• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو په یونیفورم کې غلاوې؛ په خوست کې د طالبانو په نوم د شپې له‌خوا د غلاوو ډېروالی

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۰ GMT+۱

د خوست مېشتو په وینا، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د شپې له‌خوا د طالبانو په نوم او یونیفورم سمبال کسانو له‌ لوري غلاوې ډېرې شوې. د خوست لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ هم وايي، په دې وروستیو کې یې د طالبانو په یونیفورم ملبس کسان نیولي چې د تلاشۍ په پلمه یې د خلکو کورونه لوټل.

د خوست یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د طالبانو په نوم او یونیفورم د سمبال وسله‌والو کسانو له لوري د غلاوو ګراف ډېر لوړ شوی دی. د دوی په وینا، دغه کسان چې څڼې یې پرېښي او ټول د طالبانو په څېر دي، معمولا دشپې له‌خوا د خلکو کورونو ته د تلاشۍ په پلمه ورځي او بیا کورونه لوټي.

تازه یوه شپږ کسیزه ډله د دغه ولایت په اسماعېل‌خیل- مندوزیو ولسوالۍ کې دشپې له‌خوا یوه کور ته د طالبانو په نوم ننوتي او له نغدو پیسو او سرو زرو سربېره د کور نور ګران بیه توکي له ځانه سره وړي دي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د امینه قومندانۍ ویاند طاهر احرار وايي، دغې ډلې چې پر نظامي یونیفورم، وسلو او مخابرو سمبال وو، د طالبانو په نوم دشپې له‌خوا د تلاشۍ په پلمه د خلکو کورونه لوټل. د نوموړي په وینا، دغې ډلې په وروستۍ پېښه په اسماعېل‌خېل- مندوزیو ولسوالۍ کې دشپې په یوه بجه یوه کور ته د طالبانو په نوم د تلاشۍ په پلمه ننوتي وو.

هغه وايي: «دغه ۶ کسیزه ډله دشپې په یوه بجه د امنیتي کسانو په نوم د یوه ځايي اوسېدونکي کور ته داخلېږي د کور د غړو لاسونه تړي او کور پلټي. ۲۵۰ زره افغانۍ، ۱۵۰ زره کلدارې، یو کلاشینکوف، یوه تفنګچه، ۵ تولې زر او نور توکي له ځانه سره وړي».

له دې سره سم، د اسماعېل‌خېل- مندوزیو ولسوالۍ د جنايي چارو امر محمد رحیم هلال وايي، د دغه کور یو غړی په امریکا کې اوسېږي او یاد کسان هم د نظامیانو په نوم او له امریکا مېشتي د پلټنو په پلمه یوه کور ته د لوټلو په موخه ننوتي وو.

هغه زیاتوي: «دغه پېښه د اسماعېل‌خېل- مندوزیو ولسوالۍ په للمیو سوروۍ غونډۍ کلي کې رامنځته شوې ده. د دغه کور څښتن ته د دروازې د ټکولو پر مهال ویل شوي چې موږ نظامیان یو او کور تلاشي کوو. بیا کور ته ننوتل او ټول سامانونه یې له ځانه سره وړي وو».

په ورته وخت کې د یاد کور څښتن نعیم وايي، یو ورور یې په امریکا کې اوسېږي او دغو وسله‌والو غلو د دروازې د ټکولو پر مهال غږ کړی چې امریکا مېشتی ورور یې هم په کور کې دی او د تلاشي په موخه راغلي دي.

نعیم زیاتوي: «د شپې یوه بجه وه چې کور ته راننوتل. موږ چې راویښ شو غږ یې راوکړ چې امریکا مېشتی ورور دې په کور کې دی او موږ مجاهدین او طالبان یو. دغو کسانو دریشۍ اغوستې وې، مخابرې ورسره وې او راته یې ویل چې تاسو سره لیزونه او نور ټوپکونه دي او موږ تلاشي کوو».

هغه وايي: «زه او وریرونه مې وتړل او تلاشي یې شروع کړه. په کور کې چې څه سامان، ټوپک او تمانچې، زر او روپۍ وې هر څه یې سره ټول کړل نور ووتل».

دغه متضرر کس وايي، څو ورځې مخکې یې د زړه عملیات کړي وو، نو هېڅ ډول حرکت یې نه‌دی کړی، ځکه پر خپل ځان وېرېده.

نیول شوي کسان هم وايي، چې د کور د تلاشۍ پر مهال یې د کور څښتن ته ځانونه طالبان معرفي کړي وو او د دغې غلا مشري هم د شهباز په نوم یوه کس کوله.

یو مظنون وايي: «موږ چې کور ته ورغلو ورته مو ویل چې موږ نظامي کسان یو او تلاشي کوو. موږ پوهېدو چې په دې کور کې پېسې شته، خو دا چې څومره دي، پر دې نه‌پوهېدو».

د خوست لپاره د طالبانو د امنیتي مسوولینو په وینا، دغه شپږ کسیزه ډله په څه کم ۲۴ ساعتونو کې د خوست له بېلابېلو سیمو نیول شوې ده. دوی زیاتوي، له دغو کسانو ۳ کلاشینکوفونه، یوه تفنګچه، نظامي یونیفورم، مخابرې، موبایلونه او نور نظامي وسایل ترلاسه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم داسې راپورونه وو، چې تنقیص شوي او برحاله طالبان د شتمنو کورونو ته د تلاشۍ په پلمه ورځي او کورونه لوټي، خو د نیول کېدو پر مهال بیا د طالب مسوولینو له لوري غله نومول کېږي.

ترویج لرونکی

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه
۱

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۴

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

۵

د ایران سپاه پاسداران ډله وایي په سیمه کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

•
•
•

نور کیسې

هېډر بار: له شرطونو پرته د طالبانو سره تعامل به هغوی ته مشروعیت ورکړي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱
هېډر بار: له شرطونو پرته د طالبانو سره تعامل به هغوی ته مشروعیت ورکړي
100%

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو برخې مرستیالې مشرې هېډر بار، خبرداری ورکړی چې که اروپايي ټولنه له بشري حقونو سره د تړلو شرطونو پرته له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي، دا به د طالبانو د اوسني واکمن نظام د عادي کېدو او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لامل شي.

هغې په خپل پیغام کې ویلي، اروپايي ټولنه باید له طالبانو سره هر ډول اړیکې او تعامل د بشري حقونو له روښانه او معلومو معیارونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو له رعایت سره مشروط کړي.

بار ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو د اساسي حقونو خوندیتوب باید د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د هر ډول سیاسي او ډیپلوماټیکو خبرو اساسي محور وي او دغه موضوع باید د سیاسي مصلحتونو تر سیوري لاندې رانشي.

د هغې په وینا، که اروپايي ټولنه د بشري حقونو له شرطونو پرته له طالبانو سره تعامل وکړي، نو دا به د ښځو او نجونو پر وړاندې د روانو محدودیتونو د دوام تر څنګ، طالبانو ته د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو زمینه هم برابره کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان دغه دریځ په داسې وخت کې څرګند کړی چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او یو شمېر اروپایي هېوادونو ترمنځ د افغانستان د کډوالو او نورو تخنیکي موضوعاتو په اړه تماسونه او خبرې اترې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ښځې او نجونې له زده‌کړو، ډېری کاري فرصتونو او ګڼو ټولنیزو ازادیو بې‌برخې شوې دي، هغه محدودیتونه چې لا هم د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو له دوامدارو نیوکو سره مخ دي.

طالبان وایي په بغلان کې یې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیست

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۱
طالبان وایي په بغلان کې یې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیست
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په بغلان ولایت کې یې د افغانستان د کورنیو تولیداتو او صنعتي محصولاتو درې ورځنی نندارتون، نن د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۷مه پرانیست.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو برخو کورني تولیدات او صنعتي محصولات په ۸۵ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي او ټاکل شوې چې دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د دې نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو دودول، د بازارموندنې پیاوړتیا، د صنعت‌کارانو او پانګه‌والو هڅول او د هېواد د اقتصادي ودې ملاتړ دی.

دغه نندارتون د بغلان د طالب چارواکو په ګډون، د سوداګرو، صنعت‌کارانو او د یو شمېر ادارو د استازو په حضور کې پرانیستل شوی دی.

د وزارت په وینا، د بغلان طالب والي د پرانیستې مراسمو پر مهال ویلي چې دا ډول نندارتونونه یوازې د تولیداتو د نندارې لپاره نه دي، بلکې د اقتصادي ودې، د کورنیو تولیداتو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د تولیدوونکو د ملاتړ لپاره مهم فرصتونه هم برابروي.

هغه زیاته کړې چې بغلان د کرنې، صنعت، سوداګرۍ او طبیعي زیرمو له پلوه د افغانستان له مهمو ولایتونو څخه دی او د حاصل‌خېزو ځمکو، د اوبو سرچینو، کانونو او د کرنیزو محصولاتو د پروسس د اسانتیاوو په لرلو سره کولای شي د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

طالب چارواکي په داسې حال کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د ورته نندارتونونو پر جوړېدو ټینګار کوي چې د افغانستان خصوصي سکتور لا هم د پانګونې د کمښت، د صادراتو د محدود بازار، بانکي ستونزو او اقتصادي رکود په څېر له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

یونیسف: په افغانستان کې د واکسین د رسولو او ساتنې بهیر لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱
یونیسف: په افغانستان کې د واکسین د رسولو او ساتنې بهیر لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د واکسینونو د رسولو او ساتنې لپاره هڅې روانې دي، خو د واکسیناسیون بهیر لا هم د بېلابېلو لوژستیکي او تخنیکي ستونزو له امله له جدي ننګونو سره مخ دی.

یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي چې د واکسین د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د واکسینونو د پېرلو او د «کولډ چین» یا یخونې شبکې د پیاوړتیا چارې روانې دي، څو د واکسین هر ډوز د خپل کیفیت او اغېزمنتیا له ساتلو سره د افغانستان تر لیرې پرتو سیمو پورې ورسېږي.

د یادې ادارې په وینا، د یخونې د شبکې پیاوړتیا د دې لپاره اړینه ده چې ماشومان په ټول هېواد کې له ګواښونکو او وژونکو ناروغیو خوندي پاتې شي او د واکسینونو اغېزمنتیا وساتل شي.

یونیسف ټینګار کړی چې د واکسینونو خوندي لېږد او مناسب ساتل د ماشومانو د روغتیايي پروګرامونو د بریا اساسي برخه ده او په دې برخه کې د نړیوالو شریکانو مالي او تخنیکي ملاتړ مهم رول لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د واکسیناسیون پروګرام لا هم له ګڼو خنډونو سره مخ دی. په ځینو سیمو کې د طالبانو له لوري د واکسین د تطبیق پر وړاندې محدودیتونه، د سړکونو خراب وضعیت، په لیرې پرتو سیمو کې د برېښنا نشتوالی او ځینې کلتوري محدودیتونه د ماشومانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی او د واکسینونو د پراخ تطبیق پر وړاندې یې ننګونې زیاتې کړې دي.

په لغمان کې د مخالفو جنګیالیو د حضور تر راپورونو وروسته طالبانو امنیتي غونډه کړې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۳ GMT+۱
په لغمان کې د مخالفو جنګیالیو د حضور تر راپورونو وروسته طالبانو امنیتي غونډه کړې
100%

په لغمان کې د طالبانو د مخالفینو د حضور تر راپورونو وروسته، په دغه ولایت کې د طالبانو د لغمان امنیه قومندان په مشرۍ امنیتي غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د ولسوالیو قوماندانانو او د مهترلام د امنیتي حوزو امرینو ګډون کړی و.

د طالبانو لغمان امنیه قوماندانۍ نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۷مه وویل، چې په دې ناسته کې د داخلي جزوتامونو مدیرانو او امرینو هم برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د امنیتي او اداري چارو د سمون، د امنیتي وضعیت د لا پیاوړتیا، په چارو کې د همغږۍ د زیاتوالي او د پولیسو د فعالیتونو د اغېزناکتیا په اړه خبرې شوې دي.

