• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نورستان قومي مشران پر وسله والو سیلانیانو د بندیز لګولو غوښتنه کوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۵۶ GMT+۱

د نورستانیانو قومي شورا وايي، طالبان دې د هغو سیلانیانو مخه ونیسي، چې دغه ولایت ته د سیل او سیاحت لپاره له وسلو سره داخلیږي. د یادې شورا په وینا، ځینې سېلانیان د ځايي خلکو کروندې وېجاړوي او د طالبانو اداره باید دوی ته ځایونه مشخص کړي.

د نورستانیانو قومي شورا مسوولانو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۷مه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د نورستان سیمه‌ییز مسوولان دې د دغه ولایت د سیاحت لپاره یو منظم، روښانه او قانوني میکانیزم جوړ کړي، څو د سیلانیانو تګ راتګ د امنیتي، اداري او کلتوري معیارونو له مخې تنظیم شي.

د قومي شورا غړو ټینګار کړی چې نورستان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې ځانګړی طبیعي جوړښت، لرغونی کلتور او حساس ټولنیز ارزښتونه لري، له همدې امله د سیاحت پراختیا باید د داسې اصولو پر بنسټ وي چې هم د ځايي خلکو عزت، دودونه او کلتوري حریم خوندي کړي او هم د راغلو سیلانیانو لپاره روښانه لارښوونې او مسوولیتونه مشخص کړي.

د دوی په وینا، سیاحت د کلتوري تبادلې بهیر دی او سیلانیان باید د سیمې د دودونو، ټولنیزو ارزښتونو، حساسیتونو او محلي قواعدو په اړه مخکې له مخکې عامه پوهاوی ترلاسه کړي.

هغوی زیاتوي چې د کلتوري پوهاوي نشتوالی ځینې وخت د ناسمو چلندونو، شخړو او امنیتي پېښو لامل ګرځي.

قومي مشرانو دغه راز غوښتنه کړې چې طالبان باید د سیاحت د تنظیم لپاره داسې چوکاټ رامنځته کړي چې د جواز ورکولو سیستم، د وسلو کنټرول، د سیلانیانو ثبت او د هغوی د تګ راتګ نظارت پکې شامل وي، څو د احتمالي امنیتي پېښو مخه ونیول شي.

د دوی په باور، د سیلانیانو او ځايي اوسېدونکو دواړو د حقونو او شتمنیو خوندي کول اساسي اړتیا ده.

قومي مشران ټینګار کوي چې د سیاحتي فعالیتونو پر مهال باید د عامه نظم ساتنه، د شخصي ملکیتونو درناوی او د چاپېریالي زیانونو مخنیوی تضمین شي، ځکه د بې‌نظمۍ په صورت کې نه یوازې د خلکو ژوند او مال ته خطر پېښېږي، بلکې د نورستان د سیاحت اوږدمهاله اعتبار هم زیانمنوي.

دغه غوښتنې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د تېر لوی اختر په ورځو کې د نورستان په مرکز پارون اړوند اشټیوي کلي کې د سیلانیانو د هوایي ډزو له امله یو کس وژل شوی و.

د راپورونو له مخې، هغه مهال په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو ښودله، چې ځینې سیلانیان په پارون کې هوايي ډزې کوي او د ډزو غږونه له بېلابېلو سیمو اورېدل کېږي.

که څه هم د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولانو په تېر اختر کې ویلي وو چې سیلانیان باید د داخلېدو پر مهال خپلې وسلې وسپاري، خو د راپورونو له مخې دغه شرط په بشپړ ډول عملي نه شو، چې له امله یې د قومي شورا اندېښنې لا زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر  جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو
۱

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۲

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۳

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۴

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۵

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

•
•
•

نور کیسې

اریانا افغان شرکت کابل ته د یوې چارټر بویېنګ الوتکې د رسېدو خبر ور کړی

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱
اریانا افغان شرکت کابل ته د یوې چارټر بویېنګ الوتکې د رسېدو خبر ور کړی
100%

اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د هوايي ترانسپورټ د ظرفیت لوړولو لپاره یې له اردن ایرلاینز څخه د شپږو میاشتو لپاره یوه بوینګ ۷۶۷-۲۰۰ الوتکه چارټر کړې او ټاکل شوې دغه الوتکه سر له سبا د کابل–استانبول او کابل–جدې پر لور منظمې نړیوالې الوتنې پیل کړي.

