بلوچستان کې بېلابېلو پېښو کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډزو، چاودنې، ترافیکي پېښو او نورو پېښو له امله ۲۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پولیسو په وینا، د زیارت ولسوالۍ د «پراسپکټ پواینټ» په سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې یو کس وژل شوی او د پولیسو د سرتېرو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي وژل شوی او ټپیان د تبلیغي جماعت غړي وو.
بل لور ته، هغه کورنۍ چې له کوټې څخه کراچۍ ته روانه وه، د ګوګل مپ د ناسمې لارښوونې له امله د مستونګ ولسوالۍ دشت اړوند د «کهنډ» سیمې ته ننوتې وه. د راپورونو له مخې، وسلهوالو پرې ډزې کړې چې له امله یې د کورنۍ مشر وژل شوی، مېرمن یې ټپي شوې او دوه ماشومان روغ پاتې شوي دي.
په نصیراباد ولسوالۍ د بختیاراباد په سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
په لسبيله ولسوالۍ د ناکني په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه ځوانان وژل شوي دي.
همداراز، د کوټې د میا غنډۍ لنک سړک ته نږدې د پولیسو د ګزمې موټر ترڅنګ بمي چاودنه شوې چې د پولیسو په وینا، څلور پولیس سرتېري پکې ټپیان شوي دي.
په پښین ولسوالۍ د خانوزۍ په سیمه کې دوه ماشومان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي.
بلخوا، د خضدار ولسوالۍ د کرخ په سیمه کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو پر سرتېرو د وسلهوالو په ډزو کې د یاد ځواک د یوې حوزې مشر (اېس اېچ او) او یو بل سرتېری ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي چې د ټولو پېښو په اړه یې پلټنې پیل کړي او د بریدګرو او مسولو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.
