د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تېره اونۍ د انټرنېټي کڅوړو د بیو د ټیټولو په تړاو مخابراتي شبکو ته درې ورځې وخت ور کړی و.
د پنجشنبې په ورځ د دوو مخابراتي شبکو غړو، چې د طالبانو د مخابراتو وزارت و اترا ادارې له استازو سره د مخابراتي شبکو د استازو د ناستې له بهیره خبر دي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د اترا ادارې او مخابراتي شبکو د استازو ترمنځ په ناسته کې د طالبانو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مخابراتي شبکو ته درې ورځې وخت ورکړ، چې د خپلو انټرنیټي کڅوړو بیو ټیټې کړي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د مخابراتو وزارت مسوولانو شرکتونو ته خبرداری ورکړی و چې تر یکشنبې ورځې پورې باید د انټرنېټي کڅوړو او مخابراتي خدماتو بیې راټیټې او پخوانیو نرخونو ته یې بېرته وګرځوي. نن د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې دغه بیې بېرته پخواني حالت ته اوښتې دي.
د افغان بېسیم د انټرنېټي کڅوړو په تازه بیو کې راغلي، چې د۱۸۵ افغاني کڅوړه۱۸۰ افغانيو ته راکښته شوې، ۲۷۵ افغانۍ ۲۵۰ ته او ۴۰۰ افغاني ۳۹۰ افغاني ته ټیټه شوې ده.
تر ټولو څرګند بدلون د ۱۸۹۹ افغاني ۴۰ جي بي میاشتنۍ کڅوړه ده چې ۱۰۹۹ افغانۍ ته راټیټه شوې ده، چې دا د پام وړ تخفیف ښيي.
په همدې حال کې ځینې لوړکچې کڅوړې چې ډېر انټرنېټ لري، د لوړې بیې په کټګورۍ کې پاتې دي او د ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ پورې تغییر پکې راغلی دی.
د مخابراتي شرکتونو د استازو په وینا، د طالبانو حکومت له مخابراتي خدماتو او تجهیزاتو څخه شاوخوا ۱۶ سلنه ټولیزه مالیه اخلي، چې د خدماتو پر وروستیو بیو مستقیم اغېز لري. دوی همداراز ویلي چې د سیمې د اقتصادي او امنیتي وضعیت، د نړیوالو بازارونو د بدلونونو او د تجهیزاتو د واردولو د لګښتونو د زیاتوالي له امله د شبکو عملیاتي مصارف لوړ شوي دي.
خو د طالبانو اترا ادارې چارواکو د شرکتونو دغو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې د جمهوریت د دورې په څېر د مالیاتو په برخه کې د تخفیف یا ځانګړو رعایتونو امکان نه شته او شرکتونه باید خپلې مالي او عملیاتي ستونزې د خپلو داخلي تګلارو له لارې حل کړي.
په کابل کې د یوه مخابراتي شرکت یو تن پخواني سلاکار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جمهوري حکومت پر مهال به د مخابراتي سکتور د ملاتړ په موخه په ځینو مواردو کې په مالیاتو او فیسونو کې نرمښتونه راوستل کېدل، څو شرکتونه د بیو له لوړولو څخه را وګرځول شي.
د نوموړي په وینا، هغه مهال حکومت د فریکونسۍ فیسونو، د ځینو عملیاتي لګښتونو او د وارداتي تخنیکي تجهیزاتو په ګمرکي تعرفو کې تخفیفونه یا معافیتونه ورکول، چې له امله یې مخابراتي شرکتونو ته د بیو د ثابت ساتلو زمینه برابره وه. هغه زیاته کړه، چې «اوس د طالبانو اداره ټول مالیات اخلي او هیڅ ډول تخفیف نه مني».