بلوچ یووالي کمېټه: د بلوچ فعالې سمي دین بلوچ پر کور چاپه د سیاسي فعالانو د غلي کولو هڅه ده

د بلوچ یووالي کمېټې ویلي، چې تېره شپه په کوټې ښار کې د دغې کمېټې د مرکزي غړې سمي دین بلوچ پر کور د پولیسو او استخباراتي ادارو له لوري چاپه وهل شوې، چې په ترڅ کې یې د کور دروازې ماتې او وسایل یې تلاشي شوي او همداراز قیمتي توکي او کتابونه یې وړل شوي دي.
