په کندهار کې یوې ښځې خپل پخوانی خاوند په ډزو وژلی دی

له کندها څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یوې ښځې تر لفظي شخړې وروسته پر خپل پخواني خاوند ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.

له کندها څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یوې ښځې تر لفظي شخړې وروسته پر خپل پخواني خاوند ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.
سرچینو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د کندهار ښار د ۹ مې حوزې اړوند لو ویالې په سیمه کې یوې ښځې خپل خاوند په ډزو وواژه.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، وژل شوی کس د ښځې پخوانی خاوند و، چې له طلاق وروسته سره جلا شوي وو.
په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ځايي خبریالانو ته ویلي چې تورنه ښځه نیول شوې او هغې طالبانو ته منلي چې پخواني خاوند یې له جلا کېدو وروسته هم ورته مزاحمتونه کول.
طالبانو د ښځې او وژل شوي کس هویت پټ ساتلی او وايي، د یادې پیښې په اړه نورې پلټنې کوي.

د طالبانو رییس الوزرا ملاحسن اخوند د یو حکم له مخې، د مولوي احسان الله حسان په نامه یو دیني عالم د باختر دولتي خبري اژانس د نوي رییس په توګه ټاکلی. نوموړی د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۷مه د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د معیین قدرت الله جمال له لوري کارکوونکو ته معرفي شو.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د خبر له مخې، په دې مراسمو کې مولوي قدرتالله جمال باختر خبري اژانس د نورو رسنیو لپاره یوه معتبره او د باور وړ خبري سرچینه وبلله.
مولوي احسانالله حسان تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر د رییس په توګه کار کاوه.
طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې په افغانستان کې رسنۍ سانسور کړې او معلوماتو ته لاسرسی یې محدود کړی دی.
طالبانو د باختر اژانس نوي مشر ټاکل کېدو او معرفي کېدو د غونډې انځورونه نه دي خپاره کړي او یوازې یې د مېز او څوکۍ انځورونه خپاره کړي دي.
د طالبانو د امربالمعروف د قانون له مخې د ساکښو انځورونو خپرول حرام دي.
د فرانسې د عامې روغتیا ادارې ویلي، چې د اروپا د ګرمۍ بېسارې څپې له امله په دغه هېواد کې شاوخوا زر اضافي مړینې ثبت شوې دي او خبرداری یې ورکړی چې ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.
ادارې د یکشنبې په ورځ په خپل لومړني راپور کې ویلي، ډېری مړه شوي عمرخوړلي کسان دي او اټکل کېږي چې د زړو په پالنځایونو او کورونو کې د مړینو د معلوماتو له بشپړېدو سره به د مړینو شمېر نور هم زیات شي.
اروپا د جون له شلمې نېټې راهیسې د ګرمۍ سختې څپې سره مخ ده، چې د لسګونو کسانو د مړینې، د تودوخې د ریکارډونو د ماتېدو، د برېښنا د تولید د ګډوډېدو او د بنسټیزو تاسیساتو د زیانمنېدو لامل شوې ده.
ساینسپوهانو ویلي، دا د اروپا په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو سخته ګرمۍ ده، ځکه د دې وچې اقلیم د نړۍ د منځنۍ کچې په پرتله په چټکۍ سره بدلېږي.
که څه هم د فرانسې د هوا پوهنې ادارې ویلي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې د سختې ګرمۍ شدت کم شوی، خو د هېواد په شمال ختیځ کې ځینې سیمې لا هم د ګرمۍ تر خبرداري لاندې دي.
د فرانسې د روغتیا وزیرې سټیفاني ریست ویلي چې د دې ګرمۍ روغتیايي اغېزې ښايي د هوا له سړېدو وروسته هم تر لسو ورځو دوام وکړي.
د عامې روغتیا ادارې د معلوماتو له مخې، ډېری مړینې د ۶۵ کلونو او له هغه پورته عمر لرونکو کسانو کې ثبت شوې، خو سختې ګرمۍ د ټولنې د ټولو عمرونو خلکو پر روغتیا منفي اغېزې کړې دي.
په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو له مرستیالانو سره په ناسته کې، هغوی ته د اطاعت، همغږۍ، له خلکو سره د ښه چلند کولو سپارښتنې کړې دي. نوموړي د ولسوالیو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د ځوانانو د افکارو پر جوړولو کار وکړي.
په کندهار کې د طالبانو رسنیز دفتر یکشنبې په ورځ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا شیرین د دغه ولایت د ۱۹ ولسوالیو د ولسوالانو له مرستیالانو سره په ناسته کې پر اطاعت او له خلکو سره پر ښه چلند کولو ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې د ملا شیرین له قوله لیکل شوي:«زه په دغه ولایت کې د امیرالمومنین استازی یم، همداسې تاسو او د ولسوالیو ولسوالان زما او د هغه استازي یاست. نو در سپارل شوي مسولیتونه په ښه توګه ادا کړئ».
همدارنګه نوموړي د ولسوالیو مرستیالانو ته سپارښتنه کړې، چې د ځوانانو د افکار پر جوړولو کار وکړي.
ملا شیرین زیاته کړې:«مه پرېږدئ چې ځوانان مو د پردیو خلکو ښکار شي».