د اریانا اجراییه ریس بخت الرحمن شرافت ویلي، چې دغه الوتکه په هره الوتنه کې د شاوخوا ۲۹۰ مسافرو او ۲۵ مټریک ټنه سوداګریزو توکو د لېږد وړتیا لري.

شرافت د دې الوتکې ترلاسه کول د هېواد د هوايي چلند د شبکې د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی.

د اریانا افغان شرکت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه الوتکه سر له دوشنبې ورځې خپلې نړیوالې الوتنې پیل کړي.

نور الله نوري: خلک له وېرې نه، بلکې د خپلې خوښې له مخې زموږ ملاتړ کوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱
نور الله نوري: خلک له وېرې نه، بلکې د خپلې خوښې له مخې زموږ ملاتړ کوي
100%

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، نورالله نوري، وایي د افغانستان خلک له طالبانو سره د وېرې او زور له امله نه، بلکې د خپلې خوښې، عقیدې، فکر، کلتور او سیاسي باور پر بنسټ ولاړ دي.

نوري د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په یوې ولسي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، اوس مهال په افغانستان کې داسې نظام حاکم دی چې ټولې چارې یې د اسلامي شریعت تر چتر لاندې پر مخ وړل کېږي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان ولس د اسلامي نظام ملاتړ کوي او له طالبانو سره یې ملاتړ د زور او جبر پر بنسټ نه دی. د هغه په وینا، افغانان په خپله خوښه او رضا د طالبانو تر څنګ ولاړ دي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر همدارنګه ادعا کړې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټول تنظیمونه، کورني اختلافات، د غچ اخیستنې پېښې او جګړې پای ته رسېدلې او په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی.

نوري د سرپل له خلکو غوښتي چې د ده په وینا، د «پردیو تبلیغاتو او استخباراتي کړیو» تر اغېز لاندې دې نه راځي او د هېواد وضعیت د واقعیتونو پر بنسټ وارزوي.

نوري د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، هغه کسان چې د ده په وینا، د تېرو شلو کلونو پر مهال یې د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپلې موخې ازمویلې، باید د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ شعارونه ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د بیان ازادۍ، او مدني حقونو د د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

همدارنګه، په وروستیو میاشتو کې په ځینو ولایتونو، په ځانګړي ډول هرات کې، د طالبانو د ځینو سیاستونو پر ضد د اعتراضونو او د هغو د ځپلو راپورونه هم خپاره شوي دي.

بلخوا ځیني نیوکه کونکي وایي چې د طالبانو کړنې او سیاستونه نه اسلامي بڼه لري او نه هم زمونږ له کلتور سره تړاو لري.

طالبان وایي تېر کال له ۴۵ زرو زیاتو روږدو کسانو درملنه شوې ده

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱
طالبان وایي تېر کال له ۴۵ زرو زیاتو روږدو کسانو درملنه شوې ده
100%

د طالبانو عامې روغتیا وزارت وایي چې تېر کال یې له ۴۵ زرو څخه زیاتو روږدو کسانو درملنه کړې او له بشپړې روغتیا وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د یاد وزارت د روږدو د درملنې د ملي پروګرام ریس انعام الله عمار، وایي چې له دې ډلې شاوخوا ۴ زره کسانو ته د درملنې پر مهال د حرفوي او روزنیزو زده کړو زمینه هم برابره شوې وه.

