• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ او پزشکیان د ایران د اټومي وسلو په اړه بېلابېل دریځونه څرګند کړي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپلو تازه څرګندونو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او اټومي مسلې په اړه بېلابېل دریځونه څرګند کړي دي.

ټرمپ ویلي چې د ایران د اټومي پروګرام موضوع «ډېره ساده» ده او واشنګټن د تهران له لوري د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخالف دی.

هغه په یوه بیان کې ویلي: «د دوحې ناسته ښايي مهمه وي یا نه وي؛ باید انتظار وکړو. اصلي موضوع د ایران اټومي وسله ده. موږ نه غواړو ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي او ایران به هم اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.»

بل لوري ته، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د تفاهم اصل دوه‌اړخیز دی او که امریکا خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي، تهران هم خپلو وعدو ته ژمن پاتې کېږي.

هغه زیاته کړې چې د فشار او ګواښونو پر ځای د عقلانیت او انساني کرامت پر بنسټ تصمیم نیول د ایران اساسي دریځ دی.

پزشکیان ویلي: «د تفاهم اصل متقابل دی؛ که امریکایي لوری خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي، موږ هم خپلو وعدو ته ژمن یو. زموږ چلند د بې‌منطقه ګواښونو پر وړاندې عقلانیت او د انساني کرامت پر بنسټ ولاړ دی، او د اړتیا پر مهال به قاطع دریځ غوره کړو.»

د دواړو مشرانو دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو په اړه بحثونه او سیاسي ترینګلتیاوې دوام لري.

ترویج لرونکی

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی
۱

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

ملګري ملتونه: وروستي ورښتونه د افغانستان د اوبو ژور بحران د جبران لپاره بسنه نه‌کوي

۵

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

•
•
•

نور کیسې

د چک ولسمشر او لومړی وزیر د ناټو په سرمشریزه کې د پلاوي پر مشرۍ سره جوړ نه دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۱
د چک ولسمشر او لومړی وزیر د ناټو په سرمشریزه کې د پلاوي پر مشرۍ سره جوړ نه دي
100%

د چک جمهوریت حکومت د محکمې د حکم له مخې منلې چې ولسمشر پیټر پاول به راتلونکې اونۍ د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي، خو ټینګار یې کړی چې د هېواد د پلاوي مشري به لومړی وزیر اندري بابیش کوي. ټاکل شوې د ناټو سرمشریزه د جولای په ۷ او ۸مه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې جوړه شي.

د چک جمهوریت اساسي قانون محکمې تېره اونۍ په یوه لنډمهالي حکم کې ویلي وو چې حکومت باید ولسمشر ته په سرمشریزه کې د ګډون اجازه ورکړي.

ولسمشر پیټر پاول، چې پخوانی جنرال او د ناټو د پوځي کمېټې پخوانی مشر دی، ویلي د هېواد د دود له مخې باید د ناټو په غونډو کې د چک پلاوي مشري ولسمشر وکړي او دی حق لري د مشرانو په رسمي غونډو کې ګډون وکړي.

خو لومړي وزیر اندری بابیش ویلي، د اوکراین او دفاعي لګښتونو په څېر مهمو موضوعاتو کې د ولسمشر او حکومت دریځونه سره توپیر لري، نو ځکه باید د پلاوي مشري حکومت وکړي.

دواړه مشران په ځانګړي ډول د ناټو د دفاعي لګښتونو او له اوکراین سره د مرستو پر سر اختلاف لري.

د بابیش حکومت د دفاعي بودجې له لوړولو ډډه کړې او تمه ده چې سږ کال هم د ناټو هغه هدف پوره نه کړي چې له مخې یې غړي هېوادونه باید د خپل ناخالص کورني تولید لږ تر لږه دوه سلنه پر دفاع ولګوي.

پزشکیان: ځینې کړۍ د ملي ګټو او مذاکراتو د بهیر د ګډوډولو هڅه کوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۶ GMT+۱
پزشکیان: ځینې کړۍ د ملي ګټو او مذاکراتو د بهیر د ګډوډولو هڅه کوي
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، ځینې اشخاص او سیاسي جریانونه د خنډونو په جوړولو سره د هېواد د ملي ګټو او د مذاکراتو د بهیر د ګډوډولو هڅه کوي. پزشکیان وايي، ځینې کسان د دولت او مرکچي پلاوي پر غړو د «د ولایت ضد»، «دین ضد» او «وطن‌پلورونکو» په څېر تورونه هم لګوي.

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، پزشکیان دغه څرګندونې په قم ښار کې له شیعه دیني مرجع ایت‌الله علوي بروجردي سره په لیدنه کې کړې دي.

هغه ویلي، دولت یې هڅه کوي د ډیپلوماسۍ او رغنده نړیوالو اړیکو له لارې د هېواد لاسته‌راوړنې وساتي، خو ځینې کړۍ د کورني یووالي د کمزوري کولو او د مذاکراتو د بهیر د زیانمنولو هڅه کوي.

د ایران ولسمشر زیاته کړې، ځینې کسان نه یوازې د ملي ګټو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړوي، بلکې د دولت او د مرکچي پلاوي پر غړو د «د ولایت ضد»، «د دین ضد» او «وطن‌پلورونکو» په څېر تورونه هم لګوي.

