• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرانسې په شمال ختیځ کې د الوتکې پرېوتو په پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د فرانسې چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد په شمال ختیځ ښار ټومبلېن کې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.

یادې الوتکې د پراشوټ روزنې په یوې ښوونیزې ادارې پورې اړه لرله، چې پنځه زده‌کوونکي، پنځه ښوونکي او پیلوټ پکې سپاره وو. د پېښې په پایله کې ټول سپاره کسان مړه شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې وزیر د پېښې ځای ته روان دی.

د سیمې والي یوې سېګې ویلي چې الوتکې تر سقوط مخکې احتمالا تخنیکي ستونزه درلوده او وروسته په عمودي ډول پر ځمکه لوېدلې ده.

هغه زیاته کړې چې پېښه یو سوداګریز مرکز ته نږدې په استوګنیزه سیمه کې شوې ده.

ترویج لرونکی

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه
۱

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۲

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۳

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۴

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

۵

د ایران سپاه پاسداران ډله وایي په سیمه کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

•
•
•

نور کیسې

سعودي عربستان په یوه اونۍ کې ۱۵ زره ناقانونه بهرنیان نیولي او له ۱۱ زرو ډېر یې اېستلي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۱
سعودي عربستان په یوه اونۍ کې ۱۵ زره ناقانونه بهرنیان نیولي او له ۱۱ زرو ډېر یې اېستلي
100%

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د جون له ۱۸مې تر ۲۴مې پورې د امنیتي ځواکونو او اړوندو دولتي ادارو په ګډو عملیاتو کې ۱۵ زره او ۲۳۱ ناقانونه مېشت بهرنیان نیول شوي او ۱۱ زره او ۲۹۷ کسان اخراج شوي دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، له نیول شویو کسانو څخه ۷ زره او ۵۸۹ تنه د استوګنې د قانون، ۴ زره او ۴۴۳ تنه د سرحدي امنیت د قانون او ۳ زره او ۱۹۹ تنه د کار د قانون د سرغړونې په تور نیول شوي دي.

د وزارت په وینا، په همدې موده کې ۱۵ زره او ۱۰۹ کسان د سفر د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره خپلو ډیپلوماتیکو استازولیو ته ورپېژندل شوي او ۳ زره او ۶۱۸ نور د سفر د ترتیباتو د بشپړولو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

وزارت ویلي، په همدې موده کې ۱۷۶۳ کسان سعودي عربستان ته د ناقانونه ننوتلو پر مهال نیول شوي، چې ۴۴ سلنه یې د یمن، ۵۵ سلنه د ایتوپیا او یو سلنه یې د نورو هېوادونو وګړي وو.

همداراز ۵۳ کسان د سعودي عربستان د ناقانونه پرېښودو د هڅې پر مهال نیول شوي او ۲۲ نور کسان د ناقانونه مېشتو کسانو د لېږد، پټنځای ورکولو او ګومارنې په تور نیول شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال ټولټال ۱۶ زره او ۳۶۹ بهرنیان د قانوني اقداماتو د بشپړېدو په موخه تر پروسې لاندې دي، چې ۱۴ زره او ۲۹۶ نارینه او ۲ زره او ۷۳ ښځې پکې شاملې دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، هر څوک چې د ناقانونه کسانو د ننوتلو اسانتیا برابره کړي، هغوی ولېږدوي، پناه ورکړي یا هر ډول مرسته ورسره وکړي، تر ۱۵ کلونو پورې د بند، تر یو میلیون سعودي ریاله جریمې او د کارول شویو موټرو او استوګنځایونو د ضبط له سزا سره به مخ شي.

زیلنسکي: اوکرایني ځواکونو د روسیې دوه د تېلو تصفیې کارخونې په نښه کړي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۰ GMT+۱
زیلنسکي: اوکرایني ځواکونو د روسیې دوه د تېلو تصفیې کارخونې په نښه کړي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي چې اوکرایني ځواکونو د دغه هېواد د اساسي قانون د ورځې په مناسبت د روسیې په خاوره کې دوه د تېلو تصفیې کارخونې په نښه کړې دي. نوموړي ویلي دا بریدونه د مسکو د جګړه‌ییزو وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره ترسره شوي دي.

زیلنسکي په ایکس کې لیکلي چې د اوکراین اوږدمهاله بریدونو د روسیې د کراسنودار سیمې د سلاویانسک د تېلو تصفیه‌خانه په نښه کړې، چې د جګړې له لومړۍ کرښې شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري. هغه زیاته کړه چې اوکرایني ځواکونو د یاروسلاول سیمې یوه بله د تېلو تصفیه‌خانه هم په نښه کړې، چې د اوکراین له پولې نږدې ۷۰۰ کیلومتره واټن لري.

د اوکراین ولسمشر ویلي: «موږ خپلو عملیاتو ته دوام ورکوو چې د روسیې د جګړې د دوام وړتیا کمزورې کړو. هر لرې واټن برید د روسیې د جګړه‌ییز ماشین لپاره سرچینې راکموي او سولې ته یو بل ګام نږدې کوي.»

زیلنسکي ټینګار کړی چې اوکراین به د روسیې د بریدونو او «ترهګرۍ» پر وړاندې خپلو ځوابي اقداماتو ته دوام ورکړي او د دغو عملیاتو له امله یې د اوکرایني ځواکونو مننه کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د روسیې او اوکراین جګړه له درېیو کلونو اوښتې او دواړه لوري په وروستیو میاشتو کې د یو بل د پوځي او انرژۍ اړوندو تاسیساتو پر وړاندې د لرې واټن بریدونه زیات کړي دي.

د روسیې او اوکراین پر پوله د ډرون او توپچي بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
د روسیې او اوکراین پر پوله د ډرون او توپچي بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
100%

د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په دوام، د دواړو هېوادونو پر سرحدي سیمو د ډرون او توپچي بریدونو له امله لږ تر لږه پنځه ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د روسیې د برایانسک سیمې سرپرست والي، یګور کووالچوک، ویلي چې د اوکراین یوه ډرون پولې ته نږدې په یوه کلي کې پر یوه موټر برید کړی، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي.

بلخوا د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شنبې ورځې له سهار تر ماښامه پورې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۴ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین هم په پرله‌پسې څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین یو شمېر ډرونونه، چې د روسیې پلازمېنې مسکو پر لور روان وو، د هوايي دفاعي ځواکونو له خوا شنډ او له منځه وړل شوي دي. روسي رسنیو راپور ورکړی چې یوازې د شنبې په ورځ د مسکو پر لور د ۲۴ډرونونو د تګ مخه نیول شوې ده.

په اوکراین کې د دنیپروپېتروفسک سیمې والي، اولکساندر هانژا، ویلي چې د نیکوپول ښار پر شاوخوا سیمو د روسیې له لوري د څه باندې ۴۰ډرون او توپچي بریدونو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

نیکوپول ښار، چې د دنیپرو سیند پر غاړه او د روسیې تر کنټرول لاندې د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته مخامخ پروت دی، د روسي ځواکونو له پرله‌پسې بریدونو سره مخامخ سیمه بلل کېږي.

په ورته وخت کې، د اوکراین د دونېڅک سیمې په هغو برخو کې چې د روسیې تر ولکې لاندې دي، د مسکو له خوا ټاکل شوي سیمه‌ییز مشر، دنیس پوشیلین، ویلي چې د اوکراین د ډرون بریدونو له امله د هورلیفکا او ماکییفکا په ښارونو کې دوه کسان وژل شوي دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه، چې له درېیو کلونو څخه زیاته موده یې تېرېږي، لا هم د دواړو هېوادونو پر سرحدي او جګړه‌ییزو سیمو کې د ملکي وګړو ژوند ته جدي ګواښ پېښوي.

استرالیا: هغه شرکتونه به سخت مجازات شي چې کم‌عمره ماشومان ټولنیزو رسنیو ته پرېږدي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۲ GMT+۱
استرالیا: هغه شرکتونه به سخت مجازات شي چې کم‌عمره ماشومان ټولنیزو رسنیو ته پرېږدي
100%

د استرالیا حکومت اعلان کړی چې د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو د کارونې د بندیز د نه پلي کېدو په صورت کې به پر ټکنالوژۍ شرکتونو لګېدونکې اعظمي جریمه دوه برابره کړي. وروستیو څېړنو ښودلې، سره له دې چې بندیز نافذ شوی، لا هم ډېری تنکي ځوانان ټولنیزې رسنۍ کاروي.

د شنبې په ورځ د استرالیا حکومت وویل چې د قانون له مخې به د ټولنیزو رسنیو د بندیز د «سیستماتیکو سرغړونو» په صورت کې اعظمي جریمه له ۴۹،۵ میلیونه استرالیایي ډالرو څخه ۹۹ میلیونه استرالیایي ډالرو ته لوړه شي. همداراز به د انټرنېټ د خوندیتوب د څار ادارې واکونه پراخ شي، څو له ټولنیزو رسنیو شرکتونو وغواړي چې د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د حسابونو د مخنیوي لپاره د خپلو اقداماتو اسناد او شواهد وړاندې کړي.

د استرالیا حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې د فېسبوک، انسټاګرام، یوټیوب، سنیپ‌چېټ او ټیک‌ټاک په ګډون د پنځو مشهورو ټولنیزو پلاتفورمونو د احتمالي سرغړونو په اړه پلټنې روانې دي.

د استرالیا شپږ میاشتنی بندیز، چې د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو د محدودولو له مهمو قوانینو څخه ګڼل کېږي، د هغو هېوادونو پام هم ځان ته اړولی چې غواړي ورته پالیسۍ پلې کړي. په همدې لړ کې بریتانیا هم اعلان کړی چې د ټولنیزو رسنیو ترڅنګ به د انلاین لوبو او ژوندۍ خپرونې پلاتفورمونه هم تر نویو محدودیتونو لاندې راولي.

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي: «که څه هم د ټولنیزو رسنیو د لږ تر لږه عمر د قانون له معرفي کېدو وروسته د نړۍ په کچه مثبت بدلون او ملاتړ لیدل شوی، خو لا هم لوی ټکنالوژیک شرکتونه د قانون د پلي کولو لپاره کافي هڅې نه کوي او لا هم ډېر ماشومان په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي.»

د حکومت په وینا، د بندیز له نافذېدو وروسته تر پنځو میلیونو ډېر د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کاروونکو حسابونه یا تړل شوي او یا هم محدود شوي دي.

خو تازه څېړنې ښيي چې د عمر د تثبیت لپاره کارېدونکي میکانیزمونه، لکه د خپل انځور یا «سیلفي» اخیستل، په اسانۍ سره له محدودیتونو تېریږي. د روانې اوونۍ یوې څېړنې، چې د برېتانیا د طبي ژورنال له خوا خپره شوې، موندلې چې د بندیز له پلي کېدو درې میاشتې وروسته هم د ۱۲څخه تر ۱۵ کلونو پورې ۸۵ سلنه استرالیایي ځوانان لا هم ټولنیزې رسنۍ کاروي.

د دغې څېړنې له مخې، نږدې دوه پر درېیمه برخه کم عمره کاروونکو د ۱۶ کلونو څخه د لوړ عمر په ثبتولو یا د داسې انځور په لېږلو سره چې پلاتفورم یې د ۱۶ کلونو څخه پورته عمر وباله، خپل حسابونه فعال ساتلي دي.

د استرالیا د مخابراتو وزیرې انیکا وېلز د ټولنیزو رسنیو پر شرکتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د انټرنېټ د خوندیتوب د ادارې له راپورونو څرګندیږي چې ټولنیزې رسنۍ د لویو ټکنالوژۍ شرکتونو دودیزې لارې کاروي او یوازې دومره اقدامات کوي چې له قانوني ستونزو ځان وژغوري.»

د پلان شویو تعدیلاتو له مخې، تنظیموونکې اداره به یوازې له ټولنیزو رسنیو شرکتونو نه، بلکې د عمر د تثبیت له خدمتونو او د اپلېکېشنونو له پلورنځیو هم معلومات راټولولی شي، څو د پلاتفورمونو ادعاوې وازمويي.

په ورته وخت کې، د ټولنیزو بحثونو وېبپاڼې «رېډیټ» د بیان د ازادۍ د حقونو په دلیل د استرالیا په ستره محکمه کې د دغه قانون پر ضد دعوه کړې، خو حکومت ویلي چې له قانون څخه به دفاع وکړي.

د ایران سپاه پاسداران په سیمه کې د امریکا پر اډو له بریدونو خبر ورکړ

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۰۱ GMT+۱
د ایران سپاه پاسداران په سیمه کې د امریکا پر اډو له بریدونو خبر ورکړ
100%

د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دغه پوځي ځواک سمندري او هوايي- فضايي واحدونو د یکشنبې په سهار د دوو او درېیو بجو ترمنځ، یو ګډ توغندیز او ډرون برید ترسره کړی دی.د اعلامیې له‌مخې، په دې بریدونو سره په بحرین او کویټ کې د امریکا نظامي اډې په نښه شوي دي.

د دې اعلامیې پر بنسټ، په دغو عملیاتو کې د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو په وسیله، د کویټ په علي‌السالم اډې کې د امریکا د پوځ اته مهم بنسټیز تاسیسات او همدارنګه په بحرین کې د دغه هېواد د سلمان په بندر کې د امریکا پنځمه سمندري بیړۍ په نښه شوي دي.

له دې سره سم، په بحرین کې د خطر زنګونه وهل شوي او د کویټ هوايي دفاعي سیسټم د توغندیزو او ډرون بریدونو د مقابلې لپاره فعال شوي دي. د دغو دواړو هېوادونو پوځونو اعلان کړی، چې یو شمېر توغندي او ډرون الوتکې یې له منځه وړي دي.

ټرمپ: ښايي اړ شو هغه څه چې ایران کې مو په بریالیتوب پیل کړي په نظامي توګه یې پای ته ورسوو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروث سوشیل» لیکلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو د زېرمو او همدارنګه د ساحلي رادارونو سایټونه په نښه کړي دي. هغه خبرداری ورکړی، که اړ شي، نو د ایران مسئله به په نظامي توګه پایته ورسوي.

هغه زیاته کړه: «ښايي داسې وخت راشي چې نور ونشو کړای منطقي واوسو او مجبور شو هغه څه چې په بریالیتوب سره مو پیل کړي، په نظامي توګه یې پای ته ورسوو.»

هغه ګواښ وکړ: «که داسې وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور نه‌وي».