• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانۍ افغانه سرتېرې: د طالبانو تر واک لاندې نجونې له زده کړو او خوبونو بې‌برخې دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یوې ښځینه سرتېرې مهناز اکبري د خپلو شخصي تجربو په بیان کې لیکلي، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې یې له هغو نجونو سره لیدلي چې ښوونځي ته له تګ، لیکلو او د خپل راتلونکي له ټاکلو بې‌برخې وې او لا هم د همدې محدودیتونو قرباني دي.

نوموړې ویلي، د پوځي عملیاتو پر مهال یې د طالبانو تر نفوذ لاندې یو کلي کې له یوې شاوخوا ۱۱ کلنې نجلۍ سره ولیدل او رانه یې وپوښتل: «ایا ته رښتیا هم ښځه یې؟» هغې لیکلي، د دې نجلۍ لپاره دا د منلو نه وه چې یوه ښځه دې پوځي یونیفورم واغوندي، وسله دې ولري او په عملیاتو کې دې برخه واخلي.
د هغې په وینا، په بل ماموریت کې یوې بلې نجلۍ، چې د لیکلو وسایل یې ولیدل، ترې پوښتي: «ته لیکل کوې؟» او کله چې هغې ورته وویل هو، نجلۍ ځواب ورکړ: «نه، زه خو نجلۍ یم.» لیکواله وایي، هغې ورته وویل: «زه هم نجلۍ یم، خو لیکل کوم.»
نوموړې لیکلي، په بېلابېلو کلیو کې یې له ګڼو ښځو او نجونو سره خبرې وکړې او ډېری یې ورته ویل چې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، یا په سیمه کې ښوونځی او ښځینه ښوونکې نه شته.
د هغې په خبره، د کابل او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ترمنځ د ښځو د ژوند توپیر ډېر لوی و، په کابل کې ښځې په پوهنتونونو، دولتي ادارو، رسنیو او امنیتي ځواکونو کې کار کاوه، خو په لرې پرتو سیمو کې نجونې له زده کړو محرومې وې.
مهناز اکبري وايي، د امریکا او طالبانو د سولې خبرو پر مهال د طالبانو د بدلون ادعاوې د هغې لپاره د باور وړ نه وې، ځکه هغې په خپلو سترګو د هغو نجونو ژوند لیدلی و چې له زده کړو بې‌برخې وې.
هغې زیاته کړې، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو منع شوې، ښځې له ډېرو دندو وایستل شوې او پر ټولنیز حضور او ازاد تګ راتګ یې سخت محدودیتونه ولګېدل.
د هغې په وینا، افغان ښځو بیا هم چوپتیا غوره نه کړه او د «ښوونه، کار، ازادي» تر شعار لاندې یې لاریونونه وکړل، که څه هم ګڼې یې ونیول شوې، وډارې شوې او یا هم غلې کولو ته اړ شوې.
نوموړې وايي، د هېواد دننه او بهر افغان ښځو د ښځو د حقونو د دفاع غږ ژوندی وساته او د هرات د اعتراضونو پر مهال د نارینه‌وو ګډون دا وښوده چې د ښځو حقونه یوازې د ښځو موضوع نه ده.
هغې د خپلې لیکنې په پای کې ویلي، لا هم د هغې وړې نجلۍ پوښتنه ورسره ده او باور لري چې اصلي پوښتنه دا وه: «څوک د زده کړې، خوب لیدلو او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق لري؟» نوموړې ټینګار کړی چې دا کیسه به هغه وخت پای ته ورسېږي چې په افغانستان کې هېڅ نجلۍ د لیکلو او خوب لیدلو لپاره وضاحت ور نه کړي.

ترویج لرونکی

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی
۱

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۲

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۳

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۴

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۵

۴۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه وغندل

•
•
•

نور کیسې

د شانګهای نندارتون څنډه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشرتابه پر اقتصادي همکاریو غونډې کړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱
د شانګهای نندارتون څنډه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشرتابه پر اقتصادي همکاریو غونډې کړي
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د شنبې په ورځ د قرغیزستان پلازمېنې ته د سفر پر مهال د شانګهای همکاریو سازمان نندارتون کې ګډون کړی. هغه د افغانستان او د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراخولو او د سوداګرۍ زیاتولو په تړاو خبرې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا نندارتون د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کوربتوب جوړ شوی او د قرغیزستان د لومړي وزیر لومړي مرستیال دانیار امان‌ګېلدیف پرانیستی دی.

هاشمي د نندارتون په څنډه کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو له یو شمېر رییسانو او استازو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي د قرغیزستان د لومړي وزیر له لومړي مرستیال سره یو ځای د نندارتون د بېلابېلو برخو له لیدنې وروسته ټینګار کړی، چې د افغانستان او د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې باید پراخې شي. هغوی د ګډو همکاریو پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پراختیا مهمه بللې ده.

