراب وضعیت، د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، غیرمجاز سرعت او د ترافیکي قوانینو نه مراعات د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د پولیسو پخوانی قوماندان محمدحسین د هرات ښار د هوايي ډګر پر سړک په یوه وسلهوال برید کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د یکشنبې ورځې ماښام، د چنګاښ په اوومه، رامنځته شوې او د برید پر مهال د نوموړي مېرمن هم ټپي شوې ده.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، محمدحسین له خپلې کورنۍ سره په یوه ریکشا کې روان و، چې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري پرې ډزې وشوې. سرچینې وایي، نوموړی په همدې برید کې ووژل شو، خو مېرمن یې ټپي شوې ده.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې یا کس پر غاړه نه دی اخیستی او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
محمدحسین د پخواني جمهوري نظام پر مهال د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د پولیسو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه او د غور د پخواني والي، محمدابراهیم ملکزاده، له نږدې او مخکښو قوماندانانو څخه ګڼل کېده.
هغه د جمهوري نظام د وروستیو میاشتو پر مهال د غور په شهرک ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونونو د ځواکونو مشري هم کوله. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نوموړی په هرات ولایت کې مېشت و.
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت، ویلي چې ایران د خپل جغرافیایي موقعیت، صنعتي بنسټونو او تخنیکي وړتیاوو له مخې کولای شي د افغانستان د کانونو د پراختیا په برخه کې د دې هېواد له مهمو شریکانو څخه شي.
سیادت د یکشنبې په ورځ د فارس خبري اژانس ته وویل، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کانونو پراخې زېرمې لري، او ایران د خپل تخنیکي ظرفیت، ازادو اوبو ته د لاسرسي او پرمختللو صنعتي بنسټونو له امله د کانونو په برخه کې د همکارۍ لپاره مناسب فرصت لري.
د هغه په وینا، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې د کانونو د همکارۍ پلان پر دوو اساسي محورونو ولاړ دی؛ لومړی، افغانستان ته د کانونو اړوند د تخنیکي، انجنیرۍ خدمتونو او تجهیزاتو صادرول، او دویم، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي ځنځیر رامنځته کول.
سیادت وویل، ایران د کانونو د سپړنې، ځمکپېژندنې، برمې وهلو او استخراج په برخو کې د پام وړ تخنیکي وړتیاوې لري او کولای شي افغانستان ته اړین ماشینونه، تجهیزات او مسلکي روزنې د لوېدیځو ټکنالوژیو په پرتله په ټیټه بیه برابرې کړي.
هغه همداراز وړاندیز وکړ چې معدني مواد دې په افغانستان کې استخراج شي، خو د پروسس یوه برخه دې یې په ایران، په ځانګړي ډول د سرحدي ازادو سیمو په صنعتي مرکزونو کې ترسره شي. د نوموړي په باور، دا تګلاره به له یوې خوا افغانستان سره د خامو موادو د صادراتو په کمولو او د عوایدو په زیاتولو کې مرسته وکړي او له بلې خوا به د ایران د معدني صنعت اړتیاوې هم پوره کړي.
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر د چابهار او بندرعباس بندرونو له لارې د افغانستان د معدني محصولاتو صادرات هم د دواړو هېوادونو په ګټه وبلل او ویې ویل، ایران باید یوازې د افغانستان په کانونو کې د نورو هېوادونو حضور ته ننداره ونه کړي.
تر دې مخکې د ایران دولتي فارس خبري اژانس د تېر کال د غویي په میاشت کې راپور ورکړی و چې ایران غواړي د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارده ډالره پانګونه وکړي.
افغانستان د مسو، اوسپنې، لیتیم، سرو زرو او نادرو معدني عناصرو سترې زېرمې لري، خو د ناامنۍ، د بنسټیزو اسانتیاوو کمښت، د انرژۍ ستونزو او د پانګونې محدودیتونو له امله د کانونو د سکټور پراختیا لا هم له جدي خنډونو سره مخ ده.
د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ ملکي روغتون ډاکټران وايي، پر دغه ولایت د پاکستان د هوايي بمباریو له امله تر اوسه څه باندې ۴۰ ټپيان د دوی روغتون ته وروړل شوي دي. د دغو ډاکټرانو په وینا، د ډېریو ټپيانو روغتیايي وضعیت ډېر نازک وو او د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
پاکستان د یکشنبې په نیمه شپه شاوخوا یوه بجه پر کونړ او پکتیکا له بریدونو سربېره د پکتیا پر څمکنیو ولسوالۍ هوايي بریدونه کړي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي، په دې بریدونو کې یې وسلهوال په نښه کړي، خو د څمکنیو ولسوالۍ روغتون ډاکټران وايي، ډېری ټپيان په ملکي جامو کې وو او اکثریت یې ځوانان، ماشومان او ښځې دي.
