• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او طالبانو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د یو بل شارژدافیران احضار کړل

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په کراچۍ کې پر پاکستاني ځواکونو د وروستي برید په تړاو په اسلام‌اباد کې د طالبانو شارژدافیر احضار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۸مه وویل، چې تېره شپه د پاکستان پوځ د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۶ تنه عام ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو دا بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او په سختو ټکو یې غندلي دي.

بل لوري ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کراچۍ کې د پاکستان رینجرز پر کمپ باندې د وروستي برید په غبرګون کې د طالبانو شارژدافیر احضار کړی او خپل اعتراض یې ورته سپارلی دی.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې په دغه برید کې افغان وګړي ښکېل وو او یو بریدګر ژوندی نیول شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د خپلې خاورې دننه امنیتي پېښې او بریدونه بې له کومو معتبرو سندونو او شواهدو په افغانستان پورې تړي.

طالبانو د پاکستان دا چلند د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو هڅه بللې او زیاته کړې یې ده چې د زور او نظامي لارو چارو کارول د ستونزو حل نه دی، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور، ګاونډیتوب او د سیمې امنیت ته جدي زیان رسوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغه پوځي کړکېچ په داسې حال کې زیاتېږي چې تر دې وړاندې هم پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې ملکي وګړي ووژل شول.

ترویج لرونکی

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه
۱

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۲

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۳

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۴

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۵

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

•
•
•

نور کیسې

معترضې مېرمنې: د افغان ښځو پر وړاندې روان تاوتریخوالی بېړني اقدام ته اړتیا لري

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۶ GMT+۱
معترضې مېرمنې: د افغان ښځو پر وړاندې روان تاوتریخوالی بېړني اقدام ته اړتیا لري
100%

د ښځو د همت غورځنګ په یوې خبرپاڼه کې د طالبانو له‌‌خوا د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري او ښځو حقونو ملاتړو بنسټونو یې غوښتي چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه عملي او مسوولانه اقدام وکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د ښځو وضعیت په بې‌سارې توګه کړکېچن شوی او مېلیونونه ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوې دي. دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې یادو سیاستونو نه یوازې د بشري حقونو پراخې سرغړونې رامنځته کړې؛ بلکې د هېواد بشري او اقتصادي کړکېچ یې هم ژور کړی دی.

یاد غورځنګ د نړۍوالې ټولنې د یوې برخې له‌خوا له طالبانو سره د تعامل او دغه ډلې ته په نړۍوالو غونډو کې د بلنې ورکولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه ښځې باید د سیاسي موخو قرباني نه‌شي.

په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو او حکومتونو غوښتنه شوې، چې د اندېښنې له څرګندونو دې تېر شي؛ بلکې د افغانستان د ښځو د بنسټیزو حقونو خوندي کولو لپاره بېړني، عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو عاملین حساب‌ ورکوونې ته اړ کړي.

دغه غورځنګ په پای کې ویلي، چې د افغان ښځو پر وړاندې د روان وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې چوپتیا د یادې ټولنې اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. د دغه غورځنګ په وینا؛ «د نن ورځې چوپتیا له هغه ظلم سره ملګرتیا ده، چې هره ورځ د افغانستان پر ښځو په زور منل کېږي».

له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۷ GMT+۱
له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی
100%

د قزاقستان د ډاکټرانو یوه ډله کابل ته د خپلې بشري مرستندویه روغتیایي ماموریت تر بشپړېدو وروسته خپل هېواد ته ستنه شوه. د یادې ډلې یوه لوړپوړي غړي د خپلو لیدنو پربنسټ؛ د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» بللی دی.

د قزاقستان د ټپونو او هډوکو د درملنې د ملي علمي مرکز مرستیال سریک بالګازاروف چې له یادې ډلې سره کابل ته تللی و، د خپلو سترګو لیدلی حال داسي بیانوي: «موږ افغانستان ته د علمي او عملي روغتیایي مرستو د وړاندې کولو لپاره تللي وو. ټول هغه جراحي عملیات چې موږ ترسره کړل ډېر درانه او پېچلي وو؛ ځکه تاسو ښه پوهېږئ، په افغانستان کې کورنۍ جګړه دوام لري».

هغه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې د خلکو د ټپونو په اړه زیاته کړه: «دا هېواد په دوامداره توګه له جګړه‌ییز وضعیت سره مخ دی او ډېری ځوانان د ماینونو د چاودنو له امله د رامنځته شویو ټپونو له پایلو کړېږي».

بالګازاروف د دغه سفر د موخې په اړه وویل: «د نړۍ ډاکټران یو له بل سره توپیر نه‌لري. موږ د دین او عقیدې له توپیر پرته د یوې ګډې موخې لپاره سره یو شوي یو او هغه د انسانانو خدمت او مرسته ده».

