• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لبنان د پارلمان مشر: له اسراییل سره هوکړه به تصویب او پلي نه‌شي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۱

د لبنان د پارلمان مشر او د حزب الله متحد نبيه بري په یوه اعلامیه کې اعلان کړی، چې د لبنان، اسراییل او امریکا ترمنځ درې اړخیزه هوکړه به تصویب نه‌شي؛ ځکه چې دغه هوکړه د لبنان حقونه نه تضمینوي.

د بري په مشرۍ د امل غورځنګ له‌خوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: «دغه تړون به تصویب نه‌شي او په اوسنۍ بڼه به پلي نه‌شي». په بیان کې راغلي، دا یو «دیکتاتور تړون» دی، نه داسې تړون چې د لبنان حقونه خوندي کړي.
د درېیو هېوادونو په وینا؛ دغه تړون د لبنان او اسراییل ترمنځ د سولې لپاره لاره هواروي. د دوی په وینا؛ له لبنان نه د اسراییل وتل د حزب الله د بې‌وسلې کولو پورې مشروط دي. د نبيه بري دغه دریځ داسې مهال څرګندېږي، چې وړاندې د لبنان حزب الله هر هغه تړون رد کړی چې د دوی بې‌وسلې کول الزامي کوي.
د لبنان اسلامي مقاومت ته نږدې سرچینې ټینګار کوي، چې د اسراییلي ځواکونو هر ډول وتل باید پرته له کوم شرط څخه د ټولو نیول شویو سیمو په اړه د لبنان د حاکمیت بشپړ تضمین سره ترسره شي.
شنونکي په دې باور دي، چې دا بیان د امل غورځنګ او حزب الله ترمنځ بشپړه همغږي ښیي او په عملي توګه د امریکا تر فشار لاندې د تړون پرمختګ لپاره د هرې هڅې لپاره جدي ننګونه ده.
بل لور ته امریکایي او اسراییلي چارواکو دغه تړون د اسراییل د شمالي پولو د ثبات او د ۲۰۲۳کال د اکتوبر د نښتو د تکرار د مخنیوي لپاره یو مهم ګام بللی دی.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري