د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

د پاکستان پوخ د عامو اړیکو ادارې ويلي چې تیره ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستان په نیمه پوځ (رېنجرز ) پر کمپ د وسلهوال برید په تړاو یې یو افغان تبعه نیولی چې برید کې یې لاس درلود.
د پاکستان پوځ زیاتوي چې دا برید د جماعت الاحرار وسله والې ډلې ترسره کړی. پوځ ادعا کړې چې یاده ډله له هند سره اړیکې لري .
په بیان کې ویل شوي چې بریدګرو د کمپ پر اصلي دروازه چاودنه وکړه او هڅه یې وکړه چې د امنیتي سیمې دننه ننوځي، خو د رېنجرز ځواکونو د چټک او پرېکنده غبرګون له امله د هغوی برید ناکام شو.
اې ایس پي ار زیاتوي چې د نښتې پر مهال ۳ بریدګر وژل شوي او ادعا يي کړې چې یو افغان تابعیت لرونکی وسلهوال ټپي حالت کې ژوندي نیول شوی دی.
په بیان کې راغلي چې د پېښې وروسته په سیمه کې د لټون او پاکولو عملیات روان دي څو نور احتمالي بریدګر هم ونیول شي او سیمه له ګواښونو پاکه شي.
پوځ ویلي چې د «عزم استحکام» تر نوم لاندې د ترهګرۍ ضد روان عملیات به دوام ولري او د بهرني ملاتړ لرونکو وسلهوالو پر وړاندې به سخت اقدامات روان وي.
