• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د امریکا تازه بریدونه له هوکړه‌لیک نه ښکاره سرغړونه ده

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا هغه هوايي بریدونه، چې د ایران په سویلي سواحلو کې یې د «څارنې او مراقبت تاسیسات» په نښه کړي، په کلکو ټکو غندلي او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور او له امریکا سره د هوکړه لیک له لومړۍ مادې څرګنده سرغړونه بللې ده.

دغه وزارت ویلي، امریکا خپلو ژمنو او تعهداتو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او د تړون ماتول د واشنګټن د سیاست یوه برخه ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ایران د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې، په بحرین او کویټ کې د امریکا پر یو شمېر پوځي اډو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړل.

ترویج لرونکی

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی
۱

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۲

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۳

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۴

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۵

۴۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه وغندل

•
•
•

نور کیسې

د روسیې او اوکراین پر پوله د ډرون او توپچي بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
د روسیې او اوکراین پر پوله د ډرون او توپچي بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
100%

د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په دوام، د دواړو هېوادونو پر سرحدي سیمو د ډرون او توپچي بریدونو له امله لږ تر لږه پنځه ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د روسیې د برایانسک سیمې سرپرست والي، یګور کووالچوک، ویلي چې د اوکراین یوه ډرون پولې ته نږدې په یوه کلي کې پر یوه موټر برید کړی، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي.

بلخوا د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شنبې ورځې له سهار تر ماښامه پورې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۴ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین هم په پرله‌پسې څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین یو شمېر ډرونونه، چې د روسیې پلازمېنې مسکو پر لور روان وو، د هوايي دفاعي ځواکونو له خوا شنډ او له منځه وړل شوي دي. روسي رسنیو راپور ورکړی چې یوازې د شنبې په ورځ د مسکو پر لور د ۲۴ډرونونو د تګ مخه نیول شوې ده.

په اوکراین کې د دنیپروپېتروفسک سیمې والي، اولکساندر هانژا، ویلي چې د نیکوپول ښار پر شاوخوا سیمو د روسیې له لوري د څه باندې ۴۰ډرون او توپچي بریدونو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

نیکوپول ښار، چې د دنیپرو سیند پر غاړه او د روسیې تر کنټرول لاندې د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته مخامخ پروت دی، د روسي ځواکونو له پرله‌پسې بریدونو سره مخامخ سیمه بلل کېږي.

په ورته وخت کې، د اوکراین د دونېڅک سیمې په هغو برخو کې چې د روسیې تر ولکې لاندې دي، د مسکو له خوا ټاکل شوي سیمه‌ییز مشر، دنیس پوشیلین، ویلي چې د اوکراین د ډرون بریدونو له امله د هورلیفکا او ماکییفکا په ښارونو کې دوه کسان وژل شوي دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه، چې له درېیو کلونو څخه زیاته موده یې تېرېږي، لا هم د دواړو هېوادونو پر سرحدي او جګړه‌ییزو سیمو کې د ملکي وګړو ژوند ته جدي ګواښ پېښوي.

استرالیا: هغه شرکتونه به سخت مجازات شي چې کم‌عمره ماشومان ټولنیزو رسنیو ته پرېږدي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۲ GMT+۱
استرالیا: هغه شرکتونه به سخت مجازات شي چې کم‌عمره ماشومان ټولنیزو رسنیو ته پرېږدي
100%

د استرالیا حکومت اعلان کړی چې د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو د کارونې د بندیز د نه پلي کېدو په صورت کې به پر ټکنالوژۍ شرکتونو لګېدونکې اعظمي جریمه دوه برابره کړي. وروستیو څېړنو ښودلې، سره له دې چې بندیز نافذ شوی، لا هم ډېری تنکي ځوانان ټولنیزې رسنۍ کاروي.

د شنبې په ورځ د استرالیا حکومت وویل چې د قانون له مخې به د ټولنیزو رسنیو د بندیز د «سیستماتیکو سرغړونو» په صورت کې اعظمي جریمه له ۴۹،۵ میلیونه استرالیایي ډالرو څخه ۹۹ میلیونه استرالیایي ډالرو ته لوړه شي. همداراز به د انټرنېټ د خوندیتوب د څار ادارې واکونه پراخ شي، څو له ټولنیزو رسنیو شرکتونو وغواړي چې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د حسابونو د مخنیوي لپاره د خپلو اقداماتو اسناد او شواهد وړاندې کړي.

