• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي درېیو میاشتو کې نږدې ۳۱ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر چتر د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي اداره وایي، د روان کال په لومړۍ ربع کې یې شاوخوا ۳۰،۷۲ کیلومتره مربع ځمکه د ماینونو او ناچاودو توکو له خطر پاکه کړې ده.

د یادې ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت، وایي چې دغه د ماین پاکۍ عملیات د اړوندو همکارو موسسو په مرسته ترسره شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې په دې موده کې ۱۸۹۹ کړۍ ماینونه د خلکو له خوا د بېړنیو اړیکو له لارې راپور او کشف شوي دي او په خوندي ډول تر لېږدولو وروسته له منځه وړل شوي دي.

د همت په وینا، دغې ادارې همدارنګه د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه د پوهاوي پروګرامونه نږدې یو میلیون او ۵۳ زره کسانو ته وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هر کال د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ګڼ شمېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې تر ډیره بریده ماشومان دي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې د راپور له مخې، د جګړې د پاتې شونو د چاودنو شاوخوا ۷۰ سلنه قربانیان ماشومان دي، او د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ ۳۳۸ افغان ماشومانو ته له همدې امله مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ترویج لرونکی

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی
۱

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۲

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۳

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۴

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۵

۴۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه وغندل

•
•
•

نور کیسې

بشکیک کې د افغان-قرغیز سوداګریز فورم؛ د سوداګرۍ شورا د جوړېدو هوکړه وشوه

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۶ GMT+۱
بشکیک کې د افغان-قرغیز سوداګریز فورم؛ د سوداګرۍ شورا د جوړېدو هوکړه وشوه
100%

په قرغیزستان کې د افغان-قرغیز سوداګریز فورم ناسته د طالبانو او قرغیزستان د دولتي ادارو، سوداګریزو خونو او خصوصي سکتور د استازو او چارواکو ترمنځ په ناسته کې د سوداګرۍ شورا د جوړېدو هوکړه وکړه.

په بشکیک کې د طالبانو د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، ترانزیت او اقتصادي همکاریو د پراخ ظرفیت یادونه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او ګډو اقتصادي نوښتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو استازو هم د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.
په دې فورم کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د «سوداګرۍ شورا» د جوړېدو په موخه هوکړه لیک هم لاسلیک شو.

دا شورا به د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا، ګډو اقتصادي نوښتونو د همغږۍ او د پراختیایي پروژو د ملاتړ لپاره کار کوي.

مولوي امیر خان متقي او د یوناما مرستیال د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۰۹ GMT+۱
مولوي امیر خان متقي او د یوناما مرستیال د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري چارو د نوې مرستیال او همغږي کوونکي برونو لمارکي سره د معرفتي لیدنې پر مهال د بشري مرستو د ښه مدیریت، انکشافي پروژو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د یوناما استازي برونو لمارکي د بشري مرستو د څرنګوالي او د هغو د اغېزمن مدیریت په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې ناسته کې د بشري مرستو د اړتیا ترڅنګ د انکشافي او بنسټیزو پروژو پر پلي کېدو ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې طالبانو حکومت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې، په ورته وخت کې برونو لمارکي د بهرنیو چارو له وزیر څخه د هرکلي او لیدنې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د سپارل شویو مسوولیتونو د ترسره کولو لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کړي. هغه همداراز د لا زیات تعامل او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

د هرات لس ډوله تازه مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادریږي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۴ GMT+۱
د هرات لس ډوله تازه مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادریږي
100%

د هرات د تازه مېوو او سبزیو ټولنې رییس، عبدالاحد هدایت رحماني، وایي چې د هرات له لارې لس ډوله تازه مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو، عراق او متحده عربي اماراتو ته صادریږي.

د هغه په وینا، که څه هم د صادراتو اوسنۍ کچه لا هم بسنه نه کوي، خو د تېر کال د ورته مودې په پرتله د تازه مېوو صادرات له ۵ تر ۱۰ سلنې پورې زیات شوي دي.

رحماني زیاتوي چې افغانستان د تازه مېوو د تولید او صادراتو د لا پراختیا لپاره پراخ ظرفیت لري.