یادي پلاوي همدارنګه د اقتصادي تعاملاتو پر دوام او د پانګونې او سوداګرۍ لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی دی.

د شانګهای د همکاریو سازمان یو سیمه‌ییز چوکاټ دی چې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او صنعتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره نندارتونونه او ناستې تنظیموي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي ګډون د خصوصي سکټور د اړیکو د پراخولو په موخه شوی او د قرغیزستان، تاجیکستان، روسیې، ازبکستان او ایران د سوداګرۍ خونو له استازو سره د همغږۍ پر زیاتېدو تمرکز لري.

له عربستان څخه د افغان حاجیانو راستنېدنه؛ طالبان وایي دا بهیر د بشپړېدو په حال کې دی

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
له عربستان څخه د افغان حاجیانو راستنېدنه؛ طالبان وایي دا بهیر د بشپړېدو په حال کې دی
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې له سعودي عربستان څخه هېواد ته د افغان حاجیانو د راستنېدو بهیر د بشپړېدو په حال کې دی. دغه وزارت ویلي، چې د افغان حاجیانو د لېږدولو دغه لړۍ له پلان سره سم په منظم ډول پر مخ روانه ده او ډېر ژر به پای ته ورسېږي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تر اوسه د اریانا افغان او کام‌اېر هوايي شرکتونو د ۸۶ الوتنو له لارې په ټولیزه توګه ۲۶ زره او ۸۷۲ افغان حاجیان په خوندي او منظم ډول د هېواد څلورو زونونو کابل، مزارشریف، هرات او کندهار ته لېږدول شوي دي.

په دغو لېږدول شویو کسانو کې ۱۴ زره او ۹۸۹ حاجیان د جدې له هوايي ډګر څخه د ۴۸ الوتنو او ۱۱ زره او ۸۸۳ نور حاجیان د مدینې منورې له هوايي ډګر څخه د ۳۸ الوتنو په وسیله افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت زیاته کړې، چې اوسمهال په مدینه منوره کې شاوخوا ۳ زره او ۱۲۸ افغان حاجیان پاتې دي، چې هېواد ته د هغوی د لېږدولو لړۍ هم پیل شوې ده. د طالبانو د دغه وزارت د پلان له مخې، تمه کېږي چې د دغو پاتې حاجیانو د لېږدولو پروسه تر راتلونکې چهارشنبې پورې په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.

د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو دغه بهیر د تېرې ذوالحجې میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شوی وو، چې د روان هجري قمري کال د حج د مناسکو له ادا کولو وروسته ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې سږکال شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان د حج مناسکو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

مقاومت جبهې تاجکستان ته د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې مبارکي وویله

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱
مقاومت جبهې تاجکستان ته د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې مبارکي وویله
100%

د مقاومت جبهې د تاجکستان د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې په مناسبت د دې هېواد ولسمشر امام‌علي رحمان او ملت ته یې مبارکي ویلې ده. دغې جبهې په همدې تړاو په یوې اعلامیې کې دغه ورځ په تاجکستان کې د یوې تاریخي روغې جوړې او د تلپاتې ثبات، امنیت او بې‌ساري پرمختګ پیل بللی دی.

دغې جبهې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په همدې تړاو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د تاجکستان د تلپاتې سولې او ملي یووالي ۲۹ کلن دوام د دغه هېواد د رهبرۍ او ملت د لر لید، ګډ تدبیر او بې‌دریغه سرښندنو روښانه ثبوت دی. د مقاومت جبهې زیاته کړې، چې د تاجکستان خلکو او مشرتابه ثبات د تر ټولو لوړ ارزښت په توګه ساتلی دی.

د مقاومت جبهې په دغې اعلامیه کې د افغانستان د پخواني اسلامي دولت د مشر برهان‌الدین رباني او احمدشاه مسعود یادونه کړې، چې د تاجکستان له ولسمشر امام‌علي رحمان سره یې د سولې په ټینګښت کې مرسته او همکاري کړې وه.

په اعلامیه کې راغلي: «دغو مشرانو د خپلو ملتونو او سیمې د لوړو ګټو په ژور درک کولو سره جګړې ته د پای ټکي اېښودلو لپاره د روغې جوړې او ورورولۍ لاره غوره کړه او نړۍ ته یې د سولې ډیپلوماسۍ یوه تلپاتې بېلګه وړاندې کړه».

دغې جبهې ټینګار کړی، چې په تاجکستان کې سوله، ثبات او پرمختګ د افغانستان د خلکو پر برخلیک او هیلو مستقیم او حیاتي اغېز لري. د مقاومت جبهې د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې د تاجکستان د اصولي دریځ، مرستو او همدردۍ له امله د دغه هېواد له مشرتابه او ملت څخه مننه کړې ده.

