له اروپا تر واخانه؛ سوېډنی سیلانی په بایسکل بدخشان ته تللی

یو سوېډنی سیلانی، چې له اروپا څخه په بایسکل افغانستان ته تللی، وايي، په راتلونکو اونیو کې به د بدخشان واخان دهلېز ته هم په بایسکل ولاړ شي.

یو سوېډنی سیلانی، چې له اروپا څخه په بایسکل افغانستان ته تللی، وايي، په راتلونکو اونیو کې به د بدخشان واخان دهلېز ته هم په بایسکل ولاړ شي.
هدفین چې دوې اونۍ وړاندي اقغانستان ته تللی، وایي، غواړي د واخان سخت او غرنی مسیر هم د بایسکل په وسیله ووهي.
هغه د طالبانو اړوند رسنیو ته ویلي، چې افغانستان د طبیعي ښکلاوو هېواد دی او غرونه، شنې درې او ښکلې هوا یې د سیلانیانو لپاره ځانګړی جذابیت لري.
د بدخشان شهر بزرگ ولسوالۍ، چې د واخان پر لور د تګ له مهمو سیمو څخه ده، په وروستیو کې د ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پام وړ ګرځېدلې ده.
د معلوماتو له مخې، دغه ولسوالۍ هره ورځ د سلګونو سیلانیانو کوربه وي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان د تېرې شپې بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي. هغه ویلي، افغانستان د جګړې پیلوونکی نه دی، خو که جګړه پرې وتپل شي، د خپلې خاورې او خلکو دفاع به وکړي. د نوموړي په وینا، په بریدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د خپلې خاورې د دفاع په برخه کې ډېر پیاوړي دي او که د هوا له لارې وي او که پر ځمکه، د دغه برید غچ به اخلي او د دې لپاره بدیلې لارې لري.
هغه وویل، افغانستان به په نږدې راتلونکې کې داسې وړتیا هم ترلاسه کړي چې له هر ډول احتمالي تجاوز مخکې بریدونه دفع کړي.
مجاهد خبرداری ورکړ، چې څوک افغانستان ته په کمه سترګه وګوري، پښېمانه به شي او پاکستان د هغو هېوادونو په څېر ځواکمن نه دی چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې ده.
د هغه په وینا، «دا بې منطقه استدلال دی چې په کراچۍ، کویټه او پېښور کې هره چاودنه له افغانستان سره وتړل شي».
مجاهد وايي، پاکستان باید د خپل هېواد دننه د ټي ټي پي پر ضد عملیات وکړي، نه دا چې پړه پر افغانستان واچوي.
هغه د طالبانو اړوند امید راډیو ته ویلي، چې په وروستیو بریدونو کې عام وګړي، ماشومان، ښځې او سپین ږیري په نښه شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په کراچۍ کې پر پاکستاني ځواکونو د وروستي برید په تړاو په اسلاماباد کې د طالبانو شارژدافیر احضار کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۸مه وویل، چې تېره شپه د پاکستان پوځ د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي بریدونه کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۶ تنه عام ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو دا بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او په سختو ټکو یې غندلي دي.
بل لوري ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کراچۍ کې د پاکستان رینجرز پر کمپ باندې د وروستي برید په غبرګون کې د طالبانو شارژدافیر احضار کړی او خپل اعتراض یې ورته سپارلی دی.
اسلاماباد ادعا کوي چې په دغه برید کې افغان وګړي ښکېل وو او یو بریدګر ژوندی نیول شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د خپلې خاورې دننه امنیتي پېښې او بریدونه بې له کومو معتبرو سندونو او شواهدو په افغانستان پورې تړي.
طالبانو د پاکستان دا چلند د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو هڅه بللې او زیاته کړې یې ده چې د زور او نظامي لارو چارو کارول د ستونزو حل نه دی، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور، ګاونډیتوب او د سیمې امنیت ته جدي زیان رسوي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغه پوځي کړکېچ په داسې حال کې زیاتېږي چې تر دې وړاندې هم پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې ملکي وګړي ووژل شول.
