• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په عراق کې د درغلیو ضد عملیاتو کې ۴۷ سیاستوال او چارواکي نیول شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱

د عراق حکومتي ویاند خبر ورکړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د لومړي وزیر علي الزیدي په امر د فساد ضد پراخو عملیاتو په لړ کې د پارلمان د غړو او دولتي چارواکو په ګډون ټولټال ۴۷ شکمن کسان نیولي دي.

د عراق دولتي خبري اژانس (INA) د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي، د نیونو یوه برخه د تېلو وزارت د تصفیې چارو د مرستیال وزیر عدنان الجمیلي له څرګندونو وروسته شوې، چې تر نیول کېدو وروسته یې د نورو چارواکو نومونه هم یاد کړي دي.

د عراق دحقوقي او امنیتي سرچینو په وینا، د عراق د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو د بغداد په سخته امنیتي «شنه سیمه» کې د شپې له خوا پر کورونو چاپې وهلې او یو شمېر شکمن کسان یې نیولي دي.

د سرچینو په وینا، دغه عملیات د لومړي وزیر علي الزیدي په مستقیم امر وروسته له هغه پیل شول چې قضايي ادارو د شکمنو شبکو د غړو د نیولو حکمونه صادر کړل.

د عراق دحکومت ویاند حیدر العبودي ویلي، نیونې لا هم روانې دي.

د سرچینو په وینا، د نیول شویو کسانو په ډله کې د تېلو وزارت د وېش چارو مرستیال وزیر علي معارج هم شامل دی.

ترویج لرونکی

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه
۱

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۲

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۳

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۴

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

۵

د ایران سپاه پاسداران ډله وایي په سیمه کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

•
•
•

نور کیسې

هند په کراچۍ کې د وروستي برید په تړاو د پاکستان تورونه رد کړل

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۴۲ GMT+۱
هند په کراچۍ کې د وروستي برید په تړاو د پاکستان تورونه رد کړل
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعاوې بې‌بنسټه بللې او رد کړې یې دي چې ګواکې نوی ډیلی د کراچۍ په وروستۍ پېښه کې لاس لري. د دغه وزارت ویاند له اسلام‌اباده غوښتي چې د نورو ملامتولو پر ځای په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د ځالو پر وړاندې رښتیني ګامونه پورته کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاندرندیر جېسوال د پاکستان د وروستیو ادعاوو په غبرګون کې ویلي: «موږ هغه راپورونه لیدلي چې په کراچۍ کې د وروستۍ پېښې په تړاو پاکستان پر هند بې‌بنسټه تورونه لګوي. موږ دا تورونه په کلکه او په بشپړ ډول ردوو.»

نوموړي زیاته کړې، پاکستان ته په کار ده چې د نورو په لور د ګوتې نیولو پر ځای، په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د بنسټونو او زیربناوو پر وړاندې د باور وړ ګامونه پورته کړي.

پاکستاني چارواکو دغه راز ویلي، چې په دې پېښه کې یو ښکیل ټپي افغان یې نیولی دی.

طالبانو او په کراچۍ کې ددې ډلې کونسلګرۍ تراوسه ددغه افغان د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۴۲ GMT+۱
د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې
100%

د پاکستان د رسنیو د محتوا د څار ادارې ویلي، «جیو نیوز» د جون په ۲۶مه د محرم په مناسبت په یوه خپرونه کې داسي «مذهبي انځوریز مواد» خپاره کړي، چې د ادارې په وینا، د خلکو مذهبي احساسات زیانمنولی او مذهبي یووالی کمزوری کولای شي. له همدې امله یاد ټلویزیون د ۱۵ ورځو لپاره تړل شوی.

«جیو نیوز» بښنه غوښتې او د یکشنبې په ورځ یې په یوه اعلامیه کې ویلي، یاد مواد په تېروتنه خپاره شوي او د ټلوېزیون د تحریري تګلارې یا باورونو استازیتوب نه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې خپاره شوي انځورونه په عراق او د منځني ختیځ په ځینو سیمو کې د ځینو خلکو مذهبي مراسم ښيي او موخه یې یوازې د سیمه ییزو دودونو ښودل وو، نه د کوم ځانګړي مذهبي نظر ملاتړ.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې له نیوکو سره مخ دی او ټلوېزیوني شبکې وخت ناوخت له مقرراتي اقداماتو، د خپرونو له ځنډ او د خپراوي له محدودیتونو سره مخ کېږي.

دا په داسی حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو سازمان پاکستان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۳م ځای کې ارزولی دی.

