• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو کرنې وزیر: د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره د کرنیزو وارداتي توکو تعرفې لوړې شوې

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو وزیر عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رییس سټیفن رودریګز سره په لیدنه کې ویلي، چې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کرنیزو وارداتي توکو د کمولو لپاره د ځینو کرنیزو محصولاتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي.

د طالبانو دکرنې وزارت دخبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بدیل معیشت، کلیوالي بیارغونې، د کرنیزو محصولاتو د ودې او د کرنې سکټور د ملاتړ په اړه خبرې کړې.

خبرپاڼې د عمري له قوله لیکلي چې د کرنې وزارت د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو د کمولو لپاره هڅې کوي او د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره د ځینو کرنیزو محصولاتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) رییس سټیفن رودریګز د کرنې، بدیل معیشت او کلیوالي بیارغونې په برخو کې د دواړو لوریو د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی
۱

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

ملګري ملتونه: وروستي ورښتونه د افغانستان د اوبو ژور بحران د جبران لپاره بسنه نه‌کوي

۵

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې پر افغانستان د پاکستان په تازه بریدونو کې ۲۸ ملکي کسان وژل شوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې پر افغانستان د پاکستان په تازه بریدونو کې ۲۸ ملکي کسان وژل شوي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما تایید کړې، چې د یکشنبې په ماښام په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. د دغه سازمان په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) تایید کړې ده چې د یکشنبې په ماښام د چنګاښ په ۷مه د پکتیا، پکتیکا او کونړ په ولایتونو کې په هوایي بریدونو کې د مرګ ژوبلې دا ارقام لومړني دي او ښايي د روغتونونو له خوا د ټپیانو د درملنې په لړ کې نور هم زیات شي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، د یکشنبې په ماښام شاوخوا یوولس نیمې بجې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې په یو هوایي برید کې لږ تر لږه ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې په بل برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او په کونړ ولایت کې د مرورې ولسوالۍ په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

یوناما وايي، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت تایید کړې چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په یادو دریو ولایتونو کې دا بریدونه کړي دي.

یوناما زیاته کړې، چې د دغو پېښو په اړه خپلو څېړنو او د حقایقو تصدیق ته دوام ورکوي.

دغه بنسټ یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د جګړې پر مهال دې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو اصول لکه احتیاط، توپیر او تناسب مراعات شي څو ملکي وګړي له زیانونو وژغورل شي.

یوناما د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله کړې ده.

د پاکستان حکومت ویلي چې دا بریدونه یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو له بریدونو وروسته کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې، چې د دوی امنیتي ځواکونو د افغانستان په خاوره کې پر هغو سیمو بریدونه کړي چې د دوی په وینا، د بریدګرو پټنځایونه وو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پاکستان په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۶۳ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

طالبانو د پاکستان دا بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان پر حریم ښکاره تیری بللی دی.

د طالبانو استخباراتو له تېرو دوو میاشتو راهیسې په هلمند کې یو پخوانی نظامي زنداني کړی

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د طالبانو استخباراتو له تېرو دوو میاشتو راهیسې په هلمند کې یو پخوانی نظامي زنداني کړی
100%

په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو د الله داد بادیزی په نامه د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان نیولی دی. د معلوماتو له مخې، الله داد بادیزی دوه میاشتې وړاندې د لښکرګاه په لومړۍ حوزه کې له خپل کوره وړل شوی دی.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ځايي سرچینو نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۸مه نېټه وویل، چې د سیمه یزو پولیسو پخوانی قوماندان الله داد بادیزی د طالبانو استخباراتو وړی دی خو طالبان د هغه له وړلو انکار کوي.

عیني شاهدان وايي، چې نوموړی د لښکرګاه د لومړۍ حوزې د استخباراتو مامورینو وړی او د نیولو پرمهال لومړی سخت وهل شوی او سر یې مات شوی او په زوره موټر ته انتقال شوی دی.

الله داد بادیزي ته نژدې سرچینې وايي، چی اوس مهال د طالبانو استخبارات د هغه نیول نه مني او نه یې هم د هغه په پیدا کولو کې کومه مرسته کړې ده.

دوی له طالبانو غواړي چې که الله داد بادیزي کوم جرم کړی وي نو باید محکمې ته وسپارل شي نه دا چې د هغه له نیول کېدو څخه هم انکار وکړي.

طالبانو تر اوسه ددې افغان پخواني نظامي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دوه ورځې وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استخباراتو د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قوماندان محمد اعظم باختر فراشغاني یو ځل بیا نیولی.

سرچینو ویلي و چې طالب وسله والو د نوموړي د نیولو پر مهال د هغه د کورنۍ غړي او ماشومان هم وهلي او ډبولي دي.