د ښځو د همت غورځنګ په یوې خبرپاڼه کې د طالبانو لهخوا د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري او ښځو حقونو ملاتړو بنسټونو یې غوښتي چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه عملي او مسوولانه اقدام وکړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د ښځو وضعیت په بېسارې توګه کړکېچن شوی او مېلیونونه ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې شوې دي. دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې یادو سیاستونو نه یوازې د بشري حقونو پراخې سرغړونې رامنځته کړې؛ بلکې د هېواد بشري او اقتصادي کړکېچ یې هم ژور کړی دی.
یاد غورځنګ د نړۍوالې ټولنې د یوې برخې لهخوا له طالبانو سره د تعامل او دغه ډلې ته په نړۍوالو غونډو کې د بلنې ورکولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه ښځې باید د سیاسي موخو قرباني نهشي.
په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو او حکومتونو غوښتنه شوې، چې د اندېښنې له څرګندونو دې تېر شي؛ بلکې د افغانستان د ښځو د بنسټیزو حقونو خوندي کولو لپاره بېړني، عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو عاملین حساب ورکوونې ته اړ کړي.
دغه غورځنګ په پای کې ویلي، چې د افغان ښځو پر وړاندې د روان وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې چوپتیا د یادې ټولنې اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. د دغه غورځنګ په وینا؛ «د نن ورځې چوپتیا له هغه ظلم سره ملګرتیا ده، چې هره ورځ د افغانستان پر ښځو په زور منل کېږي».
د قزاقستان د ډاکټرانو یوه ډله کابل ته د خپلې بشري مرستندویه روغتیایي ماموریت تر بشپړېدو وروسته خپل هېواد ته ستنه شوه. د یادې ډلې یوه لوړپوړي غړي د خپلو لیدنو پربنسټ؛ د افغانستان وضعیت «جګړهییز» بللی دی.
د قزاقستان د ټپونو او هډوکو د درملنې د ملي علمي مرکز مرستیال سریک بالګازاروف چې له یادې ډلې سره کابل ته تللی و، د خپلو سترګو لیدلی حال داسي بیانوي: «موږ افغانستان ته د علمي او عملي روغتیایي مرستو د وړاندې کولو لپاره تللي وو. ټول هغه جراحي عملیات چې موږ ترسره کړل ډېر درانه او پېچلي وو؛ ځکه تاسو ښه پوهېږئ، په افغانستان کې کورنۍ جګړه دوام لري».
هغه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې د خلکو د ټپونو په اړه زیاته کړه: «دا هېواد په دوامداره توګه له جګړهییز وضعیت سره مخ دی او ډېری ځوانان د ماینونو د چاودنو له امله د رامنځته شویو ټپونو له پایلو کړېږي».
بالګازاروف د دغه سفر د موخې په اړه وویل: «د نړۍ ډاکټران یو له بل سره توپیر نهلري. موږ د دین او عقیدې له توپیر پرته د یوې ګډې موخې لپاره سره یو شوي یو او هغه د انسانانو خدمت او مرسته ده».
دغه پلاوی د قزاقستان د جراحۍ، ټپونو او هډوکو درملنې، زړه او رګونو، ماشومانو او یورولوژۍ د برخو له مخکښو متخصصانو څخه جوړ و. دغه روغتیایي پلاوي په افغانستان کې د څو ورځني حضور پرمهال د روغتیایي مشورو، د سختو ټپيانو او د زېږون مهال نیمګړتیاوو لرونکو ناروغانو لپاره د پېچلو جراحي عملیاتو ترسره کولو ترڅنګ له افغان ډاکټرانو سره د تجربو تبادله هم وکړه او په ګډو روغتیایي کمېسیونونو کې یې ګډون وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې د «د قزاقستان د روغتیایي ورځو» پروګرام په چوکاټ کې افغانستان ته د بشري روغتیایي مرستو یوه جوپه هم وسپارل شوه. له دغه پلاوي د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۷مه) افغانستان کې د خپل ماموریت تر بشپړېدو وروسته د قزاقستان د پلازمېنې په هوايي ډګر کې هرکلی وشو.