نوموړي پر داسې مهال پر اطاعت او د ځوانانو د افکارو پر جوړولو ټینګار کړی چې وړاندې هم په ډېرو نورو ولایتونو کې هم د یادې ډلې د مشر د فرمانونو د عملي کېدو او د اطاعت په اړه ګڼې غونډي او سیمینارونه جوړ شوي.
د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې له پیل څخه د روان کال د غویي میاشتې تر پایه د هرات-خواف ریل پټلۍ له لارې ټولټال یو میلیون او ۱۲ زره ټنه صادراتي او ترانزیټي توکي افغانستان ته لېږدول شوي، چې له دې ډلې۶۰۶ زره ټنه ایراني سمنټ دي.
د افغانستان د ریل پټلۍ کنسرسیوم اجرایه رییس ویلي چې د هرات- خواف اورګاډي کرښې له لارې افغانستان ته د تېرو څه باندې دوو کلونو د صادراتو ۶۰ سلنه برخه سمنټ وو.
مصطفی رضایي د ایران ایرنا خبري اژانس ته ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې له پیل څخه د روان کال د غویي میاشتې تر پایه، ټولټال یو میلیون او ۱۲ زره ټنه صادراتي او ترانزیټي توکي افغانستان ته لېږدول شوي، چې له دې جملې څخه ۶۰۶ زره ټنه یې د ایران د دویم ډول ودانیزو سمنټو صادرات وو.
هغه وویل، چې له سمنټو وروسته د اوسپنې محصولات د صادراتو ۱۱ سلنه، ډیزل او سپک او درانه هایدروکاربنونه ۱۰ سلنه او کاشي او بوره هر یو شاوخوا ۵ سلنه برخه جوړوي.
رضایي زیاته کړې چې له یو میلیون او ۱۲ زره ټنه سوداګریزو توکو څخه ۸۰ سلنه د ایران صادرات وو او پاتې ۲۰ سلنه له متحده عربي اماراتو، روسیې، ترکیې او چین څخه افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.
د هغه په وینا، د روان کال په پسرلي کې هره میاشت له ۱۰۰ زره ټنو څخه زیات توکي د خواف–هرات د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
تېر کال د خواف–هرات په پوله د ریل له لارې د سوداګرۍ ټول حجم ۷۰۰ زره ټنه و.
یاد شوي صادراتي او ترانزیټي توکي د افغانستان د شاوخوا ۱۰۰ سوداګرو، صنعتکارانو او پېژندل شویو کاروباري کسانو له لارې افغانستان ته صادرېږي یا ترانزیټ کېږي او همدوی په افغانستان کې د دغو توکو اصلي عرضه کوونکي ګڼل کیږي.
د نورستانیانو قومي شورا وايي، طالبان دې د هغو سیلانیانو مخه ونیسي، چې دغه ولایت ته د سیل او سیاحت لپاره له وسلو سره داخلیږي. د یادې شورا په وینا، ځینې سېلانیان د ځايي خلکو کروندې وېجاړوي او د طالبانو اداره باید دوی ته ځایونه مشخص کړي.
د نورستانیانو قومي شورا مسوولانو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۷مه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د نورستان سیمهییز مسوولان دې د دغه ولایت د سیاحت لپاره یو منظم، روښانه او قانوني میکانیزم جوړ کړي، څو د سیلانیانو تګ راتګ د امنیتي، اداري او کلتوري معیارونو له مخې تنظیم شي.
د قومي شورا غړو ټینګار کړی چې نورستان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې ځانګړی طبیعي جوړښت، لرغونی کلتور او حساس ټولنیز ارزښتونه لري، له همدې امله د سیاحت پراختیا باید د داسې اصولو پر بنسټ وي چې هم د ځايي خلکو عزت، دودونه او کلتوري حریم خوندي کړي او هم د راغلو سیلانیانو لپاره روښانه لارښوونې او مسوولیتونه مشخص کړي.
د دوی په وینا، سیاحت د کلتوري تبادلې بهیر دی او سیلانیان باید د سیمې د دودونو، ټولنیزو ارزښتونو، حساسیتونو او محلي قواعدو په اړه مخکې له مخکې عامه پوهاوی ترلاسه کړي.
هغوی زیاتوي چې د کلتوري پوهاوي نشتوالی ځینې وخت د ناسمو چلندونو، شخړو او امنیتي پېښو لامل ګرځي.
قومي مشرانو دغه راز غوښتنه کړې چې طالبان باید د سیاحت د تنظیم لپاره داسې چوکاټ رامنځته کړي چې د جواز ورکولو سیستم، د وسلو کنټرول، د سیلانیانو ثبت او د هغوی د تګ راتګ نظارت پکې شامل وي، څو د احتمالي امنیتي پېښو مخه ونیول شي.
د دوی په باور، د سیلانیانو او ځايي اوسېدونکو دواړو د حقونو او شتمنیو خوندي کول اساسي اړتیا ده.
قومي مشران ټینګار کوي چې د سیاحتي فعالیتونو پر مهال باید د عامه نظم ساتنه، د شخصي ملکیتونو درناوی او د چاپېریالي زیانونو مخنیوی تضمین شي، ځکه د بېنظمۍ په صورت کې نه یوازې د خلکو ژوند او مال ته خطر پېښېږي، بلکې د نورستان د سیاحت اوږدمهاله اعتبار هم زیانمنوي.
دغه غوښتنې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د تېر لوی اختر په ورځو کې د نورستان په مرکز پارون اړوند اشټیوي کلي کې د سیلانیانو د هوایي ډزو له امله یو کس وژل شوی و.
د راپورونو له مخې، هغه مهال په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو ښودله، چې ځینې سیلانیان په پارون کې هوايي ډزې کوي او د ډزو غږونه له بېلابېلو سیمو اورېدل کېږي.
که څه هم د طالبانو سیمهییزو مسوولانو په تېر اختر کې ویلي وو چې سیلانیان باید د داخلېدو پر مهال خپلې وسلې وسپاري، خو د راپورونو له مخې دغه شرط په بشپړ ډول عملي نه شو، چې له امله یې د قومي شورا اندېښنې لا زیاتې شوې دي.