• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا عبدالغني برادر په تخار کې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه تایید کړې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د مالیاتي او ګمرکي معافیت د تطبیق پر لارښود بحث شوی او د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه هم تایید شوې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یکشنبې په ورځ وویل، چې په دې غونډه کې د نوې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د هڅونې او جذب لپاره د مالیاتي او ګمرکي معافیت د تطبیق پر لارښود تفصیلي خبرې وشوې.

د رپوټ له مخې، له بحثونو وروسته یوې ځانګړې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د دغه لارښود د لا بډایه کولو په موخه تخنیکي ناستې وکړي او وروستۍ بڼه یې د طالبانو د اقتصادي کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدارنګه په غونډه کې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه تایید شوې، چې له مخې به یې خصوصي سکټور د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره یو اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړوي.

طالبانو ویلي، چې په دې پروژه کې لسګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د یادې ډلې د اقتصادي کمېسیون غونډې ته د یو شمېر تعقیبي موضوعګانو راپورونه هم وړاندې شوي او اړوندو ادارو ته په دې اړه لارښوونې شوې دي.

ترویج لرونکی

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه
۱

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۴

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

۵

د ایران سپاه پاسداران ډله وایي په سیمه کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبان غواړي بسمتي وریژې د پاکستان پرځای له هند نه واردې کړي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱
طالبان غواړي بسمتي وریژې د پاکستان پرځای له هند نه واردې کړي
100%

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته طالبان د پاکستان پر ځای له هند څخه د بسمتي وریژو پر مستقیمو وارداتو غور کوي. ټاکل شوې په همدې موخه په راتلونکې جولای میاشت کې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ ناسته وشي.

افغانستان په کال کې نږدې نیم مېلیون ټنه بسمتي وریژې مصرفوي او تل یې له ځمکنۍ لارې له پاکستان څخه واردولې، خو د کابل او اسلام‌اباد اوسنیو کړکېچونو طالبان اړ کړي چې د وریژو د چمتو کولو لپاره بدیلې لارې ومومي.

هندي رسنیو ویلي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان د ډیپلوماټیک ماموریت استازو له هندي چارواکو سره په لومړنیو خبرو کې د هند د بسمتي وریژو د پېرلو له زیاتوالي سره لېوالتیا ښودلې ده.

د راپورونو له‌مخې، اوسمهال د هند د بېلابېلو ډوله وریژو یوه برخه په غیرمستقیم ډول د دوبۍ او ايران د سوداګرو له لارې افغانستان ته ځي، چې دا چاره د لېږلو لګښتونه زیاتوي. د دواړو هېوادونو سوداګر غواړي د ایران د بندر عباس له لارې دغه وریژې په مستقیم ډول افغانستان ته ورسوي.

د سوداګرو په وینا، په راتلونکې ناسته کې به پر لوژستیکي ستونزو، د پیسو د تادیې پر مېکانېزم او د جنس په جنس سوداګرۍ په اړه خبرې وشي ځکه هند له افغانستان څخه په لویه کچه وچه مېوه واردوي او دا چاره د سوداګرۍ توازن اسانه کوي.

خو د دې چارې پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه د نوي ډیلي او په کابل کې د طالبانو د ادارې ترمنځ د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو نشتوالی دی. هندي صادراتي شرکتونه لا هم افغانستان ته د سوداګریزو پلاوو د لېږلو په برخه کې محتاط دي او د پیسو د تادیې په تړاو بشپړ ډاډ غواړي.

هند په ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کال کې نړۍ ته ۶.۵۲ مېلیون ټنه دغه ډول وریژې صادرې کړې.

په کندهار کې یوې ښځې خپل پخوانی خاوند په ډزو وژلی دی

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۱
په کندهار کې یوې ښځې خپل پخوانی خاوند په ډزو وژلی دی
100%

له کندها څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یوې ښځې تر لفظي شخړې وروسته پر خپل پخواني خاوند ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.

سرچینو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د کندهار ښار د ۹ مې حوزې اړوند لو ویالې په سیمه کې یوې ښځې خپل خاوند په ډزو وواژه.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، وژل شوی کس د ښځې پخوانی خاوند و، چې له طلاق وروسته سره جلا شوي وو.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ځايي خبریالانو ته ویلي چې تورنه ښځه نیول شوې او هغې طالبانو ته منلي چې پخواني خاوند یې له جلا کېدو وروسته هم ورته مزاحمتونه کول.

طالبانو د ښځې او وژل شوي کس هویت پټ ساتلی او وايي، د یادې پیښې په اړه نورې پلټنې کوي.

طالبانو یو دیني عالم د باختر خبري اژانس د نوي رییس په توګه ټاکلی

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
طالبانو یو دیني عالم د باختر خبري اژانس د نوي رییس په توګه ټاکلی
100%

د طالبانو رییس الوزرا ملاحسن اخوند د یو حکم له مخې، د مولوي احسان الله حسان په نامه یو دیني عالم د باختر دولتي خبري اژانس د نوي رییس په توګه ټاکلی. نوموړی د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۷مه د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د معیین قدرت الله جمال له لوري کارکوونکو ته معرفي شو.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د خبر له مخې، په دې مراسمو کې مولوي قدرت‌الله جمال باختر خبري اژانس د نورو رسنیو لپاره یوه معتبره او د باور وړ خبري سرچینه وبلله.

مولوي احسان‌الله حسان تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر د رییس په توګه کار کاوه.

طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې په افغانستان کې رسنۍ سانسور کړې او معلوماتو ته لاسرسی یې محدود کړی دی.

طالبانو د باختر اژانس نوي مشر ټاکل کېدو او معرفي کېدو د غونډې انځورونه نه دي خپاره کړي او یوازې یې د مېز او څوکۍ انځورونه خپاره کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف د قانون له مخې د ساکښو انځورونو خپرول حرام دي.

په فرانسه کې د سختې ګرمۍ له امله شاوخوا ۱۰۰۰ اضافي مړینې ثبت شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۱
په فرانسه کې د سختې ګرمۍ له امله شاوخوا ۱۰۰۰ اضافي مړینې ثبت شوې
100%

د فرانسې د عامې روغتیا ادارې ویلي، چې د اروپا د ګرمۍ بې‌سارې څپې له امله په دغه هېواد کې شاوخوا زر اضافي مړینې ثبت شوې دي او خبرداری یې ورکړی چې ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

ادارې د یکشنبې په ورځ په خپل لومړني راپور کې ویلي، ډېری مړه شوي عمرخوړلي کسان دي او اټکل کېږي چې د زړو په پالنځایونو او کورونو کې د مړینو د معلوماتو له بشپړېدو سره به د مړینو شمېر نور هم زیات شي.

اروپا د جون له شلمې نېټې راهیسې د ګرمۍ سختې څپې سره مخ ده، چې د لسګونو کسانو د مړینې، د تودوخې د ریکارډونو د ماتېدو، د برېښنا د تولید د ګډوډېدو او د بنسټیزو تاسیساتو د زیانمنېدو لامل شوې ده.

ساینسپوهانو ویلي، دا د اروپا په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو سخته ګرمۍ ده، ځکه د دې وچې اقلیم د نړۍ د منځنۍ کچې په پرتله په چټکۍ سره بدلېږي.

که څه هم د فرانسې د هوا پوهنې ادارې ویلي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې د سختې ګرمۍ شدت کم شوی، خو د هېواد په شمال ختیځ کې ځینې سیمې لا هم د ګرمۍ تر خبرداري لاندې دي.

د فرانسې د روغتیا وزیرې سټیفاني ریست ویلي چې د دې ګرمۍ روغتیايي اغېزې ښايي د هوا له سړېدو وروسته هم تر لسو ورځو دوام وکړي.

د عامې روغتیا ادارې د معلوماتو له مخې، ډېری مړینې د ۶۵ کلونو او له هغه پورته عمر لرونکو کسانو کې ثبت شوې، خو سختې ګرمۍ د ټولنې د ټولو عمرونو خلکو پر روغتیا منفي اغېزې کړې دي.

ملا شیرین چارواکو ته: ځوانان پرې نه ږدئ چې د پردیو خلکو د افکارو ښکار شي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۱
ملا شیرین چارواکو ته: ځوانان پرې نه ږدئ چې د پردیو خلکو د افکارو ښکار شي
100%

په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو له مرستیالانو سره په ناسته کې، هغوی ته د اطاعت، همغږۍ، له خلکو سره د ښه چلند کولو سپارښتنې کړې دي. نوموړي د ولسوالیو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د ځوانانو د افکارو پر جوړولو کار وکړي.

په کندهار کې د طالبانو رسنیز دفتر یکشنبې په ورځ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا شیرین د دغه ولایت د ۱۹ ولسوالیو د ولسوالانو له مرستیالانو سره په ناسته کې پر اطاعت او له خلکو سره پر ښه چلند کولو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې د ملا شیرین له قوله لیکل شوي:«زه په دغه ولایت کې د امیرالمومنین استازی یم، همداسې تاسو او د ولسوالیو ولسوالان زما او د هغه استازي یاست. نو در سپارل شوي مسولیتونه په ښه توګه ادا کړئ».

همدارنګه نوموړي د ولسوالیو مرستیالانو ته سپارښتنه کړې، چې د ځوانانو د افکار پر جوړولو کار وکړي.

ملا شیرین زیاته کړې:«مه پرېږدئ چې ځوانان مو د پردیو خلکو ښکار شي».

نوموړي پر داسې مهال پر اطاعت او د ځوانانو د افکارو پر جوړولو ټینګار کړی چې وړاندې هم په ډېرو نورو ولایتونو کې هم د یادې ډلې د مشر د فرمانونو د عملي کېدو او د اطاعت په اړه ګڼې غونډي او سیمینارونه جوړ شوي.