د څمکنیو ولسوالۍ د روغتون یو متخصص ډاکټر نوروز وايي: «کله چې بمبار وشو، موږ روغتون ته ځانونه راورسول. د ټپیانو شمېر تر ۴۰ اوړي. اکثریت یې په ملکي لباس کې وو، ځوانان، ماشومان او زنانه وې. ځينې بستر شوي دي».
هغه وايي، د یو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعیت ډېر نازک وو او د ښې درملنې په موخه د پکتیا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او زیاتوي: «یو شمېر کېسونه چې اورتوپیدي او جراحي صدري وو، هغوی ګردیز ته د امبولانس په وسیله انتقال شوي دي».
خو لا تر اوسه پر پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د اوښتې مرګژوبلې په تړاو څه نهدي ویل شوي.
طالبانو لا تر اوسه د پاکستان د دغو بریدونو په تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وایي چې ایالتي حکومتونو ته یې لارښونه کړې، چې د روان کال د جولای له ۱۰مې نېټې څخه به په پاکستان کې هغه افغان وګړي نيول کيږي چې د استوګنې قانوني اسناد ونه لري او یا یې هم د ويزې موده تېره شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ (جون پر ۲۸م) خپره کړې اعلامیه کې وويل، چې د ۲۰۲۶ کال د جون په لومړۍ نېټه د کورنیو چارو وزارت د سکرتر په مشرۍ د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان ته د بیاکتنې په اړه غونډه او پرېکړې شوې وې.
د اعلامیې له مخې، په ياده غونډه کې ټولو ایالتي حکومتونو، د ځانګړو سیمو حکومتونو او د اسلام اباد د مرکز ادارې ته لارښوونه شوې وه چې د افغان وګړو، په شمول د هغو کسانو چې د ویزې موده یې تېره شوې وي، بېرته ستنول او شړل ګړندي کړي او د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان د جدي پلي کېدو ډاډ ترلاسه کړي.
په اعلامیه کې زیاته کړل شوه، «چې د ۲۰۲۶م کال د جولای له ۱۰مې نېټې څخه به هر هغه افغان وګړی چې په پاکستان کې د معتبرې ویزې پرته وموندل شي، سمدستي ونیول شي».
همداراز په اعلامیه کې وويل شو، «چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۱مې نېټې څخه به په ورځني ډول د هغو افغان وګړو د شمېر په اړه چې بې له ویزې موندل شوي، د هغوی په وړاندې د شوي اقدام او د هغوی د اوسني حالت په اړه ورځنی راپور دغه وزارت ته وړاندې شي».
سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، پاکستاني جېټ الوتکې پر کونړ، پکتیا او پکتیکا له بریدونو سربېره د ننګرهار پر فضا هم ګرځي. د سرچینو په وینا، د پاکستان دغه جېټ الوتکې ډېرې ټېټې ګرځي او د سیمې اوسېدونکي یې سخت وېرولي دي.
سرچینو زیاته کړې، لا تر اوسه پر ننګرهار د پاکستان د هوايي بمباریو څه راپور نهدی ورکړل شوی، خو ځايي خلک وايي، د تېښتې لاره نهلري، ځکه جېټ الوتکې ډېرې ټيټې ګرځي او د په نښه کېدو وېره ډېره ده.
پاکستان د یکشنبې په نیمه شپه نږدې یوه بجه (د چنګاښ ۷مه) پر کونړ، پکتیا او پکتیکا د بریدونو مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې په دې بریدونو کې یې ۲۹ وسلهوال وژلي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی.
د طالبانو او روسیې تر منځ د نظامي- تخنیکي همکاریو له لاسلیک وروسته د طالبانو دفاع وزیر ویلي وو، چې تر دې وروسته پاکستان پر افغانستان د برید جرات نهشي کولی، خو د یادې هوکړې له لاسلیک وروسته دا د پاکستان دویم برید دی چې پر افغانستان یې ترسره کوي.
د طالبانو د دفاع وزیر له ګواښ وروسته پر افغانستان د پاکستان په لومړي برید کې د ذبیحالله مجاهد په وینا، ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین ږیری وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ نور ټپيان شوي وو.