هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بريدونه په کلکه غندلي دي

هند پر افغانستان د پاکستان بریدونه په کلکه غندلي او څرګنده کړې یې ده، چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

هند پر افغانستان د پاکستان بریدونه په کلکه غندلي او څرګنده کړې یې ده، چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جېسوال د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي: «د پاکستان دا ښکاره تېری د افغانستان پر ملي حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی».
هغه زیاته کړې: «دا د پاکستان د بېباکه چلند دوامداره بېلګه او د خپلو پولو هاخوا د تاوتریخوالي د ناهیلوونکو اقداماتو له لارې د کورنیو ناکامیو د بهرني کولو بېګټې هڅه منعکسوي».
هند د پاکستان د هوايي بريدونو له امله زیانمنو کورنيو سره ته تسليت ویلی او زياته کړې یې ده: « هند د افغانستان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل پرېکنده ملاتړ یو ځل بیا تکراروي».
د طالبانو مرستيال وياند حمدالله فطرت ویلي: «په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان متجاوز پوځي رژیم د تېرې شپې په بمباریو کې تر دې مهاله ټول ۳۶ تنه عام ولسي وګړي چې ماشومان او ښځې هم پهکې دي شهیدان او ١٦٣ تنه ټپیان شوي دي».
پاکستان تېره شپه د ډېورنډ کرښې په اوږدو او په يادو سيمو کې د پاکستاني طالبانو تحريک او جماعت الاحرار پر ضد ځمکني او هوايي بريدونو کړي او ادعا یې کړې، چې په دې بریدونو کې یې ۲۹ وسله وال وژلي دي.
طالبانو ياد بريد «جنایت او یرغل» بللی او ويلي یې دي: «موږ دغه بزدلانه عمل او تجاوز غندو او یو جنایت او وحشت یې بولو».

