• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد اندېشه د افغانستان لپاره د نوي څېړنیز میکانیزم پر فعالېدو ټینګار وکړ

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱

په جینوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ له نوې مرستیالې اوا دابو سره د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت او د سرغړونو د څېړنې د نوي خپلواک میکانیزم پر فعالېدو خبرې کړې دي.

اندېشه د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د بشري حقونو د کړکېچ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د دفتر پر رول او د افغانستان لپاره د نوي جوړ شوي خپلواک څېړنیز میکانیزم (IIM-A) پر ژر عملي کېدو ټینګار وشو.

هغه ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ نوې مرستیاله اوا دابو د سولې ټینګښت او پراختیا په برخه کې پراخه تجربه لري او د هغې دنده په داسې وخت کې ارزښتناک دی چې افغانستان د بشري حقونو له جدي وضعیت سره مخ دی.

اندېشه زیاته کړې: «موږ د نږدې همکارۍ هیله لرو، څو د حساب‌ورکونې زمینه برابره او د افغانستان د خلکو اساسي حقونه خوندي شي».

ترویج لرونکی

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی
۱

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

ملګري ملتونه: وروستي ورښتونه د افغانستان د اوبو ژور بحران د جبران لپاره بسنه نه‌کوي

۵

د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیون خپرونې د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شوې

•
•
•

نور کیسې

کابل–اسلام‌اباد اړیکې: ذبیح الله مجاهد زغم غواړي، زردشت شمس د فشار غوښتنه کوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱
کابل–اسلام‌اباد اړیکې: ذبیح الله مجاهد زغم غواړي، زردشت شمس د فشار غوښتنه کوي
100%

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې که د پاکستان له لوري پر افغانستان بریدونه دوام وکړي، نو د کابل له لوري د پاکستان سفارت تړل هم یو له ممکنه انتخابونو څخه دی، خو په اوسني وخت کې د ده په وینا د طالبانو حکومت باید زغم او حوصله ولري.

مجاهد طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې افغانستان تر اوسه له پاکستان سره په پراخ جګړه‌ییز وضعیت کې نه دی داخل شوی او لا هم د ډېپلوماټیکو لارو د کارولو فرصت شته. هغه زیاته کړې چې د سفارت تړل کېدل یوه شونې تګلاره ده، خو اوس مهال لومړیتوب صبر او د وضعیت ارزونه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شتون او د خلکو تګ راتګ ته په کتو، د ډېپلوماټیکو اړیکو پرېکون باید په احتیاط سره وشي.

مجاهد ویلي: «موږ لا تر اوسه له پاکستان سره په لوی جنګ کې نه یو ښکېل شوي، وخت شته چې د سفارت په تړلو غور وکړو، نورې لارې چارې هم لرو.» هغه زیاته کړې چې سفارتونه د خدماتو لپاره دي او باید د خلکو حقوق ترې زیانمن نه شي.

بل لوري ته، د جمهوریت پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني معین ذردشت شمس بیا د ذبیح‌الله مجاهد د دریځ په غبرګون کې ویلي چې یوازې د سفارت ساتل یا د اړیکو دوام کافي نه دی، بلکې د «دښمن سفیر» باید وشړل شي او د ډېپلوماتیکو اړیکو کچه باید ټیټه شي.

هغه په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان سفارت باید یا د یوې ټیټې کچې ډېپلوماټیکې ادارې له خوا اداره شي او یا هم د سفیر د شړلو له لارې د اړیکو کچه راکمه شي.

شمس زیاته کړې چې له داسې هېواد سره چې د هغه په وینا د افغانانو د ملکي تلفاتو مسوول دی، عادي ډېپلوماټیکې اړیکې ساتل د منلو وړ نه دي او باید د اړیکو کچه تر ډېره ټیټه شي.

ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په تخار کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱
ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په تخار کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
100%

ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د تخار په چاه‌اب ولسوالۍ کې یې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ پر قرارګاه برید کړی او په ترڅ کې یې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې، خو د کره شمېر په تړاو یې څه نه‌دي ویلي.

