• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په بغلان کې یې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیست

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په بغلان ولایت کې یې د افغانستان د کورنیو تولیداتو او صنعتي محصولاتو درې ورځنی نندارتون، نن د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۷مه پرانیست.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو برخو کورني تولیدات او صنعتي محصولات په ۸۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي او ټاکل شوې چې دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د دې نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو دودول، د بازارموندنې پیاوړتیا، د صنعت‌کارانو او پانګه‌والو هڅول او د هېواد د اقتصادي ودې ملاتړ دی.

دغه نندارتون د بغلان د طالب چارواکو په ګډون، د سوداګرو، صنعت‌کارانو او د یو شمېر ادارو د استازو په حضور کې پرانیستل شوی دی.

د وزارت په وینا، د بغلان طالب والي د پرانیستې مراسمو پر مهال ویلي چې دا ډول نندارتونونه یوازې د تولیداتو د نندارې لپاره نه دي، بلکې د اقتصادي ودې، د کورنیو تولیداتو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د تولیدوونکو د ملاتړ لپاره مهم فرصتونه هم برابروي.

هغه زیاته کړې چې بغلان د کرنې، صنعت، سوداګرۍ او طبیعي زیرمو له پلوه د افغانستان له مهمو ولایتونو څخه دی او د حاصل‌خېزو ځمکو، د اوبو سرچینو، کانونو او د کرنیزو محصولاتو د پروسس د اسانتیاوو په لرلو سره کولای شي د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

طالب چارواکي په داسې حال کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د ورته نندارتونونو پر جوړېدو ټینګار کوي چې د افغانستان خصوصي سکتور لا هم د پانګونې د کمښت، د صادراتو د محدود بازار، بانکي ستونزو او اقتصادي رکود په څېر له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

ترویج لرونکی

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه
۱

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۴

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

۵

د ایران سپاه پاسداران ډله وایي په سیمه کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

•
•
•

نور کیسې

یونیسف: په افغانستان کې د واکسین د رسولو او ساتنې بهیر لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱
یونیسف: په افغانستان کې د واکسین د رسولو او ساتنې بهیر لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د واکسینونو د رسولو او ساتنې لپاره هڅې روانې دي، خو د واکسیناسیون بهیر لا هم د بېلابېلو لوژستیکي او تخنیکي ستونزو له امله له جدي ننګونو سره مخ دی.

یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي چې د واکسین د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د واکسینونو د پېرلو او د «کولډ چین» یا یخونې شبکې د پیاوړتیا چارې روانې دي، څو د واکسین هر ډوز د خپل کیفیت او اغېزمنتیا له ساتلو سره د افغانستان تر لیرې پرتو سیمو پورې ورسېږي.

د یادې ادارې په وینا، د یخونې د شبکې پیاوړتیا د دې لپاره اړینه ده چې ماشومان په ټول هېواد کې له ګواښونکو او وژونکو ناروغیو خوندي پاتې شي او د واکسینونو اغېزمنتیا وساتل شي.

یونیسف ټینګار کړی چې د واکسینونو خوندي لېږد او مناسب ساتل د ماشومانو د روغتیايي پروګرامونو د بریا اساسي برخه ده او په دې برخه کې د نړیوالو شریکانو مالي او تخنیکي ملاتړ مهم رول لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د واکسیناسیون پروګرام لا هم له ګڼو خنډونو سره مخ دی. په ځینو سیمو کې د طالبانو له لوري د واکسین د تطبیق پر وړاندې محدودیتونه، د سړکونو خراب وضعیت، په لیرې پرتو سیمو کې د برېښنا نشتوالی او ځینې کلتوري محدودیتونه د ماشومانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی او د واکسینونو د پراخ تطبیق پر وړاندې یې ننګونې زیاتې کړې دي.

په لغمان کې د مخالفو جنګیالیو د حضور تر راپورونو وروسته طالبانو امنیتي غونډه کړې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۳ GMT+۱
په لغمان کې د مخالفو جنګیالیو د حضور تر راپورونو وروسته طالبانو امنیتي غونډه کړې
100%

په لغمان کې د طالبانو د مخالفینو د حضور تر راپورونو وروسته، په دغه ولایت کې د طالبانو د لغمان امنیه قومندان په مشرۍ امنیتي غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د ولسوالیو قوماندانانو او د مهترلام د امنیتي حوزو امرینو ګډون کړی و.