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د پاکستان پرلهپسې بریدونه یوازې امنیتي پېښې نه، بلکې د هېواد د اوسني وضعیت، ملي دریځ او راتلونکي په اړه د ژور فکر او ملي ارزونې غوښتنه کوي.
پخواني ولسمشر غني په یوه لیکلي پیغام کې، چې د پکتیکا، پکتیا او کونړ پر سیمو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته خپور شوی ویلي، چې په دغو بریدونو کې بېګناه افغانانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده. هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې روغتیا او د وژل شویو لپاره یې د مغفرت دعا کړې ده.
پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته باید یوازې د امنیتي پېښو په توګه ونه کتل شي. د هغه په وینا، ملتونه هغه وخت له بحرانونو بریالي وځي چې له واقعیتونو سره په زړورتیا مخامخ شي او د تېرو تجربو له تکرار څخه ډډه وکړي.
محمد اشرف غني د افغانستان پر اوسني وضعیت نیوکه کړې او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړې، هغه امنیت چې ژمنه یې کېده، اوس چېرته دی؟ هغه ویلي: «خلک حق لري وپوښتي چې هغه امنیت چې پرې ویاړ کېده، اوس چېرته دی؟ ولې هېواد له یوه بحرانه بل بحران ته لوېږي، ولې د افغانستان د ملي حاکمیت پرلهپسې نقض ته نړۍ بېپروا ښکاري او ولې د دې وضعیت اصلي عوامل له ولس سره نه شریکېږي؟»
هغه ویلي، چې افغانستان یوازې پنځه کاله وړاندې د سیمې او نړۍ د تعاملاتو مرکز کې وو، خو اوس داسې انزوا ته ټېل وهل شوی چې نه یې غږ اورېدل کېږي او نه یې شکایت ته څوک غوږ نیسي. د هغه په باور، دا انزوا د افغانانو برخلیک نه، بلکې د هغو سیاستونو او انتخابونو پایله ده، چې په تېرو پنځو کلونو کې ترسره شوي دي.
اشرف غني زیاته کړې، چې تل یې د «باعزته او پایدارې سولې» ملاتړ کړی وو، ځکه په خبره یې، همدا سوله کولای شوه افغانستان له اوسني بېثباتۍ، انزوا او له بهرنیو لاسوهنو څخه وژغوري. هغه ویلي، نن باید دا پوښتنه وشي، چې د دغه فرصت د له لاسه تلو مسوولیت د چا پر غاړه دی، ځکه د دې پرېکړې بیه اوس افغان ولس پرې کوي.
پخواني ولسمشر د واکمنانو او ولس ترمنځ واټن د هېواد د کمزوري کېدو یو مهم لامل بللی او ویلي دي: «وطندوستي یوازې شعار نه دی؛ وطندوستي دا ده، چې انسان د ملت لپاره قرباني ورکړي، نه دا چې ملت د یوې محدودې کړۍ د بقا لپاره قرباني شي».
نوموړي ویلي، چې افغانان نور جګړه نه غواړي، بلکې ژوند، رڼا، هیله، د ستونزو حل او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق غواړي.
اشرف غني د افغانستان د روان بحران د حل لپاره وړاندیز کړی، چې هېواد باید خپله نړیواله بېطرفي په رسمي، روښانه او عملي ډول اعلان کړي او بهرنی سیاست یې د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي. د هغه په وینا، تر هغو چې افغانستان په انزوا کې ساتل کېږي، د افغانانو غږ به نه سیمه او نه هم نړۍ واوري.
هغه همداراز د یوه پراخ ملي بحث او اجماع غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې ټول افغانان، له سیاسي، قومي، ژبنیو او فکري اختلافونو پرته، باید د هېواد د ژغورنې او راتلونکي د ټاکلو لپاره ګډ کار وکړي.
غني په پای کې اعلان کړی، چې له هر ډول امتیاز غوښتنې پرته چمتو دی، چې د یوې پراخې ملي اجماع په رامنځته کولو او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په بیا ټینګولو کې خپله ونډه ادا کړي.
هغه خبرداری ورکړی: «وخت نه درېږي او هر ځنډ نه جبرانېدونکي عواقب لري او مسوولیت یې د هغو کسانو پر غاړه دی چې د ملت د ارادې پر وړاندې په سرټمبګۍ درېږي».
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند ګلبهار سرای کې نننۍ اورلګیدنه د یوه موټر د تېلو ټانکۍ د چاودېدو له امله رامنځته شوې. د یادې ادارې په وینا، په پېښه کې ۷ کورونه، ۴ باروړونکي موټر او څو دوکانونه زیانمن شوي.
طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د خبرپاڼې له مخې د ژغورنې ډلې له پرله پسې هڅو وروسته اور په بشپړه توګه مهار کړ او نورو سیمو ته یې د پراخېدو مخه ونیوله.
د ادارې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۷ کورونه، ۲ د فرنیچر پلورنې دوکانونه، ۲ د رنګمالۍ دوکانونه او ۴ باروړونکي لوی موټر زیانمن شوي دي.
همدارنګه، ۲ تنه ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو وزیر عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رییس سټیفن رودریګز سره په لیدنه کې ویلي، چې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کرنیزو وارداتي توکو د کمولو لپاره د ځینو کرنیزو محصولاتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي.
د طالبانو دکرنې وزارت دخبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بدیل معیشت، کلیوالي بیارغونې، د کرنیزو محصولاتو د ودې او د کرنې سکټور د ملاتړ په اړه خبرې کړې.
خبرپاڼې د عمري له قوله لیکلي چې د کرنې وزارت د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو د کمولو لپاره هڅې کوي او د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره د ځینو کرنیزو محصولاتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) رییس سټیفن رودریګز د کرنې، بدیل معیشت او کلیوالي بیارغونې په برخو کې د دواړو لوریو د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما تایید کړې، چې د یکشنبې په ماښام په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. د دغه سازمان په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) تایید کړې ده چې د یکشنبې په ماښام د چنګاښ په ۷مه د پکتیا، پکتیکا او کونړ په ولایتونو کې په هوایي بریدونو کې د مرګ ژوبلې دا ارقام لومړني دي او ښايي د روغتونونو له خوا د ټپیانو د درملنې په لړ کې نور هم زیات شي.
د یوناما د معلوماتو له مخې، د یکشنبې په ماښام شاوخوا یوولس نیمې بجې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې په یو هوایي برید کې لږ تر لږه ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې په بل برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او په کونړ ولایت کې د مرورې ولسوالۍ په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
یوناما وايي، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت تایید کړې چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په یادو دریو ولایتونو کې دا بریدونه کړي دي.
یوناما زیاته کړې، چې د دغو پېښو په اړه خپلو څېړنو او د حقایقو تصدیق ته دوام ورکوي.
دغه بنسټ یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د جګړې پر مهال دې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو اصول لکه احتیاط، توپیر او تناسب مراعات شي څو ملکي وګړي له زیانونو وژغورل شي.
یوناما د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله کړې ده.
د پاکستان حکومت ویلي چې دا بریدونه یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو له بریدونو وروسته کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې، چې د دوی امنیتي ځواکونو د افغانستان په خاوره کې پر هغو سیمو بریدونه کړي چې د دوی په وینا، د بریدګرو پټنځایونه وو.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پاکستان په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۶۳ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
طالبانو د پاکستان دا بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان پر حریم ښکاره تیری بللی دی.
په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو د الله داد بادیزی په نامه د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان نیولی دی. د معلوماتو له مخې، الله داد بادیزی دوه میاشتې وړاندې د لښکرګاه په لومړۍ حوزه کې له خپل کوره وړل شوی دی.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ځايي سرچینو نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۸مه نېټه وویل، چې د سیمه یزو پولیسو پخوانی قوماندان الله داد بادیزی د طالبانو استخباراتو وړی دی خو طالبان د هغه له وړلو انکار کوي.
عیني شاهدان وايي، چې نوموړی د لښکرګاه د لومړۍ حوزې د استخباراتو مامورینو وړی او د نیولو پرمهال لومړی سخت وهل شوی او سر یې مات شوی او په زوره موټر ته انتقال شوی دی.
الله داد بادیزي ته نژدې سرچینې وايي، چی اوس مهال د طالبانو استخبارات د هغه نیول نه مني او نه یې هم د هغه په پیدا کولو کې کومه مرسته کړې ده.
دوی له طالبانو غواړي چې که الله داد بادیزي کوم جرم کړی وي نو باید محکمې ته وسپارل شي نه دا چې د هغه له نیول کېدو څخه هم انکار وکړي.
طالبانو تر اوسه ددې افغان پخواني نظامي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دوه ورځې وړاندې سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استخباراتو د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قوماندان محمد اعظم باختر فراشغاني یو ځل بیا نیولی.
سرچینو ویلي و چې طالب وسله والو د نوموړي د نیولو پر مهال د هغه د کورنۍ غړي او ماشومان هم وهلي او ډبولي دي.