د هرات لس ډوله تازه مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادریږي

د هرات د تازه مېوو او سبزیو ټولنې رییس، عبدالاحد هدایت رحماني، وایي چې د هرات له لارې لس ډوله تازه مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو، عراق او متحده عربي اماراتو ته صادریږي.

د هرات د تازه مېوو او سبزیو ټولنې رییس، عبدالاحد هدایت رحماني، وایي چې د هرات له لارې لس ډوله تازه مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو، عراق او متحده عربي اماراتو ته صادریږي.
د هغه په وینا، که څه هم د صادراتو اوسنۍ کچه لا هم بسنه نه کوي، خو د تېر کال د ورته مودې په پرتله د تازه مېوو صادرات له ۵ تر ۱۰ سلنې پورې زیات شوي دي.
رحماني زیاتوي چې افغانستان د تازه مېوو د تولید او صادراتو د لا پراختیا لپاره پراخ ظرفیت لري.
د نوموړي په وینا، په صادریدونکو مېوو کې هندواڼه، خټکی، ګیلاس، الوبالو، شفتالو، مڼې او نورې فصلي مېوې شاملې دي.
طالبان وایي، دا مهال د هرات د مېوو او سبزیو په بازارونو کې شاوخوا درې زره کسان پر کار بوخت دي.
هرات د افغانستان له مهمو سوداګریزو او کرنیزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي او د ایران او ترکمنستان سره د نږدېوالي له امله د هېواد د تازه مېوو او سبزیو د صادراتو له مهمو مرکزونو څخه دی. هر کال د اوړي له پیل سره د هرات له لارې د افغانستان بېلابېلې فصلي مېوې د سیمې او ځینو عربي هېوادونو بازارونو ته صادریږي.

