د جرمني په شمال کې د ډزو په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله راپور ور کړی، چې د جرمني په شمالي سټاډه ښار کې د ډزو له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. پولیسو تایید کړې چې په دې تړاو یې یو شکمن کس نیولی او تر پوښتنو لاندې دی.

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله راپور ور کړی، چې د جرمني په شمالي سټاډه ښار کې د ډزو له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. پولیسو تایید کړې چې په دې تړاو یې یو شکمن کس نیولی او تر پوښتنو لاندې دی.
د جرمني په شمالي ښار سټاډ کې د دوشنبې په ورځ سیمه ییزو پولیسو وویل، چې تر اوسه د برید اصلي انګېزه روښانه نه ده.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې دا خونړۍ پېښه د هامبورګ لوېدیځ ته د سټاډ ښار په مرکز کې د ځوانانو په یوه مرکز کې شوې ده. دغه ښار شاوخوا ۵۰ زره نفوس لري او د پېښې له امله په سیمه کې وېره خپره شوې ده.
که څه هم په ځینو لومړنیو راپورونو کې د څو احتمالي بریدګرو د شتون خبره شوې وه، خو پولیسو په رسمي ډول دغه ادعاوې سملاسي تایید نه کړې.
د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، سیمه د پولیسو تر کنټرول لاندې ده او پلټنې روانې دي.
د جرمني پولیسو ویلي چې د نیول شوي شکمن کس د برید د څرنګوالي او د هغه د دقیق هدف په اړه څېړنې پیل شوې دي.
تر اوسه پورې د وژل شویو کسانو هویت او د بریدګر د هویت په اړه نور جزییات د پولیسو له خوا په رسمي توګه نه دي خپاره شوي.

اکسیوس خبري ویبپاڼې د یکشنبې په ماښام د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا او ایران د متقابلو بریدونو د درولو او د روانې اوونۍ په ترڅ کې په دوخه کې د یوې نوې لیدنې د ترسره کېدو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
د راپور له مخې، تمه ده چې د دواړو هېوادونو استازي د سېشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري، څو د هرمز تنګي پر سر رامنځته شوی اختلاف د خبرو له لارې حل کړي.
اکسیوس لیکلي چې هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د سیمې د نفتو د صادراتو لویه برخه د همدې تنګي له لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي.
د راپور له مخې، د دوحې احتمالي غونډه به تر ډېره د هرمز تنګي د امنیت، د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب او د وروستیو پوځي ترینګلتیاوو د کمولو پر څرنګوالي متمرکزه وي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ د هرمز تنګي پر سر پوځي او لفظي ترینګلتیا زیاته شوې وه او دواړو لورو یو بل په پاروونکو اقداماتو تورن کړی و.
تر اوسه نه سپینې ماڼۍ او نه هم ایراني چارواکو د اکسیوس د دغه راپور په اړه رسمي څرګندونې کړې دي، خو که دا لیدنه ترسره شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د وروستیو کړکېچونو له زیاتېدو وروسته لومړنۍ لوړه کچه مخامخ خبرې وي.
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت، ویلي چې ایران د خپل جغرافیایي موقعیت، صنعتي بنسټونو او تخنیکي وړتیاوو له مخې کولای شي د افغانستان د کانونو د پراختیا په برخه کې د دې هېواد له مهمو شریکانو څخه شي.
سیادت د یکشنبې په ورځ د فارس خبري اژانس ته وویل، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کانونو پراخې زېرمې لري، او ایران د خپل تخنیکي ظرفیت، ازادو اوبو ته د لاسرسي او پرمختللو صنعتي بنسټونو له امله د کانونو په برخه کې د همکارۍ لپاره مناسب فرصت لري.
د هغه په وینا، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې د کانونو د همکارۍ پلان پر دوو اساسي محورونو ولاړ دی؛ لومړی، افغانستان ته د کانونو اړوند د تخنیکي، انجنیرۍ خدمتونو او تجهیزاتو صادرول، او دویم، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي ځنځیر رامنځته کول.
سیادت وویل، ایران د کانونو د سپړنې، ځمکپېژندنې، برمې وهلو او استخراج په برخو کې د پام وړ تخنیکي وړتیاوې لري او کولای شي افغانستان ته اړین ماشینونه، تجهیزات او مسلکي روزنې د لوېدیځو ټکنالوژیو په پرتله په ټیټه بیه برابرې کړي.
هغه همداراز وړاندیز وکړ چې معدني مواد دې په افغانستان کې استخراج شي، خو د پروسس یوه برخه دې یې په ایران، په ځانګړي ډول د سرحدي ازادو سیمو په صنعتي مرکزونو کې ترسره شي. د نوموړي په باور، دا تګلاره به له یوې خوا افغانستان سره د خامو موادو د صادراتو په کمولو او د عوایدو په زیاتولو کې مرسته وکړي او له بلې خوا به د ایران د معدني صنعت اړتیاوې هم پوره کړي.
