د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنه: د افغانستان منزوي کول د سیمې په ګټه نه دي

د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې (سي اي ايس ) سرمنشي، سرګي لیبیدیف، ویلي چې د افغانستان د منزوي کولو تګلاره اغېزناکه نه ده او د دغه هېواد فعال ګډون په سیمهییزو اقتصادي، ټرانزیټي او امنیتي پروژو کې د اوراسیا د دوامدار ثبات لپاره اړین دی.
