• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وال‌سټریټ ژورنال: د امریکا او ایران د سویس خبرې د تازه پوځي کړکېچ له امله ځنډول شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ هغه خبرې، چې ټاکل شوې وه د روانې اوونۍ په پای کې د سویس په کوربتوب بېرته پیل شي، د هُرمز تنګي پر سر د دواړو لورو د تازه پوځي بریدونو له امله ځنډېدلې دي.

د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي بیا زیاتېدو د ډیپلوماټیکو هڅو بهیر له خنډ سره مخ کړی او د خبرو د بیا پیل لپاره ټاکل شوې غونډه لغوه شوې ده.

سرچینو، چې د موضوع له جزییاتو خبر دي، وال‌سټریټ ژورنال ته ویلي چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې د وروستیو بریدونو او پوځي تحرکاتو له امله د خبرو د دوام لپاره مناسب شرایط نه دي برابر شوي.

دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ لفظي او پوځي ترینګلتیا یو ځل بیا لوړه شوې ده. دواړو لورو د هرمز تنګي په تړاو یو بل په پاروونکو اقداماتو تورن کړی او د پوځي غبرګونونو خبرداری یې ورکړی دی.

تر اوسه نه واشنګټن او نه هم تهران د یاد راپور په اړه رسمي څرګندونې کړې دي او د خبرو د بیا پیل لپاره نوې نېټه هم نه ده اعلان شوې.

ترویج لرونکی

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه
۱

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۴

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

۵

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سېلابونو او غره ښوېدنې له امله ۵ تنه مړه شوي

•
•
•

نور کیسې

مایک والټز: ټرمپ ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکوي خو د هغه صبر همېشنی نه دی

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
مایک والټز: ټرمپ ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکوي خو د هغه صبر همېشنی نه دی
100%

د ملګرو ملتونو په چارو کې د امریکا سفیر مایک والټز، ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم ډیپلوماسۍ ته د ستونزو د حل فرصت ورکوي، خو ټینګار یې کړی چې د هغه صبر به د تل لپاره دوام ونه لري.

والټز د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل، که ایران د هُرمز تنګي په نړیواله کښتۍ‌چلونې کې ګواښ رامنځته کړي، متحده ایالات به د ایران هغه پوځي بنسټونه په نښه کولو ته دوام ورکړي چې د نوموړي په وینا د دې نړیوالې اوبو لارې د «ناقانونه کنټرول» لپاره کارول کېږي.

هغه خبرداری ورکړ چې که د ایران حکومت دا ګومان کوي چې ډونالډ ټرمپ به د نړیوالې کښتۍ‌چلونې یا د امریکا پر اډو د احتمالي بریدونو پر وړاندې بې‌غبرګونه پاتې شي، نو «سخته تېروتنه» کوي.

د امریکا سفیر زیاته کړه، واشنګټن د اړتیا په صورت کې چمتو دی چې په پوځي اقدام سره د ایران هغه پوځي زیربناوې له منځه یوسي چې د نړیوالو سمندري لارو د ګواښ لپاره کارول کېږي.

والټز همداراز وویل چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي خبرې لا هم روانې دي او ټرمپ تل هڅه کوي چې د ډیپلوماسۍ له لارې ستونزې حل شي، خو په وینا یې د امریکا د ولسمشر زغم محدود دی او د تل لپاره به دوام ونه لري.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د امریکا لپاره «ټولې لارې پرانیستې دي» او اساسي موخه یې دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

په عراق کې د درغلیو ضد عملیاتو کې ۴۷ سیاستوال او چارواکي نیول شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱
په عراق کې د درغلیو ضد عملیاتو کې ۴۷ سیاستوال او چارواکي نیول شوي
100%

د عراق حکومتي ویاند خبر ورکړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د لومړي وزیر علي الزیدي په امر د فساد ضد پراخو عملیاتو په لړ کې د پارلمان د غړو او دولتي چارواکو په ګډون ټولټال ۴۷ شکمن کسان نیولي دي.

د عراق دولتي خبري اژانس (INA) د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي، د نیونو یوه برخه د تېلو وزارت د تصفیې چارو د مرستیال وزیر عدنان الجمیلي له څرګندونو وروسته شوې، چې تر نیول کېدو وروسته یې د نورو چارواکو نومونه هم یاد کړي دي.

د عراق دحقوقي او امنیتي سرچینو په وینا، د عراق د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو د بغداد په سخته امنیتي «شنه سیمه» کې د شپې له خوا پر کورونو چاپې وهلې او یو شمېر شکمن کسان یې نیولي دي.