د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د چورلکې غورځېدو له امله ۱۴ تنه مړه شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۱
د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د چورلکې غورځېدو له امله ۱۴ تنه مړه شوي
100%

د سعودي دولتي خبري اژانس ویلي چې د یکشنبې په ورځ د سعودي د تېلو شرکت ارامکو یوه چورلکه د دغه هېواد په ختیځ ساحلي ښار راس تنوره کې لوېدلې، چې په پایله کې یې ۱۴ کسان مړه شوي دي. یاده پېښه خلیج ته نږدې شوې او تر اوسه د پېښې کره لامل نه دی څرګند شوی.

سعودي دولتي خبري اژانس ویلي چې اړوندو ادارو د پېښې د علت د معلومولو لپاره بشپړه څېړنه پیل کړې ده.

ارامکو شرکت د پېښې په اړه نظر غوښتنې ته سملاسي ځواب نه دی ویلی.

د چارواکو په وینا، دا پېښه د سهار په شاوخوا ۶ بجو (محلي وخت) شوې، خو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې، راپورونه وايي چې ارامکو له پېښې وړاندې له راس تنوره ټرمینل څخه د تیلو بارولو بهیر بیا پیل کړی و، چې نږدې څلور میاشتې وړاندې درول شوی و.

د فرانسې په شمال ختیځ کې د الوتکې پرېوتو په پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱
د فرانسې په شمال ختیځ کې د الوتکې پرېوتو په پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي
100%

د فرانسې چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد په شمال ختیځ ښار ټومبلېن کې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.

یادې الوتکې د پراشوټ روزنې په یوې ښوونیزې ادارې پورې اړه لرله، چې پنځه زده‌کوونکي، پنځه ښوونکي او پیلوټ پکې سپاره وو. د پېښې په پایله کې ټول سپاره کسان مړه شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې وزیر د پېښې ځای ته روان دی.

د سیمې والي یوې سېګې ویلي چې الوتکې تر سقوط مخکې احتمالا تخنیکي ستونزه درلوده او وروسته په عمودي ډول پر ځمکه لوېدلې ده.

هغه زیاته کړې چې پېښه یو سوداګریز مرکز ته نږدې په استوګنیزه سیمه کې شوې ده.

سعودي عربستان په یوه اونۍ کې ۱۵ زره ناقانونه بهرنیان نیولي او له ۱۱ زرو ډېر یې اېستلي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۱
سعودي عربستان په یوه اونۍ کې ۱۵ زره ناقانونه بهرنیان نیولي او له ۱۱ زرو ډېر یې اېستلي
100%

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د جون له ۱۸مې تر ۲۴مې پورې د امنیتي ځواکونو او اړوندو دولتي ادارو په ګډو عملیاتو کې ۱۵ زره او ۲۳۱ ناقانونه مېشت بهرنیان نیول شوي او ۱۱ زره او ۲۹۷ کسان اخراج شوي دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، له نیول شویو کسانو څخه ۷ زره او ۵۸۹ تنه د استوګنې د قانون، ۴ زره او ۴۴۳ تنه د سرحدي امنیت د قانون او ۳ زره او ۱۹۹ تنه د کار د قانون د سرغړونې په تور نیول شوي دي.

د وزارت په وینا، په همدې موده کې ۱۵ زره او ۱۰۹ کسان د سفر د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره خپلو ډیپلوماتیکو استازولیو ته ورپېژندل شوي او ۳ زره او ۶۱۸ نور د سفر د ترتیباتو د بشپړولو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

وزارت ویلي، په همدې موده کې ۱۷۶۳ کسان سعودي عربستان ته د ناقانونه ننوتلو پر مهال نیول شوي، چې ۴۴ سلنه یې د یمن، ۵۵ سلنه د ایتوپیا او یو سلنه یې د نورو هېوادونو وګړي وو.

همداراز ۵۳ کسان د سعودي عربستان د ناقانونه پرېښودو د هڅې پر مهال نیول شوي او ۲۲ نور کسان د ناقانونه مېشتو کسانو د لېږد، پټنځای ورکولو او ګومارنې په تور نیول شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال ټولټال ۱۶ زره او ۳۶۹ بهرنیان د قانوني اقداماتو د بشپړېدو په موخه تر پروسې لاندې دي، چې ۱۴ زره او ۲۹۶ نارینه او ۲ زره او ۷۳ ښځې پکې شاملې دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، هر څوک چې د ناقانونه کسانو د ننوتلو اسانتیا برابره کړي، هغوی ولېږدوي، پناه ورکړي یا هر ډول مرسته ورسره وکړي، تر ۱۵ کلونو پورې د بند، تر یو میلیون سعودي ریاله جریمې او د کارول شویو موټرو او استوګنځایونو د ضبط له سزا سره به مخ شي.