طالبانو په کندهار ښار کې د دوو وسله والو غلو د وژلو خبر ور کړی

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د څلورمې حوزې اړوند لالک ماما تعمیر په سیمه کې یې دوه تنه غله داسې مهال په ډزو وژلي، چې د یوه سوداګر لاره یې څارله. طالبانو ویلي، سوداګر ۱۲۰ کیلو سپین زر او څلور زره میلیونه ایراني تومان انتقالول.