د استرالیا حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې د فېسبوک، انسټاګرام، یوټیوب، سنیپ‌چېټ او ټیک‌ټاک په ګډون د پنځو مشهورو ټولنیزو پلاتفورمونو د احتمالي سرغړونو په اړه پلټنې روانې دي.

د استرالیا شپږ میاشتنی بندیز، چې د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو د محدودولو له مهمو قوانینو څخه ګڼل کېږي، د هغو هېوادونو پام هم ځان ته اړولی چې غواړي ورته پالیسۍ پلې کړي. په همدې لړ کې بریتانیا هم اعلان کړی چې د ټولنیزو رسنیو ترڅنګ به د انلاین لوبو او ژوندۍ خپرونې پلاتفورمونه هم تر نویو محدودیتونو لاندې راولي.

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي: «که څه هم د ټولنیزو رسنیو د لږ تر لږه عمر د قانون له معرفي کېدو وروسته د نړۍ په کچه مثبت بدلون او ملاتړ لیدل شوی، خو لا هم لوی ټکنالوژیک شرکتونه د قانون د پلي کولو لپاره کافي هڅې نه کوي او لا هم ډېر ماشومان په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي.»

د حکومت په وینا، د بندیز له نافذېدو وروسته تر پنځو میلیونو ډېر د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کاروونکو حسابونه یا تړل شوي او یا هم محدود شوي دي.

خو تازه څېړنې ښيي چې د عمر د تثبیت لپاره کارېدونکي میکانیزمونه، لکه د خپل انځور یا «سیلفي» اخیستل، په اسانۍ سره له محدودیتونو تېریږي. د روانې اوونۍ یوې څېړنې، چې د برېتانیا د طبي ژورنال له خوا خپره شوې، موندلې چې د بندیز له پلي کېدو درې میاشتې وروسته هم د ۱۲څخه تر ۱۵ کلونو پورې ۸۵ سلنه استرالیایي ځوانان لا هم ټولنیزې رسنۍ کاروي.

د دغې څېړنې له مخې، نږدې دوه پر درېیمه برخه کم عمره کاروونکو د ۱۶ کلونو څخه د لوړ عمر په ثبتولو یا د داسې انځور په لېږلو سره چې پلاتفورم یې د ۱۶ کلونو څخه پورته عمر وباله، خپل حسابونه فعال ساتلي دي.

د استرالیا د مخابراتو وزیرې انیکا وېلز د ټولنیزو رسنیو پر شرکتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د انټرنېټ د خوندیتوب د ادارې له راپورونو څرګندیږي چې ټولنیزې رسنۍ د لویو ټکنالوژۍ شرکتونو دودیزې لارې کاروي او یوازې دومره اقدامات کوي چې له قانوني ستونزو ځان وژغوري.»

د پلان شویو تعدیلاتو له مخې، تنظیموونکې اداره به یوازې له ټولنیزو رسنیو شرکتونو نه، بلکې د عمر د تثبیت له خدمتونو او د اپلېکېشنونو له پلورنځیو هم معلومات راټولولی شي، څو د پلاتفورمونو ادعاوې وازمويي.

په ورته وخت کې، د ټولنیزو بحثونو وېبپاڼې «رېډیټ» د بیان د ازادۍ د حقونو په دلیل د استرالیا په ستره محکمه کې د دغه قانون پر ضد دعوه کړې، خو حکومت ویلي چې له قانون څخه به دفاع وکړي.

د ایران سپاه پاسداران په سیمه کې د امریکا پر اډو له بریدونو خبر ورکړ

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۰۱ GMT+۱
د ایران سپاه پاسداران په سیمه کې د امریکا پر اډو له بریدونو خبر ورکړ
100%

د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دغه پوځي ځواک سمندري او هوايي- فضايي واحدونو د یکشنبې په سهار د دوو او درېیو بجو ترمنځ، یو ګډ توغندیز او ډرون برید ترسره کړی دی.د اعلامیې له‌مخې، په دې بریدونو سره په بحرین او کویټ کې د امریکا نظامي اډې په نښه شوي دي.

د دې اعلامیې پر بنسټ، په دغو عملیاتو کې د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو په وسیله، د کویټ په علي‌السالم اډې کې د امریکا د پوځ اته مهم بنسټیز تاسیسات او همدارنګه په بحرین کې د دغه هېواد د سلمان په بندر کې د امریکا پنځمه سمندري بیړۍ په نښه شوي دي.

له دې سره سم، په بحرین کې د خطر زنګونه وهل شوي او د کویټ هوايي دفاعي سیسټم د توغندیزو او ډرون بریدونو د مقابلې لپاره فعال شوي دي. د دغو دواړو هېوادونو پوځونو اعلان کړی، چې یو شمېر توغندي او ډرون الوتکې یې له منځه وړي دي.

ټرمپ: ښايي اړ شو هغه څه چې ایران کې مو په بریالیتوب پیل کړي په نظامي توګه یې پای ته ورسوو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروث سوشیل» لیکلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو د زېرمو او همدارنګه د ساحلي رادارونو سایټونه په نښه کړي دي. هغه خبرداری ورکړی، که اړ شي، نو د ایران مسئله به په نظامي توګه پایته ورسوي.

هغه زیاته کړه: «ښايي داسې وخت راشي چې نور ونشو کړای منطقي واوسو او مجبور شو هغه څه چې په بریالیتوب سره مو پیل کړي، په نظامي توګه یې پای ته ورسوو.»

هغه ګواښ وکړ: «که داسې وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور نه‌وي».

ټرمپ: ښايي اړ شو هغه څه چې ایران کې مو په بریالیتوب پیل کړي په نظامي توګه یې پای ته ورسوو

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱
ټرمپ: ښايي اړ شو هغه څه چې ایران کې مو په بریالیتوب پیل کړي په نظامي توګه یې پای ته ورسوو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروث سوشیل» لیکلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو د زېرمو او همدارنګه د ساحلي رادارونو سایټونه په نښه کړي دي. هغه خبرداری ورکړی، که اړ شي، نو د ایران مسئله به په نظامي توګه پایته ورسوي.

هغه زیاته کړه: «ښايي داسې وخت راشي چې نور ونشو کړای منطقي واوسو او مجبور شو هغه څه چې په بریالیتوب سره مو پیل کړي، په نظامي توګه یې پای ته ورسوو.»

هغه ګواښ وکړ: «که داسې وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور نه‌وي».

سېنټکام: د ایران د پوځي څار، مخابراتي او بې‌پیلوټه الوتکو اړوند تاسیسات مو په نښه کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو «د اعلی سرقوماندان په امر په ایران کې پر څو هدفونو نور بریدونه ترسره کړي دي».

سناتور جیم بنکس: که تهران د هوکړې ژمنو ته غاړه کېنږدي بمباري به دوام ومومي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، د امریکا د سنا جرګې جمهوري‌پال غړي سناتور جیم بنکس هم له فاکس‌نیوز شبکې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی، که تهران د شوې هوکړې له ژمنو سره سم عمل ونه‌کړي، متحده ایالات به خپلو بمباریو ته دوام ورکړي.

سناتور جیم بنکس: که تهران د هوکړې ژمنو ته غاړه کېنږدي بمباري به دوام ومومي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱
سناتور جیم بنکس: که تهران د هوکړې ژمنو ته غاړه کېنږدي بمباري به دوام ومومي
100%

د امریکا د سنا جرګې جمهوري‌پال غړي سناتور جیم بنکس له فاکس‌نیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي، د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تګلاره چې له پوځي فشار سره ډیپلوماسي یوځای کوي، د هُرمز تنګي له وروستیو بریدونو وروسته له تهران سره په چلند کې اغېزناکه تمامه شوې ده.

هغه وویل، که تهران د شوې هوکړې له ژمنو سره سم عمل ونه‌کړي، متحده ایالات به خپلو بمباریو ته دوام ورکړي.

بنکس زیاته کړه، له ایران سره هره اوږدمهاله هوکړه باید دا تضمین کړي، چې تهران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي او د هُرمز تنګی به د سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیستی وي.

نوموړي همدارنګه د امریکا د جګړې وزارت له لوري د ۸۰ میلیارده ډالرو د اضافي بودجې غوښتنې ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې متحده ایالاتو په اوکراین او منځني ختیځ کې د شخړو د مدیریت لپاره د خپلو وسلو او پوځي سرچینو د پام وړ برخه کارولې ده او اوس اړتیا لري چې د خپلو وسلو زېرمې بېرته ورغوي.