سرچینې: پاکستاني جېټ الوتکې پر درېیو ولایتونو له بریدونو سربېره د ننګرهار پر فضا هم ګرځي

سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، پاکستاني جېټ الوتکې پر کونړ، پکتیا او پکتیکا له بریدونو سربېره د ننګرهار پر فضا هم ګرځي. د سرچینو په وینا، د پاکستان دغه جېټ الوتکې ډېرې ټېټې ګرځي او د سیمې اوسېدونکي یې سخت وېرولي دي.