دا امنیتي ناسته له هغه وروسته کېږي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مخالفې ډلې ازادۍ جبهې اعلان وکړ، چې د هېواد په ختیځ او په ځانګړي توګه په لغمان کې یې خپل وسله وال ځای پر ځای کړي دي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي د انټرنېټي کڅوړو بیې بېرته را ټیټې شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۲ GMT+۱
د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي د انټرنېټي کڅوړو بیې بېرته را ټیټې شوې
100%

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي، مخابراتي شبکو له درې ورځني ضرب الاجل وروسته، د انټرنېټي کڅوړو بیې بېرته پخوانۍ حالت ته ګرځولې. د ځینو شبکو له خوا خپرې شوې نوې بیې ځینو مشتریانو سپکاوی بللی. په نویو بیو کې په وړو پکیجونو کې ۵ او په سترو هغو کې په مختلفو کچو تغییر راغلی.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تېره اونۍ د انټرنېټي کڅوړو د بیو د ټیټولو په تړاو مخابراتي شبکو ته درې ورځې وخت ور کړی و.

د پنجشنبې په ورځ د دوو مخابراتي شبکو غړو، چې د طالبانو د مخابراتو وزارت و اترا ادارې له استازو سره د مخابراتي شبکو د استازو د ناستې له بهیره خبر دي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د اترا ادارې او مخابراتي شبکو د استازو ترمنځ په ناسته کې د طالبانو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مخابراتي شبکو ته درې ورځې وخت ورکړ، چې د خپلو انټرنیټي کڅوړو بیو ټیټې کړي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د مخابراتو وزارت مسوولانو شرکتونو ته خبرداری ورکړی و چې تر یکشنبې ورځې پورې باید د انټرنېټي کڅوړو او مخابراتي خدماتو بیې راټیټې او پخوانیو نرخونو ته یې بېرته وګرځوي. نن د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې دغه بیې بېرته پخواني حالت ته اوښتې دي.

د افغان بېسیم د انټرنېټي کڅوړو په تازه بیو کې راغلي، چې د۱۸۵ افغاني کڅوړه۱۸۰ افغانيو ته راکښته شوې، ۲۷۵ افغانۍ ۲۵۰ ته او ۴۰۰ افغاني ۳۹۰ افغاني ته ټیټه شوې ده.

تر ټولو څرګند بدلون د ۱۸۹۹ افغاني ۴۰ جي بي میاشتنۍ کڅوړه ده چې ۱۰۹۹ افغانۍ ته راټیټه شوې ده، چې دا د پام وړ تخفیف ښيي.

په همدې حال کې ځینې لوړکچې کڅوړې چې ډېر انټرنېټ لري، د لوړې بیې په کټګورۍ کې پاتې دي او د ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ پورې تغییر پکې راغلی دی.

د مخابراتي شرکتونو د استازو په وینا، د طالبانو حکومت له مخابراتي خدماتو او تجهیزاتو څخه شاوخوا ۱۶ سلنه ټولیزه مالیه اخلي، چې د خدماتو پر وروستیو بیو مستقیم اغېز لري. دوی همداراز ویلي چې د سیمې د اقتصادي او امنیتي وضعیت، د نړیوالو بازارونو د بدلونونو او د تجهیزاتو د واردولو د لګښتونو د زیاتوالي له امله د شبکو عملیاتي مصارف لوړ شوي دي.

خو د طالبانو اترا ادارې چارواکو د شرکتونو دغو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې د جمهوریت د دورې په څېر د مالیاتو په برخه کې د تخفیف یا ځانګړو رعایتونو امکان نه شته او شرکتونه باید خپلې مالي او عملیاتي ستونزې د خپلو داخلي تګلارو له لارې حل کړي.

په کابل کې د یوه مخابراتي شرکت یو تن پخواني سلاکار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جمهوري حکومت پر مهال به د مخابراتي سکتور د ملاتړ په موخه په ځینو مواردو کې په مالیاتو او فیسونو کې نرمښتونه راوستل کېدل، څو شرکتونه د بیو له لوړولو څخه را وګرځول شي.

د نوموړي په وینا، هغه مهال حکومت د فریکونسۍ فیسونو، د ځینو عملیاتي لګښتونو او د وارداتي تخنیکي تجهیزاتو په ګمرکي تعرفو کې تخفیفونه یا معافیتونه ورکول، چې له امله یې مخابراتي شرکتونو ته د بیو د ثابت ساتلو زمینه برابره وه. هغه زیاته کړه، چې «اوس د طالبانو اداره ټول مالیات اخلي او هیڅ ډول تخفیف نه مني».