د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۸مه وویل، چې تېره شپه د پاکستان پوځ د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۶ تنه عام ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو دا بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او په سختو ټکو یې غندلي دي.
بل لوري ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کراچۍ کې د پاکستان رینجرز پر کمپ باندې د وروستي برید په غبرګون کې د طالبانو شارژدافیر احضار کړی او خپل اعتراض یې ورته سپارلی دی.
اسلاماباد ادعا کوي چې په دغه برید کې افغان وګړي ښکېل وو او یو بریدګر ژوندی نیول شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د خپلې خاورې دننه امنیتي پېښې او بریدونه بې له کومو معتبرو سندونو او شواهدو په افغانستان پورې تړي.
طالبانو د پاکستان دا چلند د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو هڅه بللې او زیاته کړې یې ده چې د زور او نظامي لارو چارو کارول د ستونزو حل نه دی، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور، ګاونډیتوب او د سیمې امنیت ته جدي زیان رسوي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغه پوځي کړکېچ په داسې حال کې زیاتېږي چې تر دې وړاندې هم پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې ملکي وګړي ووژل شول.