د هغه په وینا، د روږدو کسانو درملنه یوازې د حکومت مسولیت نه دی، بلکې د نړیوالو ادارو، اړوندو بنسټونو او عامو خلکو ګډ مسولیت دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د جون په ۲۶مه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې ویلي و چې په افغانستان کې د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیا رغونې په برخه کې خپلو مرستو او ژمنو ته دوام ورکوي.

دغه سازمان ویلي چې د نشه‌یي توکو کارول پر افغان کورنیو او ټولنو جدي روغتیايي، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې لري او هڅه کوي چې اړمنو کسانو ته د روغتیا خدمات ورسوي.

طالبان: په بغلان کې د کډوالو ښارګوټي د پراختیا لپاره د توپوګرافي سروې پیل شوه

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۱
طالبان: په بغلان کې د کډوالو ښارګوټي د پراختیا لپاره د توپوګرافي سروې پیل شوه
100%

د طالبانو کور او ښار جوړولو وزارت وایي، ددغه وزارت د سروې او جغرافیایي معلوماتو سیستم (GIS) ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د کډوالو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویم پړاو د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاده سروې په شاوخوا ۱۲۵۰ جریبه ځمکه کې ترسره کېږي، چې موخه یې د راتلونکي ښارګوټي د تفصیلي ښاري پلان د برابرولو لپاره دقیق تخنیکي معلومات راټولول دي.

تخنیکي چارواکي وایي چې په دې مرحله کې د ساحې د ارتفاعاتو، حدودو، طبیعي جوړښت او انجینري ځانګړتیاوو دقیق ثبت او اندازه‌ګیري ترسره کېږي، څو د معیاري ښاري پلان جوړولو لپاره بشپړ تخنیکي بنسټ برابر شي.

د معلوماتو له مخې، د کډوالو ښارګوټي د جوړولو پروسه د منظم ښاري پراختیا، د استوګنیزو اړتیاوو د پوره کولو او د معیاري ښار جوړونې د اصولو مطابق پر مخ وړل کېږي.

افغانستان له لسیزو راهیسې د جګړو، ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له امله د پراخې کډوالۍ شاهد پاتې شوی دی. میلیونونه افغانان د هېواد دننه بې‌ځایه شوي او یا هم نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د وروستیو کلونو په ترڅ کې د کډوالو د راستنېدو بهیر هم زیات شوی، چې له امله یې د ښارونو او ولسوالیو په شاوخوا کې د استوګنې تقاضا لوړه شوې ده. په لوی شمېر کې افغان کډوالو شکایت کوي چې نه د اوسېدو لپاره کورونه لرو او نه هم راته هغه ډول توجه کیږي چې څنګه پکار ده.

طالبان وایي درېیو میاشتو کې نږدې ۳۱ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۸ GMT+۱
طالبان وایي درېیو میاشتو کې نږدې ۳۱ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې
100%

د طالبانو تر چتر د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي اداره وایي، د روان کال په لومړۍ ربع کې یې شاوخوا ۳۰،۷۲ کیلومتره مربع ځمکه د ماینونو او ناچاودو توکو له خطر پاکه کړې ده.

د یادې ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت، وایي چې دغه د ماین پاکۍ عملیات د اړوندو همکارو موسسو په مرسته ترسره شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې په دې موده کې ۱۸۹۹ کړۍ ماینونه د خلکو له خوا د بېړنیو اړیکو له لارې راپور او کشف شوي دي او په خوندي ډول تر لېږدولو وروسته له منځه وړل شوي دي.

د همت په وینا، دغې ادارې همدارنګه د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه د پوهاوي پروګرامونه نږدې یو میلیون او ۵۳ زره کسانو ته وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هر کال د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ګڼ شمېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې تر ډیره بریده ماشومان دي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې د راپور له مخې، د جګړې د پاتې شونو د چاودنو شاوخوا ۷۰ سلنه قربانیان ماشومان دي، او د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ ۳۳۸ افغان ماشومانو ته له همدې امله مرګ‌ژوبله اوښتې ده.