وټساپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارننوم» ځانګړنه فعالوي

وټساپ اعلان کړی، چې ډېر ژر به کاروونکي وکولای شي د خپل ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارننوم» له لارې له نورو سره اړیکه ونیسي. دغه شرکت ویلي، د دې نوې ځانګړنې لپاره د کارننوم د ثبت بهیر له روانې اونۍ پیل شوی او د روان کال په وروستیو کې به په تدریجي ډول ټولو کاروونکو ته وړاندې شي.
