افغان ورزشکارانو د شانګهای همکارۍ سازمان په ووشو سیالیو کې دوه مډالونه ګټلي

افغان ورزشکارانو د شانګهای همکارۍ سازمان د ووشو په اسیايي سیالیو کې یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال ګټلی دی. د سپینو زرو مډال شهزاده صافي او د برونزو مډال محمد خالد هوتک خپل کړی دی. دغه سیالۍ د چین په کوربه توب د ۱۸ هېوادونو په ګډون روانې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د المپیک د بدني روزنې او سپورت ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د چین په کوربه توب د ۱۸ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۲۶مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.
د افغانستان په استازولۍ په دغو سیالیو کې شپږ ورزشکاران ګډون لري.