دغې جبهې د دوشنبې په ورڅ (د چنګاښ ۸مه) په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، چې دا برید د یکشنبې په شپه (د چنګاښ ۷مه) ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې د چاه‌اب ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ودانۍ د دوی د وسله‌والو له لوري هدف ګرځول شوې ده.

د ازادۍ جبهې په وینا، د دوی جنګیالیو د طالبانو پر پوستو څو راکټونه ویشتلي او وروسته یې د سپکو وسلو په وسیله طالبان په نښه کړي دي.

په دغه ادعا کې ویل شوي، چې له شاوخوا نیم ساعت نښتې وروسته بریدکوونکي له سیمې وتلي دي.

جبهه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي او لږ تر لږه درې جسدونه د پېښې په ځای کې لیدل شوي دي.

تر اوسه د طالبانو له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي تایید یا رد نه دی شوی او خپلواکو سرچینو هم دا معلومات نه دي تایید کړي.

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بريدونه په کلکه غندلي دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱
هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بريدونه په کلکه غندلي دي
100%

هند پر افغانستان د پاکستان بریدونه په کلکه غندلي او څرګنده کړې یې ده، چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جېسوال د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «د پاکستان دا ښکاره تېری د افغانستان پر ملي حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی».

هغه زیاته کړې: «دا د پاکستان د بې‌باکه چلند دوامداره بېلګه او د خپلو پولو هاخوا د تاوتریخوالي د ناهیلوونکو اقداماتو له لارې د کورنیو ناکامیو د بهرني کولو بې‌ګټې هڅه منعکسوي».

هند د پاکستان د هوايي بريدونو له امله زیانمنو کورنيو سره ته تسليت ویلی او زياته کړې یې ده: « هند د افغانستان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل پرېکنده ملاتړ یو ځل بیا تکراروي».

د طالبانو مرستيال وياند حمدالله فطرت ویلي: «په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان متجاوز پوځي رژیم د تېرې شپې په بمباریو کې تر دې مهاله ټول ۳۶ تنه عام ولسي وګړي چې ماشومان او ښځې هم په‌کې دي شهیدان او ١٦٣ تنه ټپیان شوي دي».

پاکستان تېره شپه د ډېورنډ کرښې په اوږدو او په يادو سيمو کې د پاکستاني طالبانو تحريک او جماعت الاحرار پر ضد ځمکني او هوايي بريدونو کړي او ادعا یې کړې، چې په دې بریدونو کې یې ۲۹ وسله وال وژلي دي.

طالبانو ياد بريد «جنایت او یرغل» بللی او ويلي یې دي: «موږ دغه بزدلانه عمل او تجاوز غندو او یو جنایت او وحشت یې بولو».

اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۱
اشرف غني: پر افغانستان د پاکستان برید یوازې امنیتي پېښه نه، بلکې ملي خبرداری دی
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د پاکستان پرله‌پسې بریدونه یوازې امنیتي پېښې نه، بلکې د هېواد د اوسني وضعیت، ملي دریځ او راتلونکي په اړه د ژور فکر او ملي ارزونې غوښتنه کوي.

پخواني ولسمشر غني په یوه لیکلي پیغام کې، چې د پکتیکا، پکتیا او کونړ پر سیمو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته خپور شوی ویلي، چې په دغو بریدونو کې بې‌ګناه افغانانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې روغتیا او د وژل شویو لپاره یې د مغفرت دعا کړې ده.

پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته باید یوازې د امنیتي پېښو په توګه ونه کتل شي. د هغه په وینا، ملتونه هغه وخت له بحرانونو بریالي وځي چې له واقعیتونو سره په زړورتیا مخامخ شي او د تېرو تجربو له تکرار څخه ډډه وکړي.

