• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه: د افغان ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره مو ۱۶،۹ میلیونه ډالري پروګرام پیل کړ

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو این ډي پي) د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو او د ښځو تر مشرۍ لاندې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره د ۱۶،۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه نوي پروګرام د پیل خبر ورکړی دی.

د دغو بنسټونو په وینا، د دې پروګرام موخه د ښځو د معیشت پیاوړتیا، د کوچنیو سوداګریو ساتنه او پراختیا، او په افغانستان کې د سیمه‌ییزو اقتصادونو د کمزوري کېدو مخنیوی دی.

دا پروګرام د «ابادي» په نوم د یوې پراخې اقتصادي طرحې برخه ده، چې د افغانستان اقتصادي بحران ته د ځواب ویلو لپاره طرحه شوې او ټاکل شوې ده په راتلونکو دوو کلونو کې له اتو میلیونو څخه ډېر کسان تر خپل پوښښ لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دې پروګرام له لارې به له ۲۳ زره او ۴۰۰ څخه زیاتې ښځینه سوداګرې هم مستقیمه ګټه واخلي.

د پروګرام له مخې، هغه ښځې چې د افغانستان په رسمي او غیررسمي اقتصادي سکټورونو کې فعالیت کوي، مالي مرستو، مسلکي روزنو او تخنیکي ملاتړ ته به لاسرسی ومومي، څو وکولای شي خپل کاروبارونه وساتي، تولیدات زیات کړي او د سیمه‌ییزو بازارونو په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

اروپايي ټولنې ویلي، دا پروګرام یوازې اقتصادي ملاتړ نه دی، بلکې د روغتیا، تغذیې، د څښاک پاکو اوبو، حفظ‌الصحې، زده‌کړو او خوړو خوندیتوب په څېر مهمو برخو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي، ترڅو د اقتصادي بحران له امله پر خلکو رامنځته شوي بشري فشارونه راکم شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي، عبدالله الدردري، د اروپايي ټولنې له مالي ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د ښځو تر مدیریت لاندې د کوچنیو سوداګریو دوام د سیمه‌ییز اقتصادي ثبات لپاره خورا مهم دی.

په همدې حال کې، د اروپايي ټولنې د نړیوالو مشارکتونو کمېشنرې، یوتا اورپیلاینن، ویلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان خلک نه دي هېر کړي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

هغې زیاته کړې چې دغه پروژې د روغتیا، زده‌کړو، اوبو او معیشت په څېر مهمو برخو کې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره مهم رول لري.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام خبرداری ورکړی چې پر ښځو د کار او اقتصادي فعالیتونو محدودیتونه د افغانستان پر اقتصاد جدي منفي اغېزې لرلی شي او حتی د هېواد د ناخالص کورني تولید د پام وړ کمښت لامل کېدای شي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، شاوخوا ۸۰ سلنه اقتصادي فعالیتونه په افغانستان کې په غیررسمي سکټور کې ترسره کېږي او ښځې د غیرکرنیز غیررسمي سکټور د کاري ځواک له ۷۱ سلنې څخه ډېره برخه جوړوي.

ترویج لرونکی

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه
۱

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۴

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۵

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

•
•
•

نور کیسې

د ملا یعقوب له ګوتڅنډنې وروسته؛ پاکستان په یوه میاشت کې دوه ځله پر افغان خاوره برید وکړ

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۸ GMT+۱
د ملا یعقوب له ګوتڅنډنې وروسته؛ پاکستان په یوه میاشت کې دوه ځله پر افغان خاوره برید وکړ
100%

د طالبانو دفاع وزیر له مسکو سره د نظامي- تخنیکي همکاریو له هوکړې وروسته ویلي وو، نور به پاکستان پر افغان خاوره د برید جرئت ونه‌کړي، خو پاکستان له یادو څرګندونو وروسته په تېره میاشت کې پر افغانستان ۲ ځلي بریدونه وکړل. لومړی برید د غبرګولي پر ۲۰مه او دویم برید یې نن شپه ترسره کړ.