د هبت‌الله د فرمانونو تبلیغ؛ طالبانو ننګرهار کې د جوماتونو له امامانو څخه لاسلیکونه اخیستي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱
د هبت‌الله د فرمانونو تبلیغ؛ طالبانو ننګرهار کې د جوماتونو له امامانو څخه لاسلیکونه اخیستي
100%

په ننګرهار کې د طالبانو د حج او اوقافو ریاست په دغه ولایت کې له ملا امامانو، خطیبانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او له ګذر وکیلانو غوښتي، چې د دغې ډلې د مشر د فرمانونو د عملي کولو لپاره هڅې وکړي. یاد ریاست له دیني عالمانو او امامانو په همدې موخه د ژمنې لاسلیکونه هم اخیستي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري د جلال‌اباد ښار په اتو حوزو کې له یادو کسانو سره اصلاحي غونډې ترسره شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو غونډو کې ګډونوالو ته د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د طالبانو د مشر د فرامینو د عملي کېدو، د لمانځه د اقامې، د ناسمو رواجونو، انساني قاچاق او د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو د مخنیوي په اړه لازمې سپارښتنې وشوې. دغه راز په غونډو کې د ښځو د شرعي حقونو د تامین په اړه هم خبرې شوې دي.

په دغو غونډو کې پر ګډونوالو غږ شوی، چې یادې سپارښتنې له عامو خلکو سره شریکې کړي او د عملي کېدو لپاره یې جدي هڅې وکړي. د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دغو لارښوونو د پلي کولو او د دغې ډلې د مشر د احکامو د تعقیب په موخه له ملا امامانو، خطیبانو او له ګذر وکیلانو څخه د ژمنتیا لاسلیکونه هم اخیستي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د جوماتونو له امامانو او قومي مشرانو غوښتي وو، چې د هغوی د حکومت د تګلارو او په ځانګړې توګه د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د پلي کولو لپاره تبلیغ وکړي او له سرغړونکو سره د حساب کتاب خبرداری یې هم ورکړی وو.

په افغانستان کې د برېتانیا پخوانی سفیر: لندن باید طالبان په رسمیت ونه‌پېژني

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
په افغانستان کې د برېتانیا پخوانی سفیر: لندن باید طالبان په رسمیت ونه‌پېژني
100%

افغانستان کې د برېتانیا پخوانی سفیر لوري برېسټو وایي، چې لندن باید طالبان په رسمیت ونه‌پېژني، خو د دې ډلې د لیدلورو د درک کولو لپاره باید ورسره په اړيکه کې وي. هغه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې خبرداری ورکړ، چې له زده کړو څخه د ښځو او نجونو محرومول به بنسټیزې پایلې ولري.

د افغانستان لپاره د برېتانیا پخواني سفیر د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د افغانستان انټرنشنل له خبریالې سمیرا رسا سره له طالبانو سره د برېتانیا د تعامل، د دې ډلې د په رسمیت نه پېژندلو او پر ښځو او نجونو د زده کړو د محدودیتونو د پایلو په اړه مرکه کړې ده.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا برېتانیا له طالبانو سره د تعامل اراده لري که نه، روښانه کړه، چې لندن باید طالبان په رسمیت ونه پېژني، خو په ورته وخت کې د دې ډلې د لیدلورو او تګلارو د ښه درک لپاره باید له هغو سره په اړیکه کې پاتې شي.

برېسټو ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره تعامل د هغوی له سیاستونو سره د موافقې په معنا نه‌دی او زیاته یې کړه: «د برېتانیا حکومت له ډېرو داسې کسانو سره کار کړی چې ورسره موافق نه وو. ځینې یې حکومتونه وو او ځینې یې حکومتونه نه وو. موږ له هغو ټولو کارونو سره چې طالبان یې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې ترسره کوي، موافق نه یو او باید روښانه کړو چې دا اقدامات څه پایلې لري».

دغه پخواني برېتانوي چارواکي همداراز په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، طالبانو په دې کار سره د ټولنې نیمایي کاري ځواک له زده کړو بې برخې کړی دی.

هغه د جنسیتي محدودیتونو پر لرې کولو او د افغان ښځو پر ځواکمنولو د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړه: «موږ باید طالبان قانع کړو، که غواړي هېواد اداره کړي، د ټولنې نیمایي برخه له پامه نشي غورځولی».

لوري برېسټو د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې د الیسن بلیک پر ځای په افغانستان کې د برېتانیا د سفیر په توګه وټاکل شو او د همدې کال د اګسټ په ۲۹مه، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ لږ وروسته بېرته برېتانیا ته ستون شو.