د دغو بنسټونو په وینا، د دې پروګرام موخه د ښځو د معیشت پیاوړتیا، د کوچنیو سوداګریو ساتنه او پراختیا، او په افغانستان کې د سیمهییزو اقتصادونو د کمزوري کېدو مخنیوی دی.
دا پروګرام د «ابادي» په نوم د یوې پراخې اقتصادي طرحې برخه ده، چې د افغانستان اقتصادي بحران ته د ځواب ویلو لپاره طرحه شوې او ټاکل شوې ده په راتلونکو دوو کلونو کې له اتو میلیونو څخه ډېر کسان تر خپل پوښښ لاندې راولي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دې پروګرام له لارې به له ۲۳ زره او ۴۰۰ څخه زیاتې ښځینه سوداګرې هم مستقیمه ګټه واخلي.
د پروګرام له مخې، هغه ښځې چې د افغانستان په رسمي او غیررسمي اقتصادي سکټورونو کې فعالیت کوي، مالي مرستو، مسلکي روزنو او تخنیکي ملاتړ ته به لاسرسی ومومي، څو وکولای شي خپل کاروبارونه وساتي، تولیدات زیات کړي او د سیمهییزو بازارونو په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
اروپايي ټولنې ویلي، دا پروګرام یوازې اقتصادي ملاتړ نه دی، بلکې د روغتیا، تغذیې، د څښاک پاکو اوبو، حفظالصحې، زدهکړو او خوړو خوندیتوب په څېر مهمو برخو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي، ترڅو د اقتصادي بحران له امله پر خلکو رامنځته شوي بشري فشارونه راکم شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي، عبدالله الدردري، د اروپايي ټولنې له مالي ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د ښځو تر مدیریت لاندې د کوچنیو سوداګریو دوام د سیمهییز اقتصادي ثبات لپاره خورا مهم دی.
په همدې حال کې، د اروپايي ټولنې د نړیوالو مشارکتونو کمېشنرې، یوتا اورپیلاینن، ویلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان خلک نه دي هېر کړي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
هغې زیاته کړې چې دغه پروژې د روغتیا، زدهکړو، اوبو او معیشت په څېر مهمو برخو کې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره مهم رول لري.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام خبرداری ورکړی چې پر ښځو د کار او اقتصادي فعالیتونو محدودیتونه د افغانستان پر اقتصاد جدي منفي اغېزې لرلی شي او حتی د هېواد د ناخالص کورني تولید د پام وړ کمښت لامل کېدای شي.
د دې ادارې د شمېرو له مخې، شاوخوا ۸۰ سلنه اقتصادي فعالیتونه په افغانستان کې په غیررسمي سکټور کې ترسره کېږي او ښځې د غیرکرنیز غیررسمي سکټور د کاري ځواک له ۷۱ سلنې څخه ډېره برخه جوړوي.