دغه پلاوی د قزاقستان د جراحۍ، ټپونو او هډوکو درملنې، زړه او رګونو، ماشومانو او یورولوژۍ د برخو له مخکښو متخصصانو څخه جوړ و. دغه روغتیایي پلاوي په افغانستان کې د څو ورځني حضور پرمهال د روغتیایي مشورو، د سختو ټپيانو او د زېږون مهال نیمګړتیاوو لرونکو ناروغانو لپاره د پېچلو جراحي عملیاتو ترسره کولو ترڅنګ له افغان ډاکټرانو سره د تجربو تبادله هم وکړه او په ګډو روغتیایي کمېسیونونو کې یې ګډون وکړ.

د یاد سفر په ترڅ کې د «د قزاقستان د روغتیایي ورځو» پروګرام په چوکاټ کې افغانستان ته د بشري روغتیایي مرستو یوه جوپه هم وسپارل شوه. له دغه پلاوي د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۷مه) افغانستان کې د خپل ماموریت تر بشپړېدو وروسته د قزاقستان د پلازمېنې په هوايي ډګر کې هرکلی وشو.

له ۲۰۲۲ کال راهيسې پاکستان پر افغانستان ۱۰ لوی بریدونه کړي دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۱۳ GMT+۱
له ۲۰۲۲ کال راهيسې پاکستان پر افغانستان ۱۰ لوی بریدونه کړي دي
100%

د ۲۰۲۲کال له اپرېل میاشتې راهیسې پاکستان د طالبانو تر واک لاندې پر افغانستان ۱۰ تر ټولو لوی بریدونه کړي دي. په دغه بریدونو کې د ۲۰۲۶کال د مارچ په میاشت کې پر کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون او پر درېیو ولایتونو د جون میاشتې وروستي بریدونه تر ټولو لوی ګڼل کېږي.

د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې پر کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون او د همدې کال د جون میاشتې پر ۲۸مه پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان دوه تر ټولو لوی هوايي بریدونه ګڼل کېږي، چې د مړو او ټپیانو شمېر په‌کې په بې‌سارې ډول لوړ دی.

د یوناما او نړۍوالو راپورنو له مخې؛ یوازې د ۲۰۲۶کال د مئ تر میاشتې پورې ملکي تلفات تر زرو کسانو اوړي. د یوناما په وینا؛ په دغه تلفاتو کې ۷۲ ښځې، ۴۸ نجونې، ۹۵ هلکان او ۵۵۴ نارینه شامل دي چې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

خو د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ د یکشنبې په شپه ناوخته پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان په هوایي برید کې تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ ډېر ټپيان دي. ځايي سرچینې او طالبان وايي، چې د مړو او ټپیانو شمېر لاهم د زیاتوالي په حال کې دی.

د افغانستان انټرنشنل د وروستیو معلوماتو له مخې؛ پاکستان د ۲۰۲۲کال (د اپرېل په ۱۰مه) پر خوست او کونړ ولایتونو بریدونه وکړل. د ۲۰۲۴کال د مارچ په میاشت کې پر خوست او پکتیکا ولایتونو هم بریدونه وشول. د همدې کال د ډسمبر په میاشت کې د پکتیکا برمل ولسوالي هم د پاکستان د هوایي بریدونو او توغندیزو بریدونو له لارې په نښه شوه.

د ارزونو له مخې؛ پاکستان د ۲۰۲۵کال (د اکتوبر په ۹مه ) د خیبر توپان عملیاتو په نوم پر کابل، خوست، ننګرهار او پکتیکا هم بریدونه وکړل. د دواړه خواوو ترمنځ د نښتو پرمهال پاکستان د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په میاشت کې پر ننګرهار، پکتیکا او خوست هم بریدونه کړي. په همدې میاشت کې کابل، کندهار، پکتیا او ختیځ ولایتونه یو وار بیا د پاکستان تر بریدونو لاندې راغلل.

د دواړه خواوو ترمنځ د نښتو پرمهال پاکستان د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په میاشت کې پر ننګرهار، پکتیکا او خوست هم بریدونه کړي. په همدې میاشت کې کابل، کندهار، پکتیا او ختیځ ولایتونو بیا د پاکستان تر بریدونو لاندې راغلل.

پاکستان د ۲۰۲۶ کال د جون ۱۰مه د افغانستان پر کونړ، خوست او پکتیا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او وروستی برېد یې تېره شپه بیا هم پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ترسره کړ.

تر بریدونو وروسته د افغانستان ځایي اوسېدونکو، طالبانو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو ویلي، د پاکستان په بریدونو کې ملکي وګړي، د هغوی کورنۍ او شخصي تاسیسات په نښه شوي.

د پاکستان دغه ټول ۱۰ لوی بریدونه پر کابل، خوست، کونړ، پکتیکا، پکتیا، کندهار، ننګرهار او یوشمېر نورو ولایتونو شوي دي. پاکستان د دغه بریدونو په ترسره کولو ادعا کړې، چې په افغانستان کې یې بلوڅ بېلتون پاله ډله، د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالي او د هغوی پټن ځایونه په نښه کړي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته که څه هم د دغه بریدونو ټول‌ټال مرګ ژوبلې کره شمېره نه‌دی روښانه؛ خو دغه شمېر سلګونو ته رسېږي.