د طالبانو لغمان امنیه قوماندانۍ نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۷مه وویل، چې په دې ناسته کې د داخلي جزوتامونو مدیرانو او امرینو هم برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د امنیتي او اداري چارو د سمون، د امنیتي وضعیت د لا پیاوړتیا، په چارو کې د همغږۍ د زیاتوالي او د پولیسو د فعالیتونو د اغېزناکتیا په اړه خبرې شوې دي.

دا امنیتي ناسته له هغه وروسته کېږي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مخالفې ډلې ازادۍ جبهې اعلان وکړ، چې د هېواد په ختیځ او په ځانګړي توګه په لغمان کې یې خپل وسله وال ځای پر ځای کړي دي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي د انټرنېټي کڅوړو بیې بېرته را ټیټې شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۲ GMT+۱
د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي د انټرنېټي کڅوړو بیې بېرته را ټیټې شوې
100%

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، مخابراتي شبکو له درې ورځني ضرب الاجل وروسته، د انټرنېټي کڅوړو بیې بېرته پخوانۍ حالت ته ګرځولې. د ځینو شبکو له خوا خپرې شوې نوې بیې ځینو مشتریانو سپکاوی بللی. په نویو بیو کې په وړو پکیجونو کې ۵ او په سترو هغو کې په مختلفو کچو تغییر راغلی.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تېره اونۍ د انټرنېټي کڅوړو د بیو د ټیټولو په تړاو مخابراتي شبکو ته درې ورځې وخت ور کړی و.

د پنجشنبې په ورځ د دوو مخابراتي شبکو غړو، چې د طالبانو د مخابراتو وزارت و اترا ادارې له استازو سره د مخابراتي شبکو د استازو د ناستې له بهیره خبر دي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د اترا ادارې او مخابراتي شبکو د استازو ترمنځ په ناسته کې د طالبانو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مخابراتي شبکو ته درې ورځې وخت ورکړ، چې د خپلو انټرنیټي کڅوړو بیو ټیټې کړي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د مخابراتو وزارت مسوولانو شرکتونو ته خبرداری ورکړی و چې تر یکشنبې ورځې پورې باید د انټرنېټي کڅوړو او مخابراتي خدماتو بیې راټیټې او پخوانیو نرخونو ته یې بېرته وګرځوي. نن د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې دغه بیې بېرته پخواني حالت ته اوښتې دي.

د افغان بېسیم د انټرنېټي کڅوړو په تازه بیو کې راغلي، چې د۱۸۵ افغاني کڅوړه۱۸۰ افغانيو ته راکښته شوې، ۲۷۵ افغانۍ ۲۵۰ ته او ۴۰۰ افغاني ۳۹۰ افغاني ته ټیټه شوې ده.

تر ټولو څرګند بدلون د ۱۸۹۹ افغاني ۴۰ جي بي میاشتنۍ کڅوړه ده چې ۱۰۹۹ افغانۍ ته راټیټه شوې ده، چې دا د پام وړ تخفیف ښيي.

په همدې حال کې ځینې لوړکچې کڅوړې چې ډېر انټرنېټ لري، د لوړې بیې په کټګورۍ کې پاتې دي او د ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ پورې تغییر پکې راغلی دی.

د مخابراتي شرکتونو د استازو په وینا، د طالبانو حکومت له مخابراتي خدماتو او تجهیزاتو څخه شاوخوا ۱۶ سلنه ټولیزه مالیه اخلي، چې د خدماتو پر وروستیو بیو مستقیم اغېز لري. دوی همداراز ویلي چې د سیمې د اقتصادي او امنیتي وضعیت، د نړیوالو بازارونو د بدلونونو او د تجهیزاتو د واردولو د لګښتونو د زیاتوالي له امله د شبکو عملیاتي مصارف لوړ شوي دي.

خو د طالبانو اترا ادارې چارواکو د شرکتونو دغو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې د جمهوریت د دورې په څېر د مالیاتو په برخه کې د تخفیف یا ځانګړو رعایتونو امکان نه شته او شرکتونه باید خپلې مالي او عملیاتي ستونزې د خپلو داخلي تګلارو له لارې حل کړي.

په کابل کې د یوه مخابراتي شرکت یو تن پخواني سلاکار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جمهوري حکومت پر مهال به د مخابراتي سکتور د ملاتړ په موخه په ځینو مواردو کې په مالیاتو او فیسونو کې نرمښتونه راوستل کېدل، څو شرکتونه د بیو له لوړولو څخه را وګرځول شي.