اردوغان: ترکیه غواړي د اروپا د ټولو دفاعي او امنیتي نوښتونو برخه شي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۱
اردوغان: ترکیه غواړي د اروپا د ټولو دفاعي او امنیتي نوښتونو برخه شي
100%

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هېواد یې تمه لري چې د راتلونکې میاشتې د ناټو په سرمشریزه کې به د متحدینو پر یووالي، د دفاعي سوداګرۍ د محدودیتونو پای ته رسولو او د اروپا په امنیتي نوښتونو کې د انقرې پر ونډې ټینګار وشي.

ټاکل شوې د جولای په ۷ او ۸مه، ترکیه د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د مشرانو او همدارنګه د خلیج او اسیا ـ ارام سمندر د شریکانو د استازو کوربه وي.

اردوغان په استانبول کې د ناټو د غړو هېوادونو د پارلمان غړو یوې غونډې ته وویل، چې د سرمشریزې اصلي موخه باید د غړو هېوادونو د امنیتي اندېښنو درناوی، د ناټو د یووالي پیاوړتیا او د ګډې همکارۍ روحیه وي.

هغه زیاته کړه، چې د غونډې ګډونوال به د ایران، اوکراین او غزې جګړې هم وڅېړي.

د ترکیې ولسمشر له ناټو وغوښتل چې د دفاعي صنعت پر سوداګرۍ لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او د امنیتي بار د وېش په برخه کې عادلانه چلند غوره کړي.

اردوغان وویل، سره له دې چې ترکیه د ناټو د دفاعي لګښتونو د هدفونو د پوره کولو لپاره خپله ونډه ادا کوي، خو د اروپا د امنیت په برخه کې د دغه هېواد مهم رول ځینې وخت له پامه غورځول کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې ترکیه غواړي د اروپا د ټولو دفاعي او امنیتي نوښتونو برخه شي.

ترکیه له اوږدې مودې راهیسې شکایت کوي، چې امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو د سیمه‌ییزو اختلافونو او له روسیې سره د انقرې د اړیکو له امله پر دفاعي صنعت محدودیتونه او بندیزونه لګولي، چې د انقرې په وینا، د ناټو د یووالي روحیه زیانمنوي او د دفاعي صنعت د پرمختګ مخه نیسي.

سپینه ماڼۍ: د ټرمپ استازي له ایران سره د لوړې کچې خبرو لپاره دوحې ته ځي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۳ GMT+۱
سپینه ماڼۍ: د ټرمپ استازي له ایران سره د لوړې کچې خبرو لپاره دوحې ته ځي
100%

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له ایران سره د لوړې کچې خبرې وشي. د سپینې ماڼۍ ویانده وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي سټیو وټکوف او جیرډ کوشنر به په دغو خبرو کې ګډون وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ فاکس نیوز ته وویل: «ځانګړی استازی وټکوف او جیرډ کوشنر به روانه اونۍ د لوړې کچې غونډو لپاره دوحې ته ولاړ شي، ځکه موږ د هوکړه لیک په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوو. د دغو لوړې کچې خبرو ترڅنګ به تخنیکي خبرې هم روانې وي.»

لیوېټ زیاته کړه: «تر کومه چې موږ پورې اړه لري، موږ د اوربند په تړاو پر خپلو کړو ژمنو ولاړ یو، تاوتریخوالی به پهتاوتریخوالي ځواب شي.»

امریکا او ایران د جون په ۱۷مه د ۱۴ مادو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې موخه یې د څلورو میاشتو شخړې پای ته رسول وو. د دې هوکړه لیک له مخې دواړو خواوو د جګړې د درولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو هوکړه وکړه خو د اونۍ په پای کې متقابلو بریدونو د دغه نازک تړون د زیانمنېدو اندېښنې راپورته کړې ي.

د جرمني په شمال کې د ډزو په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۹ GMT+۱
د جرمني په شمال کې د ډزو په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي
100%

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله راپور ور کړی، چې د جرمني په شمالي سټاډه ښار کې د ډزو له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. پولیسو تایید کړې چې په دې تړاو یې یو شکمن کس نیولی او تر پوښتنو لاندې دی.

د جرمني په شمالي ښار سټاډ کې د دوشنبې په ورځ سیمه ییزو پولیسو وویل، چې تر اوسه د برید اصلي انګېزه روښانه نه ده.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې دا خونړۍ پېښه د هامبورګ لوېدیځ ته د سټاډ ښار په مرکز کې د ځوانانو په یوه مرکز کې شوې ده. دغه ښار شاوخوا ۵۰ زره نفوس لري او د پېښې له امله په سیمه کې وېره خپره شوې ده.

که څه هم په ځینو لومړنیو راپورونو کې د څو احتمالي بریدګرو د شتون خبره شوې وه، خو پولیسو په رسمي ډول دغه ادعاوې سملاسي تایید نه کړې.

د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، سیمه د پولیسو تر کنټرول لاندې ده او پلټنې روانې دي.

د جرمني پولیسو ویلي چې د نیول شوي شکمن کس د برید د څرنګوالي او د هغه د دقیق هدف په اړه څېړنې پیل شوې دي.

تر اوسه پورې د وژل شویو کسانو هویت او د بریدګر د هویت په اړه نور جزییات د پولیسو له خوا په رسمي توګه نه دي خپاره شوي.