محمد اشرف غني د افغانستان پر اوسني وضعیت نیوکه کړې او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړې، هغه امنیت چې ژمنه یې کېده، اوس چېرته دی؟ هغه ویلي: «خلک حق لري وپوښتي چې هغه امنیت چې پرې ویاړ کېده، اوس چېرته دی؟ ولې هېواد له یوه بحرانه بل بحران ته لوېږي، ولې د افغانستان د ملي حاکمیت پرله‌پسې نقض ته نړۍ بې‌پروا ښکاري او ولې د دې وضعیت اصلي عوامل له ولس سره نه شریکېږي؟»

هغه ویلي، چې افغانستان یوازې پنځه کاله وړاندې د سیمې او نړۍ د تعاملاتو مرکز کې وو، خو اوس داسې انزوا ته ټېل وهل شوی چې نه یې غږ اورېدل کېږي او نه یې شکایت ته څوک غوږ نیسي. د هغه په باور، دا انزوا د افغانانو برخلیک نه، بلکې د هغو سیاستونو او انتخابونو پایله ده، چې په تېرو پنځو کلونو کې ترسره شوي دي.

اشرف غني زیاته کړې، چې تل یې د «باعزته او پایدارې سولې» ملاتړ کړی وو، ځکه په خبره یې، همدا سوله کولای شوه افغانستان له اوسني بې‌ثباتۍ، انزوا او له بهرنیو لاسوهنو څخه وژغوري. هغه ویلي، نن باید دا پوښتنه وشي، چې د دغه فرصت د له لاسه تلو مسوولیت د چا پر غاړه دی، ځکه د دې پرېکړې بیه اوس افغان ولس پرې کوي.

پخواني ولسمشر د واکمنانو او ولس ترمنځ واټن د هېواد د کمزوري کېدو یو مهم لامل بللی او ویلي دي: «وطن‌دوستي یوازې شعار نه دی؛ وطن‌دوستي دا ده، چې انسان د ملت لپاره قرباني ورکړي، نه دا چې ملت د یوې محدودې کړۍ د بقا لپاره قرباني شي».

نوموړي ویلي، چې افغانان نور جګړه نه غواړي، بلکې ژوند، رڼا، هیله، د ستونزو حل او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق غواړي.

اشرف غني د افغانستان د روان بحران د حل لپاره وړاندیز کړی، چې هېواد باید خپله نړیواله بې‌طرفي په رسمي، روښانه او عملي ډول اعلان کړي او بهرنی سیاست یې د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي. د هغه په وینا، تر هغو چې افغانستان په انزوا کې ساتل کېږي، د افغانانو غږ به نه سیمه او نه هم نړۍ واوري.

هغه همداراز د یوه پراخ ملي بحث او اجماع غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې ټول افغانان، له سیاسي، قومي، ژبنیو او فکري اختلافونو پرته، باید د هېواد د ژغورنې او راتلونکي د ټاکلو لپاره ګډ کار وکړي.

غني په پای کې اعلان کړی، چې له هر ډول امتیاز غوښتنې پرته چمتو دی، چې د یوې پراخې ملي اجماع په رامنځته کولو او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په بیا ټینګولو کې خپله ونډه ادا کړي.

هغه خبرداری ورکړی: «وخت نه درېږي او هر ځنډ نه جبرانېدونکي عواقب لري او مسوولیت یې د هغو کسانو پر غاړه دی چې د ملت د ارادې پر وړاندې په سرټمبګۍ درېږي».

طالبان وايي په کابل کې نننۍ اورلګېدنه د موټر د تېلو ټانکۍ د چاودېدو له امله وه

۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۱
طالبان وايي په کابل کې نننۍ اورلګېدنه د موټر د تېلو ټانکۍ د چاودېدو له امله وه
100%

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند ګلبهار سرای کې نننۍ اورلګیدنه د یوه موټر د تېلو ټانکۍ د چاودېدو له امله رامنځته شوې. د یادې ادارې په وینا، په پېښه کې ۷ کورونه، ۴ باروړونکي موټر او څو دوکانونه زیانمن شوي.

طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د خبرپاڼې له مخې د ژغورنې ډلې له پرله پسې هڅو وروسته اور په بشپړه توګه مهار کړ او نورو سیمو ته یې د پراخېدو مخه ونیوله.

د ادارې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۷ کورونه، ۲ د فرنیچر پلورنې دوکانونه، ۲ د رنګمالۍ دوکانونه او ۴ باروړونکي لوی موټر زیانمن شوي دي.

همدارنګه، ۲ تنه ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.