په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) تایید کړې ده چې د یکشنبې په ماښام د چنګاښ په ۷مه د پکتیا، پکتیکا او کونړ په ولایتونو کې په هوایي بریدونو کې د مرګ ژوبلې دا ارقام لومړني دي او ښايي د روغتونونو له خوا د ټپیانو د درملنې په لړ کې نور هم زیات شي.
د یوناما د معلوماتو له مخې، د یکشنبې په ماښام شاوخوا یوولس نیمې بجې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې په یو هوایي برید کې لږ تر لږه ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې په بل برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او په کونړ ولایت کې د مرورې ولسوالۍ په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
یوناما وايي، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت تایید کړې چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په یادو دریو ولایتونو کې دا بریدونه کړي دي.
یوناما زیاته کړې، چې د دغو پېښو په اړه خپلو څېړنو او د حقایقو تصدیق ته دوام ورکوي.
دغه بنسټ یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د جګړې پر مهال دې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو اصول لکه احتیاط، توپیر او تناسب مراعات شي څو ملکي وګړي له زیانونو وژغورل شي.
یوناما د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغتیا هیله کړې ده.
د پاکستان حکومت ویلي چې دا بریدونه یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو له بریدونو وروسته کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې، چې د دوی امنیتي ځواکونو د افغانستان په خاوره کې پر هغو سیمو بریدونه کړي چې د دوی په وینا، د بریدګرو پټنځایونه وو.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پاکستان په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۶۳ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
طالبانو د پاکستان دا بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان پر حریم ښکاره تیری بللی دی.