د طالبانو دفاع وزیر له مسکو سره د نظامي- تخنیکي همکاریو له هوکړې وروسته، د غبرګولي پر ۹مه په کابل هوايي ډګر کې ویلي وو، چې نور به پاکستان د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه‌کړي، خو پاکستان له دغو څرګندونو ۱۱ ورځې وروسته (د غبرګولي ۲۰مه) د افغانستان پر کونړ، خوست او پکتیا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بریدونو په پخلي سره ویلي یې وو، چې په یادو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین ږیری وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

کابلوف وايي چې د روسیې او طالبانو تړون د روسي تجهیزاتو د ترمیم لپاره دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

پاکستان له لومړي بریده ۱۸ ورځې وروسته (یکشنبه د چنګاښ ۷مه) بیا ځلي د افغانستان پر درېیو ولایتونو کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

د سرچینو په وینا، یوازې د پکتیا پر څمکنیو ولسوالۍ د پاکستان په هوايي بریدونو کې څه باندې ۴۰ کسان ټپیان شوي، خو د تلفاتو او همداراز په نورو سیمو کې د پاکستان د بریدونو له امله د اوښتې احتمالي مرګ‌ژوبلې په تړاو تر اوسه کره معلومات نه‌دي خپاره شوي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دغو تازه بریدونو په تړاو ویلي، د خیبر پښتونخوا، بلوچستان د بې‌ګناه خلکو او په سند کې د رینجرز پر نظامي اډې د شویو بریدونو په غبرګون کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو «پلان شوي» بریدونه کړي دي. هغه ادعا لري، چې په دې بریدونو کې د وسله‌والو پټنځایونه په نښه او ۲۹ «خوارج» وژل شوي دي.

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو لا تراوسه د پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون کې څه نه‌دي ویلي.

د نظامي چارو شنونکي وايي، د پاکستان هوايي بریدونو وښودله چې یوازې سیاسي څرګندونې او توندې ویناوې د پوځي ګواښونو د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي.

طالبانو او په ځانګړې توګه دفاع وزیر ملا یعقوب د تېرو بریدونو پرمهال د غچ اخیستنې ګواښونه کول، خو د دغو دوو ورستیو بریدونو په تړاو یې په زغرده څه نه‌دي ویلي.

د جوزجان – فاریاب پر لویه لاره ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۴ GMT+۱
د جوزجان – فاریاب پر لویه لاره ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي
100%

د طالبانو د جوزجان ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د جوزجان–فاریاب پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د طالبانو د جوزجان ولایت امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په اوومه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د «لوکسل» او «سراچه» ډوله دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

طالبانو د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او له ټاکلي حد څخه زیات سرعت بللی دی.

په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي. د سړکونو خراب وضعیت، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، غیرمجاز سرعت او د ترافیکي قوانینو نه مراعات د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

په هرات کې د غور د شهرک ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
په هرات کې د غور د شهرک ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د پولیسو پخوانی قوماندان محمدحسین د هرات ښار د هوايي ډګر پر سړک په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د یکشنبې ورځې ماښام، د چنګاښ په اوومه، رامنځته شوې او د برید پر مهال د نوموړي مېرمن هم ټپي شوې ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، محمدحسین له خپلې کورنۍ سره په یوه ریکشا کې روان و، چې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري پرې ډزې وشوې. سرچینې وایي، نوموړی په همدې برید کې ووژل شو، خو مېرمن یې ټپي شوې ده.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې یا کس پر غاړه نه دی اخیستی او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

محمدحسین د پخواني جمهوري نظام پر مهال د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د پولیسو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه او د غور د پخواني والي، محمدابراهیم ملکزاده، له نږدې او مخکښو قوماندانانو څخه ګڼل کېده.

هغه د جمهوري نظام د وروستیو میاشتو پر مهال د غور په شهرک ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونونو د ځواکونو مشري هم کوله. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نوموړی په هرات ولایت کې مېشت و.

ایراني چارواکی: ایران باید د افغانستان په کانونو کې د نورو هېوادونو نندار‌چي پاتې نه شي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۱
ایراني چارواکی: ایران باید د افغانستان په کانونو کې د نورو هېوادونو نندار‌چي پاتې نه شي
100%

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت، ویلي چې ایران د خپل جغرافیایي موقعیت، صنعتي بنسټونو او تخنیکي وړتیاوو له مخې کولای شي د افغانستان د کانونو د پراختیا په برخه کې د دې هېواد له مهمو شریکانو څخه شي.

