طالبانو د چورلکې پرېوتو د پېښې له امله له سعودي عربستان سره خواخوږي ښودلې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د یوې چورلکې د پرېوتو په پېښه کې د ۱۴ کسانو پر مړینه له ریاض سره خواخوږي ښودلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د یوې چورلکې د پرېوتو په پېښه کې د ۱۴ کسانو پر مړینه له ریاض سره خواخوږي ښودلې ده.
د یاد وزارت ویاند قهار بلخي پر خپل اېکس د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د سعودي عربستان له حکومت، خلکو او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره په دې دردناکه پېښه ژوره خواخوږي ښيي.
طالبانو د قربانیانو لپاره د رحمت او مغفرت دعا کړې او د هغوی کورنیو ته یې د صبر او زغم غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د هلمندولایت د فرعي ګمرکاتو ریاست وايي، د تېرې یوې اونۍ په لړ کې یې په مرکز لښکرګاه، ګرمسېر او بهرامچې ولسوالیو کې له پاکستان نه د ۲۰ زره او ۲۶۶ کیلوګرامه ناقانونه خوراکي او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د طالبانو د هلمند د فرعي ګمرکاتو ریس ویلي، یاد توکي چې په ۱۱ موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې له پاکستان نه د هلمند له لارې په قاچاقي توګه افغانستان ته راوړل شي.
د هغه په وینا، په دې تړاو ۱۳ کسان نیول شوي او له لومړنیو پلټنو وروسته اړوندو ادارو ته د څېړنو لپاره ورپېژندل شوي دي.
د ننګرهار ولایت ځینو اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل سره د سندونو په شریکولو سره ویلي، چې د طالبانو د ننګرهار محکمې د مدني دیوان رییس، محرر ، د سره رود ولسوالۍ د محکمې رییس او د ولسوالي حقوقي مدیر د ځمکو له مافیا سره لاس یو کړی او د عامو خلکو ځمکې غصبوي.
د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۷مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت د سره رود ولسوالۍ طالب چارواکي په سلطان پور سیمه کې د عامو خلکو قانوني اسناد لرونکې ځمکې غصبوي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د ځمکو د غصب مافیا د عامو خلکو پر ځمکو محکمې ته عریضې کوي او بیا وروسته د طالبانو د ننګرهار د محاکمو چارواکي په دغو غصب شویو ځمکو کې خپلې سهمونه اخلي.
د سیمې ځايي اوسېدونکي زیاتوي، چې کله هم دوی د خپلو اسنادو سره محاکمو ته مراجعه کوي نو دا مسوولین د ځمکو د مافیا اړخ نیسي او د هغوی په ګټه پرېکړې کوي.
د سندونو له مخې په یوه تازه پېښه کې «د سره رود ولسوالۍ په سلطان پور سیمه کې د ځمکو د غصب مافیا د طالبانو د ننګرهار محکمې د مدني دیوان رییس قاضي نورالحق حقاني سره ۱۵ بسوې، محرر قاري فرید سره ۵ بسوې، د سره رود ولسوالۍ د محکمې رییس سره ۱۰ بسوې ، د ولسوالي له حقوقي مدیر سره د ۵ بسوې ځمکې د ور کولو ژمنې کړې دي».
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د سلطان پور سیمې اوسېدونکو هغه ویډیو هم له افغانستان انټرنشنل سره شریکه کړې چې د طالبانو د محاکمو ځینې چارواکې پکې له خپلو وسله والو سره لیدل کېږي او د سیمې خلک په لوړ غږ د کامرې ترشا نارې کوي، چې طالب چارواکي باید قانون او عدالت تطبیق کړي خو طالب چارواکي پر دوی غږ کوي چې کامره بنده کړي.
د روان کال د غبرګولي پر ۱۷مه په ننګرهار کې ځینو سوداګرو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو ریاست اوپراتیفي مرستیال مولوي عبدالله حماد له سوداګرو او صرافانو نه په مختلفو نومونو نغدې پیسې او باج غواړي.
پر دغه طالب چارواکي عریضې هم شوې، خو کومه پایله یې نه ده ور کړې.
له دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل د ځینو سرچینو له قوله د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د غصب او باج اخېستنو په تړاو رپوټونه خپاره کړي وو. په راپورونو کې ویل شوي وو چې نوموړي په خوست ولایت کې یو سوداګریز مارکیټ غصب کړی او ځینو سوداګرو ترې د باج اخیستو شکایت کړی و.
طالبانو په سره رود کې د ځمکې د غصب په تړاو د خلکو ددې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د مالیاتي او ګمرکي معافیت د تطبیق پر لارښود بحث شوی او د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه هم تایید شوې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یکشنبې په ورځ وویل، چې په دې غونډه کې د نوې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د هڅونې او جذب لپاره د مالیاتي او ګمرکي معافیت د تطبیق پر لارښود تفصیلي خبرې وشوې.
د رپوټ له مخې، له بحثونو وروسته یوې ځانګړې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د دغه لارښود د لا بډایه کولو په موخه تخنیکي ناستې وکړي او وروستۍ بڼه یې د طالبانو د اقتصادي کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
همدارنګه په غونډه کې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه تایید شوې، چې له مخې به یې خصوصي سکټور د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره یو اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړوي.
طالبانو ویلي، چې په دې پروژه کې لسګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
د یادې ډلې د اقتصادي کمېسیون غونډې ته د یو شمېر تعقیبي موضوعګانو راپورونه هم وړاندې شوي او اړوندو ادارو ته په دې اړه لارښوونې شوې دي.
د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته طالبان د پاکستان پر ځای له هند څخه د بسمتي وریژو پر مستقیمو وارداتو غور کوي. ټاکل شوې په همدې موخه په راتلونکې جولای میاشت کې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ ناسته وشي.
افغانستان په کال کې نږدې نیم مېلیون ټنه بسمتي وریژې مصرفوي او تل یې له ځمکنۍ لارې له پاکستان څخه واردولې، خو د کابل او اسلاماباد اوسنیو کړکېچونو طالبان اړ کړي چې د وریژو د چمتو کولو لپاره بدیلې لارې ومومي.
هندي رسنیو ویلي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان د ډیپلوماټیک ماموریت استازو له هندي چارواکو سره په لومړنیو خبرو کې د هند د بسمتي وریژو د پېرلو له زیاتوالي سره لېوالتیا ښودلې ده.
د راپورونو لهمخې، اوسمهال د هند د بېلابېلو ډوله وریژو یوه برخه په غیرمستقیم ډول د دوبۍ او ايران د سوداګرو له لارې افغانستان ته ځي، چې دا چاره د لېږلو لګښتونه زیاتوي. د دواړو هېوادونو سوداګر غواړي د ایران د بندر عباس له لارې دغه وریژې په مستقیم ډول افغانستان ته ورسوي.
د سوداګرو په وینا، په راتلونکې ناسته کې به پر لوژستیکي ستونزو، د پیسو د تادیې پر مېکانېزم او د جنس په جنس سوداګرۍ په اړه خبرې وشي ځکه هند له افغانستان څخه په لویه کچه وچه مېوه واردوي او دا چاره د سوداګرۍ توازن اسانه کوي.
خو د دې چارې پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د نوي ډیلي او په کابل کې د طالبانو د ادارې ترمنځ د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو نشتوالی دی. هندي صادراتي شرکتونه لا هم افغانستان ته د سوداګریزو پلاوو د لېږلو په برخه کې محتاط دي او د پیسو د تادیې په تړاو بشپړ ډاډ غواړي.
هند په ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کال کې نړۍ ته ۶.۵۲ مېلیون ټنه دغه ډول وریژې صادرې کړې.
له کندها څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یوې ښځې تر لفظي شخړې وروسته پر خپل پخواني خاوند ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.
سرچینو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د کندهار ښار د ۹ مې حوزې اړوند لو ویالې په سیمه کې یوې ښځې خپل خاوند په ډزو وواژه.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، وژل شوی کس د ښځې پخوانی خاوند و، چې له طلاق وروسته سره جلا شوي وو.
په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ځايي خبریالانو ته ویلي چې تورنه ښځه نیول شوې او هغې طالبانو ته منلي چې پخواني خاوند یې له جلا کېدو وروسته هم ورته مزاحمتونه کول.
طالبانو د ښځې او وژل شوي کس هویت پټ ساتلی او وايي، د یادې پیښې په اړه نورې پلټنې کوي.