د سرچینو په وینا، دغه عملیات د لومړي وزیر علي الزیدي په مستقیم امر وروسته له هغه پیل شول چې قضايي ادارو د شکمنو شبکو د غړو د نیولو حکمونه صادر کړل.

د عراق دحکومت ویاند حیدر العبودي ویلي، نیونې لا هم روانې دي.

د سرچینو په وینا، د نیول شویو کسانو په ډله کې د تېلو وزارت د وېش چارو مرستیال وزیر علي معارج هم شامل دی.

هند په کراچۍ کې د وروستي برید په تړاو د پاکستان تورونه رد کړل

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۴۲ GMT+۱
هند په کراچۍ کې د وروستي برید په تړاو د پاکستان تورونه رد کړل
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعاوې بې‌بنسټه بللې او رد کړې یې دي چې ګواکې نوی ډیلی د کراچۍ په وروستۍ پېښه کې لاس لري. د دغه وزارت ویاند له اسلام‌اباده غوښتي چې د نورو ملامتولو پر ځای په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د ځالو پر وړاندې رښتیني ګامونه پورته کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاندرندیر جېسوال د پاکستان د وروستیو ادعاوو په غبرګون کې ویلي: «موږ هغه راپورونه لیدلي چې په کراچۍ کې د وروستۍ پېښې په تړاو پاکستان پر هند بې‌بنسټه تورونه لګوي. موږ دا تورونه په کلکه او په بشپړ ډول ردوو.»

نوموړي زیاته کړې، پاکستان ته په کار ده چې د نورو په لور د ګوتې نیولو پر ځای، په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د بنسټونو او زیربناوو پر وړاندې د باور وړ ګامونه پورته کړي.

پاکستاني چارواکو دغه راز ویلي، چې په دې پېښه کې یو ښکیل ټپي افغان یې نیولی دی.

طالبانو او په کراچۍ کې ددې ډلې کونسلګرۍ تراوسه ددغه افغان د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۴۲ GMT+۱
د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې
100%

د پاکستان د رسنیو د محتوا د څار ادارې ویلي، «جیو نیوز» د جون په ۲۶مه د محرم په مناسبت په یوه خپرونه کې داسي «مذهبي انځوریز مواد» خپاره کړي، چې د ادارې په وینا، د خلکو مذهبي احساسات زیانمنولی او مذهبي یووالی کمزوری کولای شي. له همدې امله یاد ټلویزیون د ۱۵ ورځو لپاره تړل شوی.

«جیو نیوز» بښنه غوښتې او د یکشنبې په ورځ یې په یوه اعلامیه کې ویلي، یاد مواد په تېروتنه خپاره شوي او د ټلوېزیون د تحریري تګلارې یا باورونو استازیتوب نه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې خپاره شوي انځورونه په عراق او د منځني ختیځ په ځینو سیمو کې د ځینو خلکو مذهبي مراسم ښيي او موخه یې یوازې د سیمه ییزو دودونو ښودل وو، نه د کوم ځانګړي مذهبي نظر ملاتړ.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې له نیوکو سره مخ دی او ټلوېزیوني شبکې وخت ناوخت له مقرراتي اقداماتو، د خپرونو له ځنډ او د خپراوي له محدودیتونو سره مخ کېږي.

دا په داسی حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو سازمان پاکستان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۳م ځای کې ارزولی دی.

د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د چورلکې غورځېدو له امله ۱۴ تنه مړه شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۱
د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د چورلکې غورځېدو له امله ۱۴ تنه مړه شوي
100%

د سعودي دولتي خبري اژانس ویلي چې د یکشنبې په ورځ د سعودي د تېلو شرکت ارامکو یوه چورلکه د دغه هېواد په ختیځ ساحلي ښار راس تنوره کې لوېدلې، چې په پایله کې یې ۱۴ کسان مړه شوي دي. یاده پېښه خلیج ته نږدې شوې او تر اوسه د پېښې کره لامل نه دی څرګند شوی.

سعودي دولتي خبري اژانس ویلي چې اړوندو ادارو د پېښې د علت د معلومولو لپاره بشپړه څېړنه پیل کړې ده.

ارامکو شرکت د پېښې په اړه نظر غوښتنې ته سملاسي ځواب نه دی ویلی.

د چارواکو په وینا، دا پېښه د سهار په شاوخوا ۶ بجو (محلي وخت) شوې، خو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې، راپورونه وايي چې ارامکو له پېښې وړاندې له راس تنوره ټرمینل څخه د تیلو بارولو بهیر بیا پیل کړی و، چې نږدې څلور میاشتې وړاندې درول شوی و.