• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: وروستي ورښتونه د افغانستان د اوبو ژور بحران د جبران لپاره بسنه نه‌کوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) خبرداری ورکړی، چې د روان کال ورښتونه، سره له دې چې په ځینو سیمو کې یې د خلکو او کروندګرو لپاره لنډمهاله هیلې راژوندۍ کړي، خو د افغانستان د اوبو ژور بحران او د پرله‌پسې پنځو کلونو وچکالۍ اغېزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې کورنۍ لا هم د څښاک او کرنیزو اوبو له کمښت سره مخ دي او د اقلیمي بدلون دوامداره اغېزې د خلکو پر ژوند او معیشت فشارونه لا زیاتوي.

د راپور له مخې، که څه هم وروستیو بارانونو د اوبو ځینې سرچینې تر یوه بریده بیا رغولې، خو دا پرمختګ د هغو زیانونو د جبران لپاره بسنه نه‌کوي، چې د پنځو پرله‌پسې وچکالیو په ترڅ کې رامنځته شوي دي.

اوچا ټینګار کړی، چې د اقلیم بدلون او د اوبو د سرچینو کمښت لا هم د افغانستان د بشري وضعیت له مهمو ننګونو څخه دي او د راتلونکي فصل په اړه هم جدي اندېښنې موجودې دي.

په همدې حال کې، د اقلیمي او بشري چارو کارپوهان وایي، چې د ځمکنیو اوبو کچه ټیټه شوې او د کرنې او مالدارۍ سکتور له سخت زیان سره مخ شوی دی. د دوی په باور، د دې ستونزې د هواري لپاره یوازې موسمي ورښتونه بسنه نه کوي، بلکې د اوبو د مدیریت، د اوبو لګولو د بنسټیزو پروژو، د اقلیم د بدلون پر وړاندې د چمتووالي او دوامدارو نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.

کارپوهان خبرداری ورکوي، که د اوبو د بحران د مدیریت لپاره اوږدمهاله او عملي ګامونه وانخیستل شي، افغانستان به د خوړو د ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او د اقلیمي بدلون له لا سختو اغېزو سره مخامخ پاتې شي.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی