هند په کراچۍ کې د وروستي برید په تړاو د پاکستان تورونه رد کړل

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعاوې بېبنسټه بللې او رد کړې یې دي چې ګواکې نوی ډیلی د کراچۍ په وروستۍ پېښه کې لاس لري. د دغه وزارت ویاند له اسلاماباده غوښتي چې د نورو ملامتولو پر ځای په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د ځالو پر وړاندې رښتیني ګامونه پورته کړي.
