نوري د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په یوې ولسي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، اوس مهال په افغانستان کې داسې نظام حاکم دی چې ټولې چارې یې د اسلامي شریعت تر چتر لاندې پر مخ وړل کېږي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان ولس د اسلامي نظام ملاتړ کوي او له طالبانو سره یې ملاتړ د زور او جبر پر بنسټ نه دی. د هغه په وینا، افغانان په خپله خوښه او رضا د طالبانو تر څنګ ولاړ دي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر همدارنګه ادعا کړې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټول تنظیمونه، کورني اختلافات، د غچ اخیستنې پېښې او جګړې پای ته رسېدلې او په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی.
نوري د سرپل له خلکو غوښتي چې د ده په وینا، د «پردیو تبلیغاتو او استخباراتي کړیو» تر اغېز لاندې دې نه راځي او د هېواد وضعیت د واقعیتونو پر بنسټ وارزوي.
نوري د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، هغه کسان چې د ده په وینا، د تېرو شلو کلونو پر مهال یې د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپلې موخې ازمویلې، باید د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ شعارونه ور نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د بیان ازادۍ، او مدني حقونو د د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
همدارنګه، په وروستیو میاشتو کې په ځینو ولایتونو، په ځانګړي ډول هرات کې، د طالبانو د ځینو سیاستونو پر ضد د اعتراضونو او د هغو د ځپلو راپورونه هم خپاره شوي دي.
بلخوا ځیني نیوکه کونکي وایي چې د طالبانو کړنې او سیاستونه نه اسلامي بڼه لري او نه هم زمونږ له کلتور سره تړاو لري.