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر د چابهار او بندرعباس بندرونو له لارې د افغانستان د معدني محصولاتو صادرات هم د دواړو هېوادونو په ګټه وبلل او ویې ویل، ایران باید یوازې د افغانستان په کانونو کې د نورو هېوادونو حضور ته ننداره ونه کړي.
تر دې مخکې د ایران دولتي فارس خبري اژانس د تېر کال د غویي په میاشت کې راپور ورکړی و چې ایران غواړي د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارده ډالره پانګونه وکړي.
افغانستان د مسو، اوسپنې، لیتیم، سرو زرو او نادرو معدني عناصرو سترې زېرمې لري، خو د ناامنۍ، د بنسټیزو اسانتیاوو کمښت، د انرژۍ ستونزو او د پانګونې محدودیتونو له امله د کانونو د سکټور پراختیا لا هم له جدي خنډونو سره مخ ده.
د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د روان میلادي کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې، د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴ زره او ۲۴۷ کسان وژل شوي دي. د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۲ زره او ۱۹۵ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د لبنان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د جګړو له بیا پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اسراییل هوايي بریدونه دوام لري او د مرګژوبلې شمېر په پرلهپسې ډول لوړېږي.
په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له متحده ایالاتو غوښتي چې پر اسراییل فشار راوړي څو پر لبنان خپل بریدونه ودروي او د تهران او واشنګټن ترمنځ د شوې تفاهمنامې اړوند ژمنې په بشپړه توګه عملي کړي.
عراقچي ټینګار کړی چې د دغې تفاهمنامې بشپړ تطبیق، په ځانګړې توګه هغه برخې چې له لبنان سره تړاو لري، د سیمهییز تاوتریخوالي د کمېدو او د ثبات د ټینګښت لپاره مهم ارزښت لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اسراییل او لبنان ترمنځ پوځي نښتې لا هم روانې دي او د نړیوالې ټولنې له لوري د جګړې د درولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنې دوام لري.
والسټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ هغه خبرې، چې ټاکل شوې وه د روانې اوونۍ په پای کې د سویس په کوربتوب بېرته پیل شي، د هُرمز تنګي پر سر د دواړو لورو د تازه پوځي بریدونو له امله ځنډېدلې دي.
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي بیا زیاتېدو د ډیپلوماټیکو هڅو بهیر له خنډ سره مخ کړی او د خبرو د بیا پیل لپاره ټاکل شوې غونډه لغوه شوې ده.
سرچینو، چې د موضوع له جزییاتو خبر دي، والسټریټ ژورنال ته ویلي چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې د وروستیو بریدونو او پوځي تحرکاتو له امله د خبرو د دوام لپاره مناسب شرایط نه دي برابر شوي.
دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ لفظي او پوځي ترینګلتیا یو ځل بیا لوړه شوې ده. دواړو لورو د هرمز تنګي په تړاو یو بل په پاروونکو اقداماتو تورن کړی او د پوځي غبرګونونو خبرداری یې ورکړی دی.
تر اوسه نه واشنګټن او نه هم تهران د یاد راپور په اړه رسمي څرګندونې کړې دي او د خبرو د بیا پیل لپاره نوې نېټه هم نه ده اعلان شوې.
د ملګرو ملتونو په چارو کې د امریکا سفیر مایک والټز، ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم ډیپلوماسۍ ته د ستونزو د حل فرصت ورکوي، خو ټینګار یې کړی چې د هغه صبر به د تل لپاره دوام ونه لري.
والټز د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل، که ایران د هُرمز تنګي په نړیواله کښتۍچلونې کې ګواښ رامنځته کړي، متحده ایالات به د ایران هغه پوځي بنسټونه په نښه کولو ته دوام ورکړي چې د نوموړي په وینا د دې نړیوالې اوبو لارې د «ناقانونه کنټرول» لپاره کارول کېږي.
هغه خبرداری ورکړ چې که د ایران حکومت دا ګومان کوي چې ډونالډ ټرمپ به د نړیوالې کښتۍچلونې یا د امریکا پر اډو د احتمالي بریدونو پر وړاندې بېغبرګونه پاتې شي، نو «سخته تېروتنه» کوي.
د امریکا سفیر زیاته کړه، واشنګټن د اړتیا په صورت کې چمتو دی چې په پوځي اقدام سره د ایران هغه پوځي زیربناوې له منځه یوسي چې د نړیوالو سمندري لارو د ګواښ لپاره کارول کېږي.
والټز همداراز وویل چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي خبرې لا هم روانې دي او ټرمپ تل هڅه کوي چې د ډیپلوماسۍ له لارې ستونزې حل شي، خو په وینا یې د امریکا د ولسمشر زغم محدود دی او د تل لپاره به دوام ونه لري.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د امریکا لپاره «ټولې لارې پرانیستې دي» او اساسي موخه یې دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.