له ۲۰۲۱کال وروسته واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د پاکستان او یادې ډلې ترمنځ پر ډیورنډ کرښه اړیکې له نویو امنیتي کړکېچونو سره مخ شوې. اسلام‌اباد ادعا کوي، چې د پاکستان ضد وسله‌واله ډله تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د پاکستان دننه بریدونه تنظیموي.

پاکستاني چارواکو په وار، وار له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټي‌ټي‌پي پټنځایونه له‌منځه یوسي؛ خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان د تېرې شپې په بریدونو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۲ GMT+۱
ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان د تېرې شپې په بریدونو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د پاکستان له بریدونو شاوخوا ۵ ساعته وروسته غبرګون وښود. نوموړي د افغانستان پر درېیو ولایتونو د پاکستان بمبارۍ «جنایت، یرغل او وحشت» بللی دی. هغه زیاته کړې، په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په سهار وختي (د چنګاښ ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه غندلي او هغه یې «جنایت» او «وحشت» بللی دی.

هغه د پاکستان پوځ «متجاوز» بللی او په وینا یې، په دې بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو د کره شمېر په تړاو یې څه نه‌دي ویلي.

مجاهد زیاته کړې: «تیره شپه یو ځل بیا پاکستاني متجاوز پوځ د افغانستان د پکتیکا ګیان، د پکتیا څمکنیو او د کونړ په منورې ولسوالیو کې په ملکي خلکو بمبارونه وکړل چې لسګونه تنه ملکيان ښځې او ماشومان یې شهیدان او ټپیان کړي دي».

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د‌ پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د یکشنبې په نیمه شپه (د چنګاښ ۸مه) پر افغانستان له بریدونو وروسته وویل، دغه بریدونه یې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې د شویو بریدونو په غبرګون کې کړي دي. هغه ادعا کړې، چې په دې بریدونو کې د وسله‌والو پټنځایونه په نښه او ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.

اروپايي ټولنه: د افغان ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره مو ۱۶،۹ میلیونه ډالري پروګرام پیل کړ

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱
اروپايي ټولنه: د افغان ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره مو ۱۶،۹ میلیونه ډالري پروګرام پیل کړ
100%

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو این ډي پي) د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو او د ښځو تر مشرۍ لاندې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره د ۱۶،۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه نوي پروګرام د پیل خبر ورکړی دی.

د دغو بنسټونو په وینا، د دې پروګرام موخه د ښځو د معیشت پیاوړتیا، د کوچنیو سوداګریو ساتنه او پراختیا، او په افغانستان کې د سیمه‌ییزو اقتصادونو د کمزوري کېدو مخنیوی دی.

دا پروګرام د «ابادي» په نوم د یوې پراخې اقتصادي طرحې برخه ده، چې د افغانستان اقتصادي بحران ته د ځواب ویلو لپاره طرحه شوې او ټاکل شوې ده په راتلونکو دوو کلونو کې له اتو میلیونو څخه ډېر کسان تر خپل پوښښ لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دې پروګرام له لارې به له ۲۳ زره او ۴۰۰ څخه زیاتې ښځینه سوداګرې هم مستقیمه ګټه واخلي.

د پروګرام له مخې، هغه ښځې چې د افغانستان په رسمي او غیررسمي اقتصادي سکټورونو کې فعالیت کوي، مالي مرستو، مسلکي روزنو او تخنیکي ملاتړ ته به لاسرسی ومومي، څو وکولای شي خپل کاروبارونه وساتي، تولیدات زیات کړي او د سیمه‌ییزو بازارونو په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

اروپايي ټولنې ویلي، دا پروګرام یوازې اقتصادي ملاتړ نه دی، بلکې د روغتیا، تغذیې، د څښاک پاکو اوبو، حفظ‌الصحې، زده‌کړو او خوړو خوندیتوب په څېر مهمو برخو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي، ترڅو د اقتصادي بحران له امله پر خلکو رامنځته شوي بشري فشارونه راکم شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي، عبدالله الدردري، د اروپايي ټولنې له مالي ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د ښځو تر مدیریت لاندې د کوچنیو سوداګریو دوام د سیمه‌ییز اقتصادي ثبات لپاره خورا مهم دی.

په همدې حال کې، د اروپايي ټولنې د نړیوالو مشارکتونو کمېشنرې، یوتا اورپیلاینن، ویلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان خلک نه دي هېر کړي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

هغې زیاته کړې چې دغه پروژې د روغتیا، زده‌کړو، اوبو او معیشت په څېر مهمو برخو کې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره مهم رول لري.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام خبرداری ورکړی چې پر ښځو د کار او اقتصادي فعالیتونو محدودیتونه د افغانستان پر اقتصاد جدي منفي اغېزې لرلی شي او حتی د هېواد د ناخالص کورني تولید د پام وړ کمښت لامل کېدای شي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، شاوخوا ۸۰ سلنه اقتصادي فعالیتونه په افغانستان کې په غیررسمي سکټور کې ترسره کېږي او ښځې د غیرکرنیز غیررسمي سکټور د کاري ځواک له ۷۱ سلنې څخه ډېره برخه جوړوي.