د نوموړي په وینا، په صادریدونکو مېوو کې هندواڼه، خټکی، ګیلاس، الوبالو، شفتالو، مڼې او نورې فصلي مېوې شاملې دي.

طالبان وایي، دا مهال د هرات د مېوو او سبزیو په بازارونو کې شاوخوا درې زره کسان پر کار بوخت دي.

هرات د افغانستان له مهمو سوداګریزو او کرنیزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي او د ایران او ترکمنستان سره د نږدېوالي له امله د هېواد د تازه مېوو او سبزیو د صادراتو له مهمو مرکزونو څخه دی. هر کال د اوړي له پیل سره د هرات له لارې د افغانستان بېلابېلې فصلي مېوې د سیمې او ځینو عربي هېوادونو بازارونو ته صادریږي.

طالبان وایي د روان کال په دریو میاشتو کې د طبیعي پېښو له امله ۳۱۴ تنه مړه شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۱
طالبان وایي د روان کال په دریو میاشتو کې د طبیعي پېښو له امله ۳۱۴ تنه مړه شوي
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، د روان لمریز کال په لومړۍ ربع کې د سیلابونو، توپانونو او نورو طبیعي پېښو له امله شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي او ۳۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه ادارې ویاند، یوسف حماد، ویلي چې په همدې موده کې ۳۹۷ کسان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، د دغو پېښو له امله ۲ زره او ۳۵ کورونه په بشپړ ډول او ۲۱۹ نور په نیمه توګه ویجاړ شوي دي. همدارنګه، ۳۰۴ هټۍ په بشپړه او ۳۲۹ نورې په نیمه توګه زیانمنې شوې دي. د دې ترڅنګ، ۶۲ پلچکونه او ۴۴ جوماتونه هم له منځه تللي دي.

حماد زیاتوي چې د طبیعي پېښو له امله ۵۹۶ کیلومتره سړکونه، ۲۸ زره او ۴۱۲ جریبه کرنیزه ځمکه او د ۴ زره او ۴۱۱ جریبه باغونو حاصلات هم زیانمن شوي دي.

د هغه په خبره، په وروستیو پېښو کې د کابل، زابل، تخار او سمنګان ولایتونو کې د توپانونو او د غرونو د ښویېدنې له امله ۵ کسان هم مړه شوي دي.

افغانستان د اقلیمي بدلون، پرله‌پسې وچکالۍ او ناڅاپي سختو ورښتونو له امله د طبیعي پېښو له جدي ګواښ سره مخ دی. هر کال سیلابونه، توپانونه او د غرونو ښویېدنې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړوي.

د شانګهای نندارتون څنډه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشرتابه پر اقتصادي همکاریو غونډې کړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱
د شانګهای نندارتون څنډه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشرتابه پر اقتصادي همکاریو غونډې کړي
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د شنبې په ورځ د قرغیزستان پلازمېنې ته د سفر پر مهال د شانګهای همکاریو سازمان نندارتون کې ګډون کړی. هغه د افغانستان او د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراخولو او د سوداګرۍ زیاتولو په تړاو خبرې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا نندارتون د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کوربتوب جوړ شوی او د قرغیزستان د لومړي وزیر لومړي مرستیال دانیار امان‌ګېلدیف پرانیستی دی.

هاشمي د نندارتون په څنډه کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو له یو شمېر رییسانو او استازو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي د قرغیزستان د لومړي وزیر له لومړي مرستیال سره یو ځای د نندارتون د بېلابېلو برخو له لیدنې وروسته ټینګار کړی، چې د افغانستان او د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې باید پراخې شي. هغوی د ګډو همکاریو پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پراختیا مهمه بللې ده.

یادي پلاوي همدارنګه د اقتصادي تعاملاتو پر دوام او د پانګونې او سوداګرۍ لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی دی.

د شانګهای د همکاریو سازمان یو سیمه‌ییز چوکاټ دی چې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او صنعتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره نندارتونونه او ناستې تنظیموي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي ګډون د خصوصي سکټور د اړیکو د پراخولو په موخه شوی او د قرغیزستان، تاجیکستان، روسیې، ازبکستان او ایران د سوداګرۍ خونو له استازو سره د همغږۍ پر زیاتېدو تمرکز لري.