سیادت د یکشنبې په ورځ د فارس خبري اژانس ته وویل، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کانونو پراخې زېرمې لري، او ایران د خپل تخنیکي ظرفیت، ازادو اوبو ته د لاسرسي او پرمختللو صنعتي بنسټونو له امله د کانونو په برخه کې د همکارۍ لپاره مناسب فرصت لري.

د هغه په وینا، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې د کانونو د همکارۍ پلان پر دوو اساسي محورونو ولاړ دی؛ لومړی، افغانستان ته د کانونو اړوند د تخنیکي، انجنیرۍ خدمتونو او تجهیزاتو صادرول، او دویم، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي ځنځیر رامنځته کول.

سیادت وویل، ایران د کانونو د سپړنې، ځمک‌پېژندنې، برمې وهلو او استخراج په برخو کې د پام وړ تخنیکي وړتیاوې لري او کولای شي افغانستان ته اړین ماشینونه، تجهیزات او مسلکي روزنې د لوېدیځو ټکنالوژیو په پرتله په ټیټه بیه برابرې کړي.

هغه همداراز وړاندیز وکړ چې معدني مواد دې په افغانستان کې استخراج شي، خو د پروسس یوه برخه دې یې په ایران، په ځانګړي ډول د سرحدي ازادو سیمو په صنعتي مرکزونو کې ترسره شي. د نوموړي په باور، دا تګلاره به له یوې خوا افغانستان سره د خامو موادو د صادراتو په کمولو او د عوایدو په زیاتولو کې مرسته وکړي او له بلې خوا به د ایران د معدني صنعت اړتیاوې هم پوره کړي.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر د چابهار او بندرعباس بندرونو له لارې د افغانستان د معدني محصولاتو صادرات هم د دواړو هېوادونو په ګټه وبلل او ویې ویل، ایران باید یوازې د افغانستان په کانونو کې د نورو هېوادونو حضور ته ننداره ونه کړي.

تر دې مخکې د ایران دولتي فارس خبري اژانس د تېر کال د غویي په میاشت کې راپور ورکړی و چې ایران غواړي د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

افغانستان د مسو، اوسپنې، لیتیم، سرو زرو او نادرو معدني عناصرو سترې زېرمې لري، خو د ناامنۍ، د بنسټیزو اسانتیاوو کمښت، د انرژۍ ستونزو او د پانګونې محدودیتونو له امله د کانونو د سکټور پراختیا لا هم له جدي خنډونو سره مخ ده.

د څمکنیو د روغتون ډاکټران وایي پر پکتیا د پاکستان له بریدونو څه باندې ۴۰ ټپیان وروړل شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱
د څمکنیو د روغتون ډاکټران وایي پر پکتیا د پاکستان له بریدونو څه باندې ۴۰ ټپیان وروړل شوي
100%

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ ملکي روغتون ډاکټران وايي، پر دغه ولایت د پاکستان د هوايي بمباریو له امله تر اوسه څه باندې ۴۰ ټپيان د دوی روغتون ته وروړل شوي دي. د دغو ډاکټرانو په وینا، د ډېریو ټپيانو روغتیايي وضعیت ډېر نازک وو او د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

پاکستان د یکشنبې په نیمه شپه شاوخوا یوه بجه پر کونړ او پکتیکا له بریدونو سربېره د پکتیا پر څمکنیو ولسوالۍ هوايي بریدونه کړي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وايي، په دې بریدونو کې یې وسله‌وال په نښه کړي، خو د څمکنیو ولسوالۍ روغتون ډاکټران وايي، ډېری ټپيان په ملکي جامو کې وو او اکثریت یې ځوانان، ماشومان او ښځې دي.

د څمکنیو ولسوالۍ د روغتون یو متخصص ډاکټر نوروز وايي: «کله چې بمبار وشو، موږ روغتون ته ځانونه راورسول. د ټپیانو شمېر تر ۴۰ اوړي. اکثریت یې په ملکي لباس کې وو، ځوانان، ماشومان او زنانه وې. ځينې بستر شوي دي».

هغه وايي، د یو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعیت ډېر نازک وو او د ښې درملنې په موخه د پکتیا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او زیاتوي: «یو شمېر کېسونه چې اورتوپیدي او جراحي صدري وو، هغوی ګردیز ته د امبولانس په وسیله انتقال شوي دي».

خو لا تر اوسه پر پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

طالبانو لا تر اوسه د پاکستان د دغو بریدونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.