په لښکرګاه کې د ولسي خلکو او طالبانو ترمنځ د ځمکو پر سر شخړه شوې

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۱ GMT+۱
په لښکرګاه کې د ولسي خلکو او طالبانو ترمنځ د ځمکو پر سر شخړه شوې
100%

د هلمند د لښکرګاه ښار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبانو د زمري کلاچې په سیمه کې کورونه په زور نړولي او دلته د خلکو ځمکې خپلو جنګیالیو ته سپاري. د سیمې خلکو ویلي، د طالبانو په ډزو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او شاوخوا ۳۰ د سیمې مشران هم نیول شوي دي.

د سیمې خلکو افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په استولو سره ویلي، دغه ځمکې د طالب چارواکي ابراهیم صدر د خپلوانو له خوا وېشل کېږي.

د زمري کلاچې سیمې اوسېدونکو ادعا کړې، چې د لښکرګاه ښار په ختیزه برخه کې د اسحاقزیو اړوند ځمکې، چې د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی د اوبولګولو لوی کانال هم ترې تېرېږي، د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له لوري پر خپلو جنګیالو ویشل کیږي.

طالبانو پر دغو ځمکو د جوړو شویو کورونو د نړولو لپاره سیمې ته بلدوزر او نور تجهیزات راوستي وو، چې خلکو یې پر وړاندې غبرګون وښود. د محلي خلکو په وینا، د اعتراضونو پرمهال د سیمې شاوخوا ۳۰ مشران هم نیول شوي او اوس مهال د طالبانو په بند کې دي.

د سیمې خلک ادعا کوي چې د دوشنبې پر سهار په همدې سیمه کې د یو شمېر اوسېدونکو کورونه نړول شوي او د طالبانو د ډزو له امله «درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان» دي.

دځایې خلګو په وینا، د هلمند ښاروال او یو بل کس، چې د رازمحمد په نوم یادېږي، خلکو ته ویلي چې سیمه پرېږدي او هڅه کوي دغه ځمکې د خلکو له ولکې وباسي.

یادو اوسیدونکو د طالب چارواکو دا اقدام د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له امر سره تړلی بللی دی.

سرچینې زیاتوي، یادې ځمکې د طالبانو جنګیالیو ته د استوګنیزو نومرو په ډول سپارل کېږي.

تر اوسه طالبانو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د اعتراضونو پرمهال د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

له اروپا تر واخانه؛ سوېډنی سیلانی په بایسکل بدخشان ته تللی

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۵۲ GMT+۱
له اروپا تر واخانه؛ سوېډنی سیلانی په بایسکل بدخشان ته تللی
100%

یو سوېډنی سیلانی، چې له اروپا څخه په بایسکل افغانستان ته تللی، وايي، په راتلونکو اونیو کې به د بدخشان واخان دهلېز ته هم په بایسکل ولاړ شي.

هدفین چې دوې اونۍ وړاندي اقغانستان ته تللی، وایي، غواړي د واخان سخت او غرنی مسیر هم د بایسکل په وسیله ووهي.

هغه د طالبانو اړوند رسنیو ته ویلي، چې افغانستان د طبیعي ښکلاوو هېواد دی او غرونه، شنې درې او ښکلې هوا یې د سیلانیانو لپاره ځانګړی جذابیت لري.

د بدخشان شهر بزرگ ولسوالۍ، چې د واخان پر لور د تګ له مهمو سیمو څخه ده، په وروستیو کې د ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پام وړ ګرځېدلې ده.

د معلوماتو له مخې، دغه ولسوالۍ هره ورځ د سلګونو سیلانیانو کوربه وي.

مجاهد: د پاکستان بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۱
مجاهد: د پاکستان بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي
100%

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان د تېرې شپې بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي. هغه ویلي، افغانستان د جګړې پیلوونکی نه دی، خو که جګړه پرې وتپل شي، د خپلې خاورې او خلکو دفاع به وکړي. د نوموړي په وینا، په بریدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د خپلې خاورې د دفاع په برخه کې ډېر پیاوړي دي او که د هوا له لارې وي او که پر ځمکه، د دغه برید غچ به اخلي او د دې لپاره بدیلې لارې لري.

هغه وویل، افغانستان به په نږدې راتلونکې کې داسې وړتیا هم ترلاسه کړي چې له هر ډول احتمالي تجاوز مخکې بریدونه دفع کړي.

مجاهد خبرداری ورکړ، چې څوک افغانستان ته په کمه سترګه وګوري، پښېمانه به شي او پاکستان د هغو هېوادونو په څېر ځواکمن نه دی چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې ده.

د هغه په وینا، «دا بې منطقه استدلال دی چې په کراچۍ، کویټه او پېښور کې هره چاودنه له افغانستان سره وتړل شي».

مجاهد وايي، پاکستان باید د خپل هېواد دننه د ټي ټي پي پر ضد عملیات وکړي، نه دا چې پړه پر افغانستان واچوي.

هغه د طالبانو اړوند امید راډیو ته ویلي، چې په وروستیو بریدونو کې عام وګړي، ماشومان، ښځې او سپین ږیري په نښه شوي دي.