د ۲۰۲۲کال له اپرېل میاشتې راهیسې پاکستان د طالبانو تر واک لاندې پر افغانستان ۱۰ تر ټولو لوی بریدونه کړي دي. په دغه بریدونو کې د ۲۰۲۶کال د مارچ په میاشت کې پر کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون او پر درېیو ولایتونو د جون میاشتې وروستي بریدونه تر ټولو لوی ګڼل کېږي.
د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې پر کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون او د همدې کال د جون میاشتې پر ۲۸مه پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان دوه تر ټولو لوی هوايي بریدونه ګڼل کېږي، چې د مړو او ټپیانو شمېر پهکې په بېسارې ډول لوړ دی.
د یوناما او نړۍوالو راپورنو له مخې؛ یوازې د ۲۰۲۶کال د مئ تر میاشتې پورې ملکي تلفات تر زرو کسانو اوړي. د یوناما په وینا؛ په دغه تلفاتو کې ۷۲ ښځې، ۴۸ نجونې، ۹۵ هلکان او ۵۵۴ نارینه شامل دي چې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.
خو د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ د یکشنبې په شپه ناوخته پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان په هوایي برید کې تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ ډېر ټپيان دي. ځايي سرچینې او طالبان وايي، چې د مړو او ټپیانو شمېر لاهم د زیاتوالي په حال کې دی.
د افغانستان انټرنشنل د وروستیو معلوماتو له مخې؛ پاکستان د ۲۰۲۲کال (د اپرېل په ۱۰مه) پر خوست او کونړ ولایتونو بریدونه وکړل. د ۲۰۲۴کال د مارچ په میاشت کې پر خوست او پکتیکا ولایتونو هم بریدونه وشول. د همدې کال د ډسمبر په میاشت کې د پکتیکا برمل ولسوالي هم د پاکستان د هوایي بریدونو او توغندیزو بریدونو له لارې په نښه شوه.
د ارزونو له مخې؛ پاکستان د ۲۰۲۵کال (د اکتوبر په ۹مه ) د خیبر توپان عملیاتو په نوم پر کابل، خوست، ننګرهار او پکتیکا هم بریدونه وکړل. د دواړه خواوو ترمنځ د نښتو پرمهال پاکستان د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په میاشت کې پر ننګرهار، پکتیکا او خوست هم بریدونه کړي. په همدې میاشت کې کابل، کندهار، پکتیا او ختیځ ولایتونه یو وار بیا د پاکستان تر بریدونو لاندې راغلل.
د دواړه خواوو ترمنځ د نښتو پرمهال پاکستان د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په میاشت کې پر ننګرهار، پکتیکا او خوست هم بریدونه کړي. په همدې میاشت کې کابل، کندهار، پکتیا او ختیځ ولایتونو بیا د پاکستان تر بریدونو لاندې راغلل.
پاکستان د ۲۰۲۶ کال د جون ۱۰مه د افغانستان پر کونړ، خوست او پکتیا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او وروستی برېد یې تېره شپه بیا هم پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ترسره کړ.
تر بریدونو وروسته د افغانستان ځایي اوسېدونکو، طالبانو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو ویلي، د پاکستان په بریدونو کې ملکي وګړي، د هغوی کورنۍ او شخصي تاسیسات په نښه شوي.
د پاکستان دغه ټول ۱۰ لوی بریدونه پر کابل، خوست، کونړ، پکتیکا، پکتیا، کندهار، ننګرهار او یوشمېر نورو ولایتونو شوي دي. پاکستان د دغه بریدونو په ترسره کولو ادعا کړې، چې په افغانستان کې یې بلوڅ بېلتون پاله ډله، د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالي او د هغوی پټن ځایونه په نښه کړي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته که څه هم د دغه بریدونو ټولټال مرګ ژوبلې کره شمېره نهدی روښانه؛ خو دغه شمېر سلګونو ته رسېږي.
له ۲۰۲۱کال وروسته واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د پاکستان او یادې ډلې ترمنځ پر ډیورنډ کرښه اړیکې له نویو امنیتي کړکېچونو سره مخ شوې. اسلاماباد ادعا کوي، چې د پاکستان ضد وسلهواله ډله تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د پاکستان دننه بریدونه تنظیموي.
پاکستاني چارواکو په وار، وار له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټيټيپي پټنځایونه لهمنځه یوسي؛ خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.