د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، د روان لمریز کال په لومړۍ ربع کې د سیلابونو، توپانونو او نورو طبیعي پېښو له امله شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي او ۳۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه ادارې ویاند، یوسف حماد، ویلي چې په همدې موده کې ۳۹۷ کسان ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو پېښو له امله ۲ زره او ۳۵ کورونه په بشپړ ډول او ۲۱۹ نور په نیمه توګه ویجاړ شوي دي. همدارنګه، ۳۰۴ هټۍ په بشپړه او ۳۲۹ نورې په نیمه توګه زیانمنې شوې دي. د دې ترڅنګ، ۶۲ پلچکونه او ۴۴ جوماتونه هم له منځه تللي دي.
حماد زیاتوي چې د طبیعي پېښو له امله ۵۹۶ کیلومتره سړکونه، ۲۸ زره او ۴۱۲ جریبه کرنیزه ځمکه او د ۴ زره او ۴۱۱ جریبه باغونو حاصلات هم زیانمن شوي دي.
د هغه په خبره، په وروستیو پېښو کې د کابل، زابل، تخار او سمنګان ولایتونو کې د توپانونو او د غرونو د ښویېدنې له امله ۵ کسان هم مړه شوي دي.
افغانستان د اقلیمي بدلون، پرلهپسې وچکالۍ او ناڅاپي سختو ورښتونو له امله د طبیعي پېښو له جدي ګواښ سره مخ دی. هر کال سیلابونه، توپانونه او د غرونو ښویېدنې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د شنبې په ورځ د قرغیزستان پلازمېنې ته د سفر پر مهال د شانګهای همکاریو سازمان نندارتون کې ګډون کړی. هغه د افغانستان او د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراخولو او د سوداګرۍ زیاتولو په تړاو خبرې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا نندارتون د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کوربتوب جوړ شوی او د قرغیزستان د لومړي وزیر لومړي مرستیال دانیار امانګېلدیف پرانیستی دی.
هاشمي د نندارتون په څنډه کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو له یو شمېر رییسانو او استازو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي د قرغیزستان د لومړي وزیر له لومړي مرستیال سره یو ځای د نندارتون د بېلابېلو برخو له لیدنې وروسته ټینګار کړی، چې د افغانستان او د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې باید پراخې شي. هغوی د ګډو همکاریو پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پراختیا مهمه بللې ده.
یادي پلاوي همدارنګه د اقتصادي تعاملاتو پر دوام او د پانګونې او سوداګرۍ لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی دی.
د شانګهای د همکاریو سازمان یو سیمهییز چوکاټ دی چې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او صنعتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره نندارتونونه او ناستې تنظیموي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي ګډون د خصوصي سکټور د اړیکو د پراخولو په موخه شوی او د قرغیزستان، تاجیکستان، روسیې، ازبکستان او ایران د سوداګرۍ خونو له استازو سره د همغږۍ پر زیاتېدو تمرکز لري.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې له سعودي عربستان څخه هېواد ته د افغان حاجیانو د راستنېدو بهیر د بشپړېدو په حال کې دی. دغه وزارت ویلي، چې د افغان حاجیانو د لېږدولو دغه لړۍ له پلان سره سم په منظم ډول پر مخ روانه ده او ډېر ژر به پای ته ورسېږي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تر اوسه د اریانا افغان او کاماېر هوايي شرکتونو د ۸۶ الوتنو له لارې په ټولیزه توګه ۲۶ زره او ۸۷۲ افغان حاجیان په خوندي او منظم ډول د هېواد څلورو زونونو کابل، مزارشریف، هرات او کندهار ته لېږدول شوي دي.
په دغو لېږدول شویو کسانو کې ۱۴ زره او ۹۸۹ حاجیان د جدې له هوايي ډګر څخه د ۴۸ الوتنو او ۱۱ زره او ۸۸۳ نور حاجیان د مدینې منورې له هوايي ډګر څخه د ۳۸ الوتنو په وسیله افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت زیاته کړې، چې اوسمهال په مدینه منوره کې شاوخوا ۳ زره او ۱۲۸ افغان حاجیان پاتې دي، چې هېواد ته د هغوی د لېږدولو لړۍ هم پیل شوې ده. د طالبانو د دغه وزارت د پلان له مخې، تمه کېږي چې د دغو پاتې حاجیانو د لېږدولو پروسه تر راتلونکې چهارشنبې پورې په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.
د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو دغه بهیر د تېرې ذوالحجې میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شوی وو، چې د روان هجري قمري کال د حج د مناسکو له ادا کولو وروسته ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې سږکال شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان د حج مناسکو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
د مقاومت جبهې د تاجکستان د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې په مناسبت د دې هېواد ولسمشر امامعلي رحمان او ملت ته یې مبارکي ویلې ده. دغې جبهې په همدې تړاو په یوې اعلامیې کې دغه ورځ په تاجکستان کې د یوې تاریخي روغې جوړې او د تلپاتې ثبات، امنیت او بېساري پرمختګ پیل بللی دی.
دغې جبهې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په همدې تړاو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د تاجکستان د تلپاتې سولې او ملي یووالي ۲۹ کلن دوام د دغه هېواد د رهبرۍ او ملت د لر لید، ګډ تدبیر او بېدریغه سرښندنو روښانه ثبوت دی. د مقاومت جبهې زیاته کړې، چې د تاجکستان خلکو او مشرتابه ثبات د تر ټولو لوړ ارزښت په توګه ساتلی دی.
د مقاومت جبهې په دغې اعلامیه کې د افغانستان د پخواني اسلامي دولت د مشر برهانالدین رباني او احمدشاه مسعود یادونه کړې، چې د تاجکستان له ولسمشر امامعلي رحمان سره یې د سولې په ټینګښت کې مرسته او همکاري کړې وه.
په اعلامیه کې راغلي: «دغو مشرانو د خپلو ملتونو او سیمې د لوړو ګټو په ژور درک کولو سره جګړې ته د پای ټکي اېښودلو لپاره د روغې جوړې او ورورولۍ لاره غوره کړه او نړۍ ته یې د سولې ډیپلوماسۍ یوه تلپاتې بېلګه وړاندې کړه».
دغې جبهې ټینګار کړی، چې په تاجکستان کې سوله، ثبات او پرمختګ د افغانستان د خلکو پر برخلیک او هیلو مستقیم او حیاتي اغېز لري. د مقاومت جبهې د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې د تاجکستان د اصولي دریځ، مرستو او همدردۍ له امله د دغه هېواد له مشرتابه او ملت څخه مننه کړې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د حج او اوقافو ریاست په دغه ولایت کې له ملا امامانو، خطیبانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او له ګذر وکیلانو غوښتي، چې د دغې ډلې د مشر د فرمانونو د عملي کولو لپاره هڅې وکړي. یاد ریاست له دیني عالمانو او امامانو په همدې موخه د ژمنې لاسلیکونه هم اخیستي دي.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري د جلالاباد ښار په اتو حوزو کې له یادو کسانو سره اصلاحي غونډې ترسره شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو غونډو کې ګډونوالو ته د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د طالبانو د مشر د فرامینو د عملي کېدو، د لمانځه د اقامې، د ناسمو رواجونو، انساني قاچاق او د کوکنارو او نورو نشهيي توکو د مخنیوي په اړه لازمې سپارښتنې وشوې. دغه راز په غونډو کې د ښځو د شرعي حقونو د تامین په اړه هم خبرې شوې دي.
په دغو غونډو کې پر ګډونوالو غږ شوی، چې یادې سپارښتنې له عامو خلکو سره شریکې کړي او د عملي کېدو لپاره یې جدي هڅې وکړي. د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دغو لارښوونو د پلي کولو او د دغې ډلې د مشر د احکامو د تعقیب په موخه له ملا امامانو، خطیبانو او له ګذر وکیلانو څخه د ژمنتیا لاسلیکونه هم اخیستي دي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د جوماتونو له امامانو او قومي مشرانو غوښتي وو، چې د هغوی د حکومت د تګلارو او په ځانګړې توګه د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو د پلي کولو لپاره تبلیغ وکړي او له سرغړونکو سره د حساب کتاب خبرداری یې هم ورکړی وو.