د نوموړي په وینا، هغه مهال حکومت د فریکونسۍ فیسونو، د ځینو عملیاتي لګښتونو او د وارداتي تخنیکي تجهیزاتو په ګمرکي تعرفو کې تخفیفونه یا معافیتونه ورکول، چې له امله یې مخابراتي شرکتونو ته د بیو د ثابت ساتلو زمینه برابره وه. هغه زیاته کړه، چې «اوس د طالبانو اداره ټول مالیات اخلي او هیڅ ډول تخفیف نه مني».

طالبانو له پاکستان نه د ۲۰ زره کیلوګرامه مختلفو توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۱
طالبانو له پاکستان نه د ۲۰ زره کیلوګرامه مختلفو توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی
100%

د طالبانو د هلمندولایت د فرعي ګمرکاتو ریاست وايي، د تېرې یوې اونۍ په لړ کې یې په مرکز لښکرګاه، ګرمسېر او بهرامچې ولسوالیو کې له پاکستان نه د ۲۰ زره او ۲۶۶ کیلوګرامه ناقانونه خوراکي او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

د طالبانو د هلمند د فرعي ګمرکاتو ریس ویلي، یاد توکي چې په ۱۱ موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې له پاکستان نه د هلمند له لارې په قاچاقي توګه افغانستان ته راوړل شي.

د هغه په وینا، په دې تړاو ۱۳ کسان نیول شوي او له لومړنیو پلټنو وروسته اړوندو ادارو ته د څېړنو لپاره ورپېژندل شوي دي.

د ننګرهار د سره رود یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو چارواکي د ځمکو په «غصب» تورنوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د ننګرهار د سره رود یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو چارواکي د ځمکو په «غصب» تورنوي
100%

د ننګرهار ولایت ځینو اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل سره د سندونو په شریکولو سره ویلي، چې د طالبانو د ننګرهار محکمې د مدني دیوان رییس، محرر ، د سره رود ولسوالۍ د محکمې رییس او د ولسوالي حقوقي مدیر د ځمکو له مافیا سره لاس یو کړی او د عامو خلکو ځمکې غصبوي.

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۷مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت د سره رود ولسوالۍ طالب چارواکي په سلطان پور سیمه کې د عامو خلکو قانوني اسناد لرونکې ځمکې غصبوي.

100%

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د ځمکو د غصب مافیا د عامو خلکو پر ځمکو محکمې ته عریضې کوي او بیا وروسته د طالبانو د ننګرهار د محاکمو چارواکي په دغو غصب شویو ځمکو کې خپلې سهمونه اخلي.

د سیمې ځايي اوسېدونکي زیاتوي، چې کله هم دوی د خپلو اسنادو سره محاکمو ته مراجعه کوي نو دا مسوولین د ځمکو د مافیا اړخ نیسي او د هغوی په ګټه پرېکړې کوي.

د سندونو له مخې په یوه تازه پېښه کې «د سره رود ولسوالۍ په سلطان پور سیمه کې د ځمکو د غصب مافیا د طالبانو د ننګرهار محکمې د مدني دیوان رییس قاضي نورالحق حقاني سره ۱۵ بسوې، محرر قاري فرید سره ۵ بسوې، د سره رود ولسوالۍ د محکمې رییس سره ۱۰ بسوې ، د ولسوالي له حقوقي مدیر سره د ۵ بسوې ځمکې د ور کولو ژمنې کړې دي».

100%

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د سلطان پور سیمې اوسېدونکو هغه ویډیو هم له افغانستان انټرنشنل سره شریکه کړې چې د طالبانو د محاکمو ځینې چارواکې پکې له خپلو وسله والو سره لیدل کېږي او د سیمې خلک په لوړ غږ د کامرې ترشا نارې کوي، چې طالب چارواکي باید قانون او عدالت تطبیق کړي خو طالب چارواکي پر دوی غږ کوي چې کامره بنده کړي.

د روان کال د غبرګولي پر ۱۷مه په ننګرهار کې ځینو سوداګرو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو ریاست اوپراتیفي مرستیال مولوي عبدالله حماد له سوداګرو او صرافانو نه په مختلفو نومونو نغدې پیسې او باج غواړي.

پر دغه طالب چارواکي عریضې هم شوې، خو کومه پایله یې نه ده ور کړې.

له دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل د ځینو سرچینو له قوله د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د غصب او باج اخېستنو په تړاو رپوټونه خپاره کړي وو. په راپورونو کې ویل شوي وو چې نوموړي په خوست ولایت کې یو سوداګریز مارکیټ غصب کړی او ځینو سوداګرو ترې د باج اخیستو شکایت کړی و.

طالبانو په سره رود کې د ځمکې د غصب په